• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویس له افغانستان سره څه باندې ۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۷ GMT+۰

په پاکستان کې د سویس سفارت د جمعې په ورځ وویل، له زیانمنو افغانانو سره به ۴.۲۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي. د سویس سفارت ویلي، دغه مرسته یې له پاکستانه ستنېدونکو او د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې کړې ده.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې یو له خورا پیچلي بشري بیړني حالت سره مخ دی.

اوچا وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ پراخیدو د بشري مرستو اړتیا لاپسې زیاته کړې ده. خو له یوې خوا د طالبانو په رسمیت نه پیژندل او له بلې خوا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د تامین په برخه کې د نړیوالو مرستو مشروطول په افغانستان کې د اقتصادي بحران او بې وزلۍ د لا زیاتوالي لامل شوي دي.

خو د طالبانو د اقتصاد وزارت، د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل نړیوال بندیزونه بللي او د اړو کسانو د شمېر د زیاتوالي راپورونه یې رد کړي دي.

یونیسف وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې د ۱۲،۶ میلیونو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۳ میلیونه کسان به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا نوې څېړنې: د ۳ افغان پیلوټانو الوتکه کې ستونزه نه وه، لارښود ته یې غوږ نیولی نه و

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې اعلان کړی چې په اورګان ایالت کې د الوتکې غورځېدو لامل د پرواز د لارښود خبرو ته غوږ نه ایښودل وو. په دې پېښه کې د افغانستان د هوايي ځواک درې پخواني پیلوټان ووژ شول.

په یوه بل راپور کې راغلي، چې څیړنې ښیې د الوتکې په انجن او باډۍ کې کومه تخنیکي نیمګړتیا نه لیدل کیږي.

یو ابتدایي راپور چې په دې وروستیو کې د تحقیقاتو فدرالي ادارې خپور شوی ښيي چې د افغانستان د هوايي ځواک پخواني پیلوټ محمد حسین موسوي د دسمبر په ۱۶ په اورګان کې د یوې روزنیزې الوتنې پر مهال د پرواز د لارښود مشورې له پامه غورځولې وې.

د دغه راپور له مخې، ښاغلي موسوي ته ویل شوي وو چې د تیارې اوکمزوري لید له امله دې په هوايي ډګر کې نه کښیني، خو هغه لارښونه له پامه غورځولې او د الوتکې له لوېدو سره پر ده سربېره د افغانستان دوه نور پخواني افغان پیلوټان هم مړه شول.

پولیسو مخکې ویلي وو چې الوتکه د بریښنا له لینونو سره لګیدلې چې د یوې کوچنۍ اورلګېدنې او د برېښنا د پرې کېدو لامل شوې ده.

خو د ملي ترانسپورت د خوندیتوب د بورډ په راپور کې ویل شوي چې د سیسنا ۱۷۲ جی الوتکې د بدن او انجن په ازموینه کې کومه تخنیکي نیمګړتیا نه ده ښودل شوې.

د شخصي الوتنې سند ترلاسه کول

د ترانسپورت د دغې ادارې په راپور کې راغلي دي چې د الوتکې مالک محمد حسین موسوي ته اجازه ورکړې وه چې له خپلې الوتکې څخه د خصوصي پیلوټۍ د سند، د درجې او د سوداګریزې الوتنې سند ترلاسه کړي.

راپور زیاته کړې چې موسوي خپل د الوتنې لارښود ته ویلي و، چې هغه او د پیلوټ درجه لرونکي مسافر به د تمرین لپاره له اینډیپنډنس څخه مک مینویل هوایی ډګر ته الوتنه وکړي. دا دوه کوچني ښارګوټي د سړک له لارې شاوخوا ۳۰مایله واټن لري.

خو د ښاغلي موسوي روزونکي، چې دغه الوتنه یې په الکترونیکي ډول څارله، له هغه سره یې اړیکه ونیوله او هغه ته یې لارښوونه وکړه، چې د تیارې او کم لید له امله دې اینډیپنډنس کې نه کیني.

خو راپور وايي چې موسوي خپل روزونکي ته ویلي چې اینډیپنډنس ته الوتنه کوي. هغه ویلي و، چې هغه به وضعیت وارزوي، بیا به پریکړه وکړي چې الوتکه کینوي یابیرته مکمینویل ته ستانه شي.

موسوي دا هم وویل چې له مکمینویل څخه یې یو بل پیلوټ هم پورته کړی.

د راپور له مخې، د هوايي ټرافیک کنټرول ریکارډونه ښیي چې ښاغلي موسوي ځمکې ته د کښته کېدو په اړه دوه راپورونه ورکړي چې په هغه کې د اینډیپنډنس په کوچني هوايي ډګر کې د کیناستلو نیت هم شامل دی. هغه ځمکې ته د ښکته کېدو لپاره د بریښنایي کنټرول څراغونه هم فعال کړي وو.

په دې پېښه کې۳۵ کلن محمد حسین موسوي، ۳۵ کلن محمد بشیر صفدري او ۲۹ کلن علي جان فردوسي چې تېر پسرلي کې امریکا ته تللي وو، مړه شوي. د دوی کورنې په افغانستان کې په تمه دي چې امریکا ته انتقال شي.

یوه غیر انتفاعي اداره چې امریکا ته د افغانانو د لیږد په برخه کې فعاله ده ویلي چې دا درې تنه پیلوټان ​​د افغانستان د هوايي ځواک د پخوانیو پیلوټانو له جملې څخه وو چې کابل ته د طالبانو د ننوتلو پر مهال یې خپلې الوتکې د دې لپاره چې د طالبانو لاس ته ور نه شي تاجکستان ته انتقال کړې.

په اورګان کې ځایي ادارې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په دغه ایالت کې تر ۱۴۰۰ ډېر افغان کډوال مېشت شوي دي.

طالبان: ډېر ژر به د افغانستان په کونسلګریو کې د برېښنايي تذکرو وېش پیل شي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د طالبانو چارواکي وايي، ډېر ژر به په بهر کې مېشتو افغانانو ته د کونسلګرۍ له لارې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي. د دوی په خبره، په بهر کې د برېښنايي تدکرو وېش به د احصایې او معلوماتو ادارې په همکارۍ ترسره شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د هغو هېوادونو نومونه ياد نه کړل، چې د برېښنايي تذکرو وېش پکې پیلېږي.

پر افغانستان له شاوخوا دوه نيمو کلنو واک وروسته، د نړۍ هيڅ هېواد په کابل کې د طالبانو رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.

که څه هم د سېمي هېوادونو دغې ډلې ته اجازه ورکړې، چې د افغانستان د سياسي ادارو او کونسلګريو مديريت پر غاړه واخلي، خو په لوېديځو هېوادونو کې زياتره سفارتونه د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو له خوا کنټروليږي.

د طالبانو تر واک لاندی د افغانستان ملي راډيو ـ تلویزيون د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال رحمت الحق فاضل په کابل کې د کونسلګرۍ خدمتونو د تالار د پرانېستي په مراسېمو کې وويل، چې ډېر ژر به په کونسلګريو کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ بيا پيل شي.

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په ډیرو سیاسي ادارو کې د الکترونیکي تذکرو او پاسپورټونو ویش بند شو.

طالبان وايي د جمهوریت په وخت کې پر دولتي ادارو پاتې پورونه پرې کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د طالبان د مالیې وزارت وايي، د دې ډلې د ریاست الوزار د حکم له مخې د هغو قراردادي شرکتونو او اشخاصو پورونه ور کوي چې واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکې، پر پخوانیو دولتي ادارو پاتې دي. طالبان وايي، د دې چارې لپاره یې یوه کارډله جوړه کړې چې تراوسه یې د ۲۶ ادارو پورونه تثبیت کړي دي.

د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي:”له فتحې څخه مخکې پر دولتي ادارو د یو شمیر قراردادي شرکتونو،‌ حکمي او حقیقی اشخاصو د پاتې طلباتو، تضمیناتو، او تامیناتو ورکړه تائید شوې ده، چې د ملي بودجې له اصولنامې سره سم به یاد پورونه ورکړل شي.“

د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې د طالبانو له واک مخکې، د ډیر شمیر پروژو کارونه په مختلفو تدارکاتي پروسو کې نیمکړي باتې وو، د قراردادي شرکتونو حقوق نه وو ورکړل شوي او د ځینې کارکوونکو معاشونه هم نه وو اجرا شوي.

د طالبانو مالیې وزارت زیاتوي: «د دغو اشخاصو او قراردادي شرکتونو د غوښتنې پر بنسټ، پریکړه کړې چې د اجرا وړ طلباتو د ورکړې، او تضمیناتو او تامیناتو د ښه مدیریت په خاطر، یو سند ترتیب او په دې توګه د خصوصي سکتور ستونزو ته رسیدګي وکړي.»

د مالیې وزارت د اعلامیې له مخې، د طالبانو د کابیني له هدایت وروسته، د مالیې وزارت په ګډون، د بیلابیلو دولتي ادارو کارډله جوړه شوې ترڅو د دولتي ادارو پورونه تثبیت کړي.‌ تر اوسه دغې کارډلې د ۲۶ دولتي ادارو پورونه تثبیت کړي دي.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې دغو پورونو ورکړه به د ملي بودیجې له اصولنامې سره سم او د ریاست الوزرا د حکم پر اساس ترسره کیږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د پاتې ادارو پورونه به هم په راتلونکې کې تثبیت او د ورته تګلارې له مخې ورکړل شي.

د افغانستان پرځیدلي جمهوریت پر مهال، د یو شمیر قراردادي شرکتونو او هغه کسانو پیسې چې خپلې ځمکې یې بهرنیو ځواکونو ته د پوځي اډو د جوړولو لپاره ورکړې وې، د بهرنیو ځواکونو له خوا نه وې ورکړل شوې.

سره له دې چې دغو شرکتونو او وګړو په وار وار شکایتونه او عریضې کړې وې، خو د خپلو پیسو په لاسته راوړلو نه و توانیدلي.

په همدې حال کې، یو شمیر قراردادی شرکتونو هم له پخواني جمهوریته سر ټکاوه چې سره له دې چې خپلې پروژې یې بشپړې کړې دي، خو حکومت یې پیسې نه ورکوي.

دغه ستونزه به ډیر کله په حکومت کې دشته اداري فساد له امله رامنځ ته کیده.‌

د طالبانو د بنسټګر ملا عمر پر ژوند او کارنامو د لیکل شوي کتاب «ثالث عمر » مخکتنه وشوه

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۵ GMT+۰

طالبانو د جمعې په ورځ د ډلې بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد په ژوند او کارنامو د لیکلي کتاب د «ثالث عمر» مخکتنه وکړه. د کتاب د مخکتنې پرمهال د ملا عمر زوی او د طالبانو دفاع وزیر وویل چې په دغه کتاب کې دروغ نشته او د تاریخ لپاره ارزښتناک دی.

د ملا عمر د کتاب مخکتنې غونډه د طالبانو د تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون په تالار کې ترسره شوه.

د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان عمري چې اوس مهال د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر دی په خپله وینا کې وویل، چې ملا عمر افغانستان له تجزیې څخه وژغوره.

عمري په خپله وینا کې زیاتوي چې دملا عمر هغه څوک نه خوښېدل چې د د صفت به یې کاوه.

د ملا عمر ورور له طالب مشرانو غوښتنه وکړه چې په دغه کتاب عمل وکړی.

د ملا عمر په اړه لیکل شوی کتاب د یو طالب لیکوال عبدالستار سعید لخوا په ۵۴۳ پاڼو کې لیکل شوی دی.

دغه کتاب په پښتو، فارسي او عربو ژبو چاپ شوی دی.

ویل کیږي چې دا د ملا عمر په اړه لومړنی کتاب او لومړني لاس او منابعو په اساس لیکل شوی.

په دغه کتاب کې د ملا عمر د ژوند ډیرې ناویلې څرګندونې لیکل شوې دي.

د معلوماتو له مخې په دغه کتاب کې د ملا عمر له کورنۍ، نږدې ملګرو، د طالبانو له مشرانو او غړو روایتونه اخیستل شوي چې له ملا عمر سره یې د ژوند په بیلابیلو پړاوونو کې مخامخ اړیکې درلودې.

د جمهوریت پرمهال د څو ولایتونو والي حلیم فدايي په اېکس پاڼه کې د طالبانو د ډلې بنسټګر ملا عمر د کتاب پر عنوان نیوکه کړې ده.

فدایي لیکلي (د خلفای راشدینو دوره پای ته رسېدلې ده، او ملاعمر کوم راشد خلیفه او یا حتا بشپړ عالم هم نه وو. د قرآن په تفسیر اصلا نه وو خبر. د کلي یو عادي او ساده ملا و. هغه له حضرت عمر فاروق سره تشبیهه کول، د ټولو صحابه وو توهین دی. ترڅنګ یې چې د طالب اوسني کړنې صحابه وو ته منسوبې کړو، نو په ټول اسلام مو خلک بد ګمان کړل)

طالبان ملګرو ملتونو ته: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتيا نشته

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پروني پرېکړه لیک د تصویب په اړه خواشني ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان لپاره د استازي ګمارلو ته اړتيا نشته. دغه وزارت زیاتوي چې د افغانستان لپاره د یوناما په فعال شتون کې اضافی استازي ګمارل ناضروري چاره ده.

د طالبانو په دې اعلامیه کې ويل شوي، چې ځانګړي استازي د شخړو د حل پر ځای په سېمه کې د وضعت خرابولو هڅې کوي. « ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نژدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده اواره کړې، بلکې د پرديو نسخو د عملي کولو له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په دې اعلاميه کې ويل شوې، چې دوی د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د پياوړتيا او مثبتو هڅو هرکلی کوي او غوښتنه کوې، چې د افغانستان واقعتونو ته په کتو دې پرېکړې وشي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون د روسيې او چين له خوا په دوو ممتنعو او ۱۳ موافقو رايو سره نوی پرېکړه لیک تصويب کړ.

په پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتل شوي، چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

ځانګړى استازى به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د تعامل او دغه راز په دغه هېواد کې د ښکېلو سياسي لوبغاړو د همغږي کولو مسوليت ولري.

د پخوانیو چارواکو غبرګونونه

د افغانستان په هکله ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه لیک ته افغان سياسيتوالو بېلا ـ بېل غبرګون ښودل دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصير احمد فايق پر اېکس پاڼه ليکلي؛ « موږ د سولې د ټينګښت، په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بيا يو ځای کولو او د افغان ښځو د ځواکمنتيا په برخه کې ستاسو د ژمنو ستاينه کوو»

د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د امنيت شورا دا پرېکړه لیک کمزوری وبلی او ویې ويل، چې دا پرېکړه لیک په افغانستان کې د بحران قوي حل لاره نه لري.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل د امنيت شورا د پرېکړه ليک د قوي او کمزورو ټکو د روښانولو پر مهال وويل، چې « د بشري حقونو او ښځينه کارپوهانو په شتون کې» د ځانګړې استازي د ټاکلو غوښتنه سېمې ته د ژمنتيا ښودلو په مانا دي.

په بلجيم کې د پخواني حکومت سفير نظيف الله سالارزي ددغه پرېکړه لیک هرکلی کړی او وايي، چې له دوو کلنو وروسته نړیواله ټولنه هڅه کوې، چې د افغانستان په موضوع کې همږغي ولري؛ خو د هغه په وينا په پرېکړه ليک کې ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره لا هم اوږده لاره پاتې ده.