په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصير احمد فايق پر اېکس پاڼه ليکلي؛ « موږ د سولې د ټينګښت، په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بيا يو ځای کولو او د افغان ښځو د ځواکمنتيا په برخه کې ستاسو د ژمنو ستاينه کوو»
د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د امنيت شورا دا پرېکړه لیک کمزوری وبلی او ویې ويل، چې دا پرېکړه لیک په افغانستان کې د بحران قوي حل لاره نه لري.
هغه وويل، چې افغانان بايد د د افغانستان د راتلونکې لپاره ورسره جوړجاړی وکړي.
د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري وايي، له طالبانو سره خبرو تر اوسه کومه مثبته پایله نه ده لرلې.
هغه په ایک کې لیکلي: « په وروستيو کلونو کې له ترهګرې ډلې طالبانو سره د تعامل يوه کچه هم نه ده توانېدلې، چې مثبتې نتيجې ته ورسېږي»
هغه وپوښتل، چې که طالبان د افغانستان واقعیتونه او د خلګو غوښتنې بابېزه ګڼې، نو ايا یوه ارزونه او پرېکړه ليک به څنګه تاثير ولري؟
ښاغلي نظري وويل، پر طالبانو له داخلي او بهرني فشار او د دې ډلې له بشپړي انزوا پرته د يوه سوله ييز او ديموکراتیک افغانستان پر لور تګ به يو خوب او خيال پاته کېږي.
د پخواني افغان حکومت د سولې وزارت پخواني مرستیال عبدالله جنجانی دغه پرېکړه لیک د افغانستان د خلګو لپاره يوه ضربه بللې ده.
د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل د امنيت شورا د پرېکړه ليک د قوي او کمزورو ټکو د روښانولو پر مهال وويل، چې « د بشري حقونو او ښځينه کارپوهانو په شتون کې» د ځانګړې استازي د ټاکلو غوښتنه سېمې ته د ژمنتيا ښودلو په مانا دي.
په ورته وخت کې هغه وویل، چې د یوناما او ځانګړي استازي د اړیکو اړوند د پریکړه لیک کلمه کیدای شي د دندو او د منابعو د ضایع کېدو او د نړیوالو مرستو د اغیزمنولو لامل شي.
په بلجيم کې د پخواني حکومت سفير نظيف الله سالارزي ددغه پرېکړه لیک هرکلی کړی او وايي، چې له دوو کلنو وروسته نړیواله ټولنه هڅه کوې، چې د افغانستان په موضوع کې همږغي ولري؛ خو د هغه په وينا په پرېکړه ليک کې ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره لا هم اوږده لاره پاتې ده.
د افغانستان په اړه د امنيت شورا نوی پرېکړه ليک، چې د روسيې او چين په ممتنع رايو تصويب شو، په ټولنيزو رسنيو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د جمعې په ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پریکړه لیک تصویب کړ، چې په کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې.
ځانګړى استازى به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د تعامل او دغه راز په دغه هېواد کې د ښکېلو سياسي لوبغاړو د همغږي کولو مسوليت ولري.