
د اسلام اباد ځايي محکمو د پاکستاني پولیسو د غوښتنې خلاف نن د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين زندان ته ولېږه. نوموړی د اسلام اباد ترناول پوليسو مرکز کې د ثبت شوې قضې له امله تر دوو ورځو توقیف پوره کېدو وروسته عدالت ته وړاندې شو و.
په همدې حال کې پولیسو له محکمې وغوښتل چې د منظورپشتين بیا له دوی سره بندي شي.
د پاکستان جیو نیوز د راپور په بنسټ د اسلام اباد محکمې د پاکستاني پولیسو لخوا د منظور پښتین د بیا ځلي توقیف غوښتنه رد کړه.
په راپور کې راغلي چې د منظور پښتین وکيل له محکمې څخه د نوموړي د ضمانت غوښتنه کړې ده.
خو د اسلام اباد محکمې د ثبت شوې قضې په اړه د پرېکړې تر اعلان پورې منظور پښتين زندان ته ولېږه.
ویل کیږي جې د جنورۍ په دوهمه به د منظور پښتین د ضمانت غوښتنلیک په اړه به پرېکړه کیږي.
دوه ورځې مخکې منظور احمد پښتین د ترهګرۍ ضد محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته سملاسي د جرمونو د مخنیوي او کشف ادارې ته وسپارل شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، تمه وه چې په هغه ورځ ښاغلی پښتین له بنده خوشی شوی وی؛ خو د ترهګرۍ ضد محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو ورسته د یوې بلې قضیې په تور د جرمونو د مخنیوي او کشف ادارې ته وسپارل ش

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د هند په ممبيي ښار کې په بریدونو تورن او د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید به نوي ډېلي ته ونه سپاري. ممتاز زهرا بلوڅ وايي، د هند او پاکستان ترمنځ د تورنو کسانو د سپارلو کوم تړون نشته.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي پرون وویل، له اسلام اباد یې د حافظ سعید د سپارلو غوښتنه کړې، چې پر ۲۰۰۸ کال د ممبيي په مرګونو بریدونو کې ښکېل دی.
خو مېرمن بلوڅ اسلام اباد کې پرون خبري غونډې ته وویل، نوي ډېلي ترې غوښتي چې د پیسو سپینولو دوسیه کې تورن حافظ سعید ور وسپاري.
د لښکر طیبه مشر حافظ سعید اوس د جماعت الدعوه مشر دی او د پاکستان یوې محکمې تېر کال د ترهګرۍ د تمویل په تور په ۳۱ کاله بند محکوم کړ.
هند وايي حافظ سعید نه یوازې د ممبيي بریدونو کې ښکېل و، بلکې په دغه هېواد کې د وسلوالو ملاتړ هم کوي.
د ممبيي بریدونه
په ۲۰۰۸ کال د لشکر طیبه ډلې سره په تړاو شکمنو لسو پاکستانيانو په ممبيي کې پر ودانیو برید وکړ، چې ۱۶۴ کسان یې ووژل.
د بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه بریدګر وژل شوي او یو تن ژوندی پاتې شوی و.
محمد اجمل قصاب چې د دغو بریدګرو له ډلې یوازینی ژوندی پاتې شوی کس و په ۲۰۱۲ کال کې اعدام شو.
دغه بریدګر د پاکستان له کراچۍ ښار ممبيي ته کښتۍ کې تللي وو.
د لارې په اوږدو کې، دوی د کب نیولو یوه کښتۍ هم تښتولې او پکې سپاره پنځه کسان یې وژلي وو.
د ممبيي له مرګوني برید وروسته حفظ سعید او لښکر طیبه د ملګرو ملتونو په تور لست کې واچول شول.
حافظ سعید تېرو دوو لسیزو کې بیا بیا نیول شوی او ازاد شوی دی.
نوموړی د ممبيي بریدونو په ګډون په هر ډول تاوتریخوالي کې لاس لرل ردوي.
هغه پر ۲۰۱۹ کال د لاهور یوې محکمې د ترهګرۍ د ملاتړ او پیسو سپینولو په تور پر پنځلس کاله بند محکوم کړ.
د مالي ګام ځانګړې ډلې د سختۍ زیاتېدو سره دې محکمې تېر کال نوموړی د ترهګرۍ د ملاتړ په تور پر ۳۱ کاله بند محکوم کړ.
پر اوکراین د روسیې توغندیز برید ته په اشارې جوبایډن وویل، له دغه بریده داسې ښکاري چې د« پوتین مخه باید نوره ونیوله شي». د اوکرایني چارواکو په وینا، دغه برید د شنبې په شپه چې «د اوکراین په جګړه کې تر ټولو ستر هوايي برید» ګڼل کېږي شوی دی.
ویل کېږي، چې د دغه برید له امله ۳۱ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا ولسمشر چې دا مهال په رخصتۍ دی، په یوه وینا پاڼه کې ولیکل:« دغه برید نړۍ ته دا وریادوي، چې د تېرو شاوخوا دوو کالو په ویجاړونکې جګړه کې، د پوتین موخه نه ده بدله شوې او هغه د اوکراین د ویجاړولو او پر خلکو یې د واکمنۍ هوډ لري، باید د هغه هڅې نورې ودرول شي.»
هغه دا رنګه زیاته کړې، چې اوکراین د امریکا او د هغې د متحدینو د هوايي مدافعې سیستم څخه د روسیې د توغندیزو بریدونو په شنډولو کې کار اخیستی.
د امریکا ولسمشر یو ځلې بیا له کانګرسه وغوښتل، چې له اوکراین سره د پوځي مرستو غوښتنې ومني.
جوبایډن وویل، تر هغې چې کانګرس په نوي راتلونکي کال کې عملي ګام وانخلي، متحده ایالات نه شي کولای له اوکراین سره د نوي پوځي تجهیزاتو مرستو ته دوام ورکړي.
پر اوکراین د روسیې د شنبې د شپې برید د امنیت شورا په یوې بېړنۍ ناسته کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې لهخوا وغندل شو.
خو په ملګرو ملتونو کې روسي استازي وویل، چې مسکو یوازې پر پوځي زېرمو برید کړی او د اوکراین د هوايي دفاعي سیستم یې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې پړ وباله.
دا اعتراض نږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د ډیورنډ لیکې په دواړو خواو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورټ د جبري کولو پر ضد پیل شوی و، چې نن یې ۷۳مه ورځ ده.
پرلتوال وايي، چې د بلوچستان د مخکښو سیاستوالو په منځګړیتوب یې تر اوسه د حکومت وروستۍ پرېکړې ته تمه لرله؛ خو په وینا یې حکومت په ظاهره دوی ته وايي، چې غوښتنې یې عملي کېږي.
دوی وایي، ښکاري داسې چې حکومت چمتو نه دی د دوی دغو غوښتنو ته غاړه کېږدي.
د دغه پرلت یو ګډونوال مولوي عبدالمنان وايي، تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوي دوی به دغه پرلت ته دوام ورکوي.
هغه وایي:« موږ ته د عوامي نشنل پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي او نور سیاستوال هم راغلي وو او را ته یې ویلي وو، چې زموږ غوښتنې به له مرکزي حکومت سره شریکې کړي او زموږ غوښتنې به ومنل شي؛ خو تر اوسه دغو خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.»
د پرلت یو بل ګډونوال او د سوداګرو د ټولنې مشر صادق خان اڅکزی وايي:« موږ به سبا او د نوي کال په لومړۍ ورځ عمومی اعتراض کوو، موږ پخوا په تېرو دوه نیمو میاشتو کې داسې ستر اعتراضونه نه کول او هیله مو دا وه، چې زموږ غوښتنې به منل کېږي؛ خو موږ یې اړ کړي یو، پر موږ یې روزګار بند کړی او موږ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له پاره هک حیران یو.»
دغه پرلتوال وایي، سر له سبا یې پرېکړه کړې چې له چمن څخه نیولې بیا د بلوچستان تر نورو سیمو به خپل اعتراضي غونډې پراخوي او په ګڼو ښارونو کې به کاربندیز اعلانوي، له هغې وروسته به د کوژک په غره کې لویه لاره هم وتړي.
همدا اوس هم د چمن سپین بولدک لاره د ټرانزیټ له پاره تړل شوې او د لیکې دواړو خواوو کې شته دوکانونه او مارکیټونه تړل شوي دي.
ګڼ پرلت کوونکي وايي، له هغه مهاله چې پاکستان پر چمن او سپین بولدک ته د تلونکو کاروباریانو د تګ راتګ له پاره د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړي، د دوی ټولو کاروبار ورسره زیانمن شوی او له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
یو شمېر پرلتوال بیا د کرښې په هغې غاړې پر افغانانو غږ کوي، چې هغوی دې هم ورته اعتراضونه پیل کړي؛ خو ښکاري داسې چې د سپین بولدک اوسېدونکي د طالبانو له وېرې دغه کار ته زړه نه شي ښه کولای.
د هند شمالي ښار ایودیا کې د هندوانو د جوړ شوي یو لوی مندر وروستۍ چارې مخ په بشپریدو دي. دغه مندر ته د لومړي وزیر نریندرا مودي د بیا انتخاباتي کمپاین د مرکز په توګه کتل کیږي.
یو وخت ایودیا، د ترټولو ډیر نفوسه ایالت اتراپردیش یو ارام مذهبي ښارګوټی و، خو اوس پکې د شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت نوی هوايي ډګر او سړکونه جوړ شوي دي.
مودي به په نږدې یوه میاشت کې په دغه ښار کې جوړ ستر مندر د هندوانو د خدای، رام په نوم پرانیځي.
د مودي له خوا په دغه ښار کې د جوړ شوي هوايي ډګر او یو رغول شوې پلټلۍ ستیشن له پرانیستې یوه ورځ دمخه، کارګرانو د ښار بیلابیلې برخې د پریمانه پولیسو په شتون کې، په ګلونو پوښلې او دغه ښار یې په ښکلي بڼه سینګار کړی دی.
ګیریش سهسترابوجن چې دغه مندر د ډیزاینولو په برخه کې کار کوي وايي: "ډیر ژر به زمونږ خدای په خپل اصلي ځای کې وي." دغه مندر له سپینو مرمر تیږو او ګلابي رنګه ماڼيو په ۷۰ جریبه ځمکه جوړیږي.
د دغه مندر د جوړولو یو انجینر وايي: "زمونږ خدای رام دلته زیږیدلی و. هند او په بهر کې ټول هندوان له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دې مندر د جوړیدو انتظار کاوه."
د مودي مخالفانو هغه د خپلو سیاسي هیلو د پوره کولو لپاره د مذهبي احساساتو پر پارولو تورن کړی او د اپوزیسیون یو شمیر مشرانو د دغه مندر په پرانسته کې د ګډون بلنه رد کړې ده.
د جنورۍ په ۲۲ مه به مودي د لومړي ځل لپاره په دغه مندر کې عبادت وکړي چې پر جوړیدو یې ۲۴۰ میلیونه ډالر لګیدلي او ۴۵۰۰ کسانو یې په جوړولو کې برخه اخیستې ده.
د ترکیې امنیتي ځواکونو له داعش سره د تړاو په تور ۳۲ کسان نیولي دي. ترکي چارواکو ویلي چې په نیول شویو کسانو کې د داعش درې جګپوړي وسلوال هم شامل دي. د چارواکو په وینا دغو کسانو «په کنیساوو او کلیساوو او همدارنګه د عراق پر سفارت د بریدپلان درلود.»
دغه نیونې یوه اونۍ وروسته له هغې کیږي چې د ترکیې پولیسو په ټول هېواد کې د داعش ۳۰۴ مشکوک وسله وال ونیول.
داعش تر اوسه په ترکیه کې څو وژونکي بریدونه کړي دي چې له دې جملې یو یې د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ ورځ په یوه شپني کلب کې د ۳۹ کسانو په ډزو ویشتل وو.