• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د انګلستان د اورګادي تونلونو کې د سیلاو له امله یوروسټار لندن ته خپل ټول سفرونه لغوه کړل

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۰

د اورګاډي د چلولو نړیوال شرکت یوروسټار د شنبې په ورځ د انګلستان په سویل ختیځ کې د اورګاډي تونلونو کې د سیلاوونو راوتلو له امله د لندن او اروپا ترمنځ د اورګاډي د ټولو سفرونو د لغوه کیدو او د نوي‌ کال د رخصتیو په درشل کې د زرګونو مسافرانو د سفر د ګډوډیدو خبر ورکړ.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، یوروسټار اول یوازې د ۱۴ اورګاډو سفرونه لغوه کړل مګر وروسته له هغه چې سیلاوونو دوام وکړ، دوی د همدې ورځې لپاره پلان شوي ټول ۴۱ سفرونه لغوه کړل.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې د لندن ختیځ، ایبس فلیټ ته نږدې د تیمز سیند لاندې د اورګاډي تونلونو کې د سیلاو د راوتلو لامل څه دی.

د انګلستان په ځینو برخو کې په دې وروستیو ورځو کې سخت بارانونه شوي دي او په سویل کې د قوي او توندو بادونو په اړه رسمي خبرداری ورکړل شوی دی.

د یوروسټار په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "مونږ پوهیږو چې دا د رخصتیو پای کې او له نوي کال دمخه کور ته د رسیدو لپاره ډیر مهم وخت دی او موږ د خپلو پیریدونکو د ملاتړ لپاره تمځیو که حضور لرو."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان ټاکنو کمېسون د ټاکنو لپاره د عمران خان نوماندي رد کړه

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د پاکستان چارواکي او د تحریک انصاف ګوند غړي وايي، د دغه هېواد د ټاکنو کمېسون د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د پخواني لومړي وزیر عمران خان نوماندي رد کړه. پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان غوښتل، د پنجاب له میاولې او لاهور نه په راتلونکو ټاکنو کې ولوبېږي.

دغه ۷۱ کلن کرېکټ ستوری د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا د بې باوره کېدو او بې واکه کېدو راهیسې سیاسي او قانوني جنجال کې ښکېل دی.

نوموړی تېر اګسټ په توشه خانه کېس کې د درې کاله بند له امله بیا په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

توشه خانه کې عمران خان تورن دی چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ یې دولتي ډالۍ ناقانونه پلورلې دي، خو ښاغلی خان دا تورونه ردوي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند رسنیو څانګه وايي، که څه هم ښاغلی خان د فساد د تورونو له امله د راتلونکې فبرورۍ ټاکنو کې له نوماندېدو بې صلاحیته بلل شوی، خو د جمعې په ورځ یې د دې ټاکنو لپاره خپل کاغذونه سپارلي دي.

په لاهور کې د رد شویو نوماندانو په لېست کې د عمران خان نوم هم دی او د ټاکنو کمېسون وايي، ښاغلی خان یې ځکه دلته ونه مانه چې د رایه ور کوونکي په حیث دلته نه دی راجسټر شوی او بل دا چې محکمې محکوم کړی او بې واکه شوی دی.

د خان رسنډله وایي، په پلرني ټاټوبي میاوله کې هم د ښاغلي خان کاغذونه نه دي منل شوي.

عمران خان چې هېواد کې تر ټولو منلی مشر بلل کېږي پر پوځ تور لګوي چې دی یې په نښه کړی او غواړي په ټاکنو کې یې له ګډون بې برخې کړي.

د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي.

د اسلام اباد محکمې منظور پښتین بیا زندان ته ولېږه

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د اسلام اباد ځايي محکمو د پاکستاني پولیسو د غوښتنې خلاف نن د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين زندان ته ولېږه. نوموړی د اسلام اباد ترناول پوليسو مرکز کې د ثبت شوې قضې له امله تر دوو ورځو توقیف پوره کېدو وروسته عدالت ته وړاندې شو و.

په همدې حال کې پولیسو له محکمې وغوښتل چې د منظورپشتين بیا له دوی سره بندي شي.

د پاکستان جیو نیوز د راپور په بنسټ د اسلام اباد محکمې د پاکستاني پولیسو لخوا د منظور پښتین د بیا ځلي توقیف غوښتنه رد کړه.

په راپور کې راغلي چې د منظور پښتین وکيل له محکمې څخه د نوموړي د ضمانت غوښتنه کړې ده.

خو د اسلام اباد محکمې د ثبت شوې قضې په اړه د پرېکړې تر اعلان پورې منظور پښتين زندان ته ولېږه.

ویل کیږي جې د جنورۍ په دوهمه به د منظور پښتین د ضمانت غوښتنلیک په اړه به پرېکړه کیږي.

دوه ورځې مخکې منظور احمد پښتین د ترهګرۍ ضد محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته سملاسي د جرمونو د مخنیوي او کشف ادارې ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، تمه وه چې په هغه ورځ ښاغلی پښتین له بنده خوشی شوی وی؛ خو د ترهګرۍ ضد محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو ورسته د یوې بلې قضیې په تور د جرمونو د مخنیوي او کشف ادارې ته وسپارل ش

پاکستان وايي حافظ سعید هند ته نه سپاري

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د هند په ممبيي ښار کې په بریدونو تورن او د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید به نوي ډېلي ته ونه سپاري. ممتاز زهرا بلوڅ وايي، د هند او پاکستان ترمنځ د تورنو کسانو د سپارلو کوم تړون نشته.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي پرون وویل، له اسلام اباد یې د حافظ سعید د سپارلو غوښتنه کړې، چې پر ۲۰۰۸ کال د ممبيي په مرګونو بریدونو کې ښکېل دی.

خو مېرمن بلوڅ اسلام اباد کې پرون خبري غونډې ته وویل، نوي ډېلي ترې غوښتي چې د پیسو سپینولو دوسیه کې تورن حافظ سعید ور وسپاري.

د لښکر طیبه مشر حافظ سعید اوس د جماعت الدعوه مشر دی او د پاکستان یوې محکمې تېر کال د ترهګرۍ د تمویل په تور په ۳۱ کاله بند محکوم کړ.

هند وايي حافظ سعید نه یوازې د ممبيي بریدونو کې ښکېل و، بلکې په دغه هېواد کې د وسلوالو ملاتړ هم کوي.

د ممبيي بریدونه

په ۲۰۰۸ کال د لشکر طیبه ډلې سره په تړاو شکمنو لسو پاکستانيانو په ممبيي کې پر ودانیو برید وکړ، چې ۱۶۴ کسان یې ووژل.

د بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه بریدګر وژل شوي او یو تن ژوندی پاتې شوی و.

محمد اجمل قصاب چې د دغو بریدګرو له ډلې یوازینی ژوندی پاتې شوی کس و په ۲۰۱۲ کال کې اعدام شو.‌

دغه بریدګر د پاکستان له کراچۍ ښار ممبيي ته کښتۍ کې تللي وو.

د لارې په اوږدو کې، دوی د کب نیولو یوه کښتۍ هم تښتولې او پکې سپاره پنځه کسان یې وژلي‌ وو.‌

د ممبيي له مرګوني برید وروسته حفظ سعید او لښکر طیبه د ملګرو ملتونو په تور لست کې واچول شول.

حافظ سعید تېرو دوو لسیزو کې بیا بیا نیول شوی او ازاد شوی دی.

نوموړی د ممبيي بریدونو په ګډون په هر ډول تاوتریخوالي کې لاس لرل ردوي.

هغه پر ۲۰۱۹ کال د لاهور یوې محکمې د ترهګرۍ د ملاتړ او پیسو سپینولو په تور پر پنځلس کاله بند محکوم کړ.

د مالي ګام ځانګړې ډلې د سختۍ زیاتېدو سره دې محکمې تېر کال نوموړی د ترهګرۍ د ملاتړ په تور پر ۳۱ کاله بند محکوم کړ.

پر اوکراین د پراخه توغندیز برید په اړه د بایډن غبرګون: د پوتین مخه باید ونیوله شي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۰ GMT+۰

پر اوکراین د روسیې توغندیز برید ته په اشارې جوبایډن وویل، له دغه بریده داسې ښکاري چې د« پوتین مخه باید نوره ونیوله شي». د اوکرایني چارواکو په وینا، دغه برید د شنبې په شپه چې «د اوکراین په جګړه کې تر ټولو ستر هوايي برید» ګڼل کېږي شوی دی.

ویل کېږي، چې د دغه برید له امله ۳۱ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا ولسمشر چې دا مهال په رخصتۍ دی، په یوه وینا پاڼه کې ولیکل:« دغه برید نړۍ ته دا وریادوي، چې د تېرو شاوخوا دوو کالو په ویجاړونکې جګړه کې، د پوتین موخه نه ده بدله شوې او هغه د اوکراین د ویجاړولو او پر خلکو یې د واکمنۍ هوډ لري، باید د هغه هڅې نورې ودرول شي.»

هغه دا رنګه زیاته کړې، چې اوکراین د امریکا او د هغې د متحدینو د هوايي مدافعې سیستم څخه د روسیې د توغندیزو بریدونو په شنډولو کې کار اخیستی.

د امریکا ولسمشر یو ځلې بیا له کانګرسه وغوښتل، چې له اوکراین سره د پوځي مرستو غوښتنې ومني.

جوبایډن وویل، تر هغې چې کانګرس په نوي راتلونکي کال کې عملي ګام وانخلي، متحده ایالات نه شي کولای له اوکراین سره د نوي پوځي تجهیزاتو مرستو ته دوام ورکړي.

پر اوکراین د روسیې د شنبې د شپې برید د امنیت شورا په یوې بېړنۍ ناسته کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې له‌خوا وغندل شو.

خو په ملګرو ملتونو کې روسي استازي وویل، چې مسکو یوازې پر پوځي زېرمو برید کړی او د اوکراین د هوايي دفاعي سیستم یې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې پړ وباله.

د مندر پرانستلو لپاره هند کې یو ښار پر ګلونو پوښل کېږي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د هند شمالي ښار ایودیا کې د هندوانو د جوړ شوي یو لوی مندر وروستۍ چارې مخ په بشپریدو دي.‌ دغه مندر ته د لومړي وزیر نریندرا مودي د بیا انتخاباتي کمپاین د مرکز په توګه کتل کیږي.

یو وخت ایودیا، د ترټولو ډیر نفوسه ایالت اتراپردیش یو ارام مذهبي ښارګوټی و،‌ خو اوس پکې د شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت نوی هوايي‌ ډګر او سړکونه جوړ شوي دي.‌

مودي به په نږدې یوه میاشت کې په دغه ښار کې جوړ ستر مندر د هندوانو د خدای، رام په نوم پرانیځي.

د مودي له خوا په دغه ښار کې د جوړ شوي هوايي‌ ډګر او یو رغول شوې پلټلۍ ستیشن له پرانیستې یوه ورځ دمخه، کارګرانو د ښار بیلابیلې برخې د پریمانه پولیسو په شتون کې، په ګلونو پوښلې او دغه ښار یې په ښکلي‌ بڼه سینګار کړی دی.

ګیریش سهسترابوجن چې دغه مندر د ډیزاینولو په برخه کې کار کوي وايي: "ډیر ژر به زمونږ خدای په خپل اصلي ځای کې وي." دغه مندر له سپینو مرمر تیږو او ګلابي رنګه ماڼيو په ۷۰ جریبه ځمکه جوړیږي.‌

د دغه مندر د جوړولو یو انجینر وايي: "زمونږ خدای رام دلته زیږیدلی و. هند او په بهر کې ټول هندوان له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دې مندر د جوړیدو انتظار کاوه."

د مودي مخالفانو هغه د خپلو سیاسي هیلو د پوره کولو لپاره د مذهبي احساساتو پر پارولو تورن کړی او د اپوزیسیون یو شمیر مشرانو د دغه مندر په پرانسته کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

د جنورۍ په ۲۲ مه به مودي د لومړي ځل لپاره په دغه مندر کې عبادت وکړي چې پر جوړیدو یې ۲۴۰ میلیونه ډالر لګیدلي او ۴۵۰۰ کسانو یې په جوړولو کې برخه اخیستې ده.‌