• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان یو کال کې په ۱۸ زرو عملیاتو کې د ۵۰۰ وسلوالو د وژلو او ۵ زره نورو د نیولو ادعا کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په ټول هېواد ۱۸ زره ۷۳۶ پوځي عملیات کړي، چې پکې یې ۵۶۶ وسلوال وژلي‌ دي.‌ د پاکستان د پوځ د شمیرو له مخې، په دغه موده کې، د ۲۶۰ افسرانو او سرتېرو په ګډون تر زرو ډیرو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پوځ وايي، په دې عملیاتو کې د وسلوالو دوه مشران هم وژل شوي او ۵ زره ۱۶۱ وسلوال نیول شوي دي.‌

پورځ د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.

د پوځ په وینا د استخباراتي ادارو د کار په پایله کې د یوې بلوڅ وسلوالې ډلې مهم قومندانان ګلزار امام شمبې او سرفراز بنګالزي له وسله والې مبارزې لاس اخیستی دی.

د پوخ په وینا یوازې په بلوچستان کې ۵ زره ۶۳ عملیات ترسره شوي چې ۱۰۹ اورپکي پکې وژل شوي‌ دي.‌

بلخوا پوځ پښتونخوا کې د ۱ زرو ۹۴۲ عملیاتو د کولو ادعا کړې او ویلي یې دي چې ۴۴۷ وسلوال په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په پنجاب صوبه کې یې ۱۹۰ پوځي عملیات، په ګلګلت-بالتیستان کې یې ۱۴ عملیات او په سند کې یې ۱ زرو ۹۸۷ عملیات کړي‌ چې په پایله کې یې لس وسلوال وژل شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د المپیک کمېټې مشر له ۱۹ کلن ماموریت وروسته خپله دنده پرېښوده

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۴ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د المپیک کمېټې مشر عارف حسن له ۱۹ کلن ماموریته له خپلې دندې استعفاء وکړه. نوموړي د المپیک کمېټې اجراییوي غړو ته خبر ورکړی ، چې د « ناسم روغتیايي» حالت له امله د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته خپله دنده نشي کولی.

ښاغلی حسن، چې دا مهال په امریکا کې دی، جیو نیوز پاکستاني ټلویزیون ته خپله استعفاء تایید کړې ده.

‏د معلوماتو پر بنسټ، عارف حسن ته په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د سویلي اسیا سیالیو د تنظیم کمېټې مسوولیت وسپارل شو؛ خو په ۲۰۰۴ کال کې بیا د پاکستان د المپیک کمېټې مشري ورکړل شوه، چې تر اوسه هم پر دې څوکۍ پاتې وو.

‏د پاکستان د ورزش په تاریخ کې د اوږد مسوولیت لرونکی دغه چارواکی روان کال کې له دې امله هم تر سختو نیوکو لاندې راغلی وو، چې ولې پاکستان په نړیوالو المپیک سیالیو کې کوم مډال ترلاسه نه کړ.

د انګلستان د اورګادي تونلونو کې د سیلاو له امله یوروسټار لندن ته خپل ټول سفرونه لغوه کړل

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د اورګاډي د چلولو نړیوال شرکت یوروسټار د شنبې په ورځ د انګلستان په سویل ختیځ کې د اورګاډي تونلونو کې د سیلاوونو راوتلو له امله د لندن او اروپا ترمنځ د اورګاډي د ټولو سفرونو د لغوه کیدو او د نوي‌ کال د رخصتیو په درشل کې د زرګونو مسافرانو د سفر د ګډوډیدو خبر ورکړ.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، یوروسټار اول یوازې د ۱۴ اورګاډو سفرونه لغوه کړل مګر وروسته له هغه چې سیلاوونو دوام وکړ، دوی د همدې ورځې لپاره پلان شوي ټول ۴۱ سفرونه لغوه کړل.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې د لندن ختیځ، ایبس فلیټ ته نږدې د تیمز سیند لاندې د اورګاډي تونلونو کې د سیلاو د راوتلو لامل څه دی.

د انګلستان په ځینو برخو کې په دې وروستیو ورځو کې سخت بارانونه شوي دي او په سویل کې د قوي او توندو بادونو په اړه رسمي خبرداری ورکړل شوی دی.

د یوروسټار په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "مونږ پوهیږو چې دا د رخصتیو پای کې او له نوي کال دمخه کور ته د رسیدو لپاره ډیر مهم وخت دی او موږ د خپلو پیریدونکو د ملاتړ لپاره تمځیو که حضور لرو."

رحیم یار خان کلب د «ال پاکستان کبډي ټورنمنټ» وګاټه

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د بلوچستان په سیبۍ ضلع کې د ملېشه ځواکونو په نوښت د ال پاکستان کبډي تورنمنټ پایلوبه رحیم یار خان کلب وګټله. دغه ټورنمنټ چې یوه اونۍ روان و، د پاکستان له بېلابېلو ښارونو اتو لوبډلو پکې برخه اخیستې.

په پایلوبه کې رحیم یار خان کلب د شنبې په ورځ د خان خدایي مرغزاني کلب ماته ور کړه او د ټورنمنټ اتل شو.

د ټورنمنټ په پای کې ګټونکي لوبډلې او لوبغاړو ته انعامونه او مډالونه ورکړل شوې.

د دې لوبې لیدلو ته د کالج او پوهنتون پر زدکوونکو سربېره د سیمې مشران او سیاستوال هم ورغلي وو.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د ټاکنو لپاره د عمران خان نوماندي رد کړه

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د پاکستان چارواکي او د تحریک انصاف ګوند غړي وايي، د دغه هېواد د ټاکنو کمېسون د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د پخواني لومړي وزیر عمران خان نوماندي رد کړه. پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان غوښتل، د پنجاب له میاولې او لاهور نه په راتلونکو ټاکنو کې ولوبېږي.

دغه ۷۱ کلن کرېکټ ستوری د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا د بې باوره کېدو او بې واکه کېدو راهیسې سیاسي او قانوني جنجال کې ښکېل دی.

نوموړی تېر اګسټ په توشه خانه کېس کې د درې کاله بند له امله بیا په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

توشه خانه کې عمران خان تورن دی چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ یې دولتي ډالۍ ناقانونه پلورلې دي، خو ښاغلی خان دا تورونه ردوي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند رسنیو څانګه وايي، که څه هم ښاغلی خان د فساد د تورونو له امله د راتلونکې فبرورۍ ټاکنو کې له نوماندېدو بې صلاحیته بلل شوی، خو د جمعې په ورځ یې د دې ټاکنو لپاره خپل کاغذونه سپارلي دي.

په لاهور کې د رد شویو نوماندانو په لېست کې د عمران خان نوم هم دی او د ټاکنو کمېسون وايي، ښاغلی خان یې ځکه دلته ونه مانه چې د رایه ور کوونکي په حیث دلته نه دی راجسټر شوی او بل دا چې محکمې محکوم کړی او بې واکه شوی دی.

د خان رسنډله وایي، په پلرني ټاټوبي میاوله کې هم د ښاغلي خان کاغذونه نه دي منل شوي.

عمران خان چې هېواد کې تر ټولو منلی مشر بلل کېږي پر پوځ تور لګوي چې دی یې په نښه کړی او غواړي په ټاکنو کې یې له ګډون بې برخې کړي.

د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي.

د اسلام اباد محکمې منظور پښتین بیا زندان ته ولېږه

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د اسلام اباد ځايي محکمو د پاکستاني پولیسو د غوښتنې خلاف نن د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين زندان ته ولېږه. نوموړی د اسلام اباد ترناول پوليسو مرکز کې د ثبت شوې قضې له امله تر دوو ورځو توقیف پوره کېدو وروسته عدالت ته وړاندې شو و.

په همدې حال کې پولیسو له محکمې وغوښتل چې د منظورپشتين بیا له دوی سره بندي شي.

د پاکستان جیو نیوز د راپور په بنسټ د اسلام اباد محکمې د پاکستاني پولیسو لخوا د منظور پښتین د بیا ځلي توقیف غوښتنه رد کړه.

په راپور کې راغلي چې د منظور پښتین وکيل له محکمې څخه د نوموړي د ضمانت غوښتنه کړې ده.

خو د اسلام اباد محکمې د ثبت شوې قضې په اړه د پرېکړې تر اعلان پورې منظور پښتين زندان ته ولېږه.

ویل کیږي جې د جنورۍ په دوهمه به د منظور پښتین د ضمانت غوښتنلیک په اړه به پرېکړه کیږي.

دوه ورځې مخکې منظور احمد پښتین د ترهګرۍ ضد محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته سملاسي د جرمونو د مخنیوي او کشف ادارې ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، تمه وه چې په هغه ورځ ښاغلی پښتین له بنده خوشی شوی وی؛ خو د ترهګرۍ ضد محکمې څخه په ضمانت تر خوشې کېدو ورسته د یوې بلې قضیې په تور د جرمونو د مخنیوي او کشف ادارې ته وسپارل ش