• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: هغو رسنیو ته سزا ورکول «طبیعي» ده چې زموږ د ملي ګټو خلاف کار کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۹ GMT+۰

د طالبانو وياند وايي، چې د خبريالانو له حقونو د سرغړونې د ۱۶۸ قضيو په اړه د افغانستان د خبريالانو د مرکز راپور نه تاييدوي. ذبيح الله مجاهد وايي: "هغه رسنۍ چې جدي سرغړونې يې کړې، له کوم لوري يې امرونه ترلاسه کړي او زموږ د ملي ګټو پر ضد يې فعاليتونه وکړي، طبيعي ده چې مجازات شي."

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د افغانستان له ملي راډیو سره په مرکه کې د طالبانو تر واک لاندې ځینې رسنۍ له «بهرنیو کړیو» سره په همکارۍ تورنې کړې.

د افغان خبریالانو مرکز د جمعې په ورځ د جدي ۸مه اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو له حقونو د سرغړونې لږ تر لږه ۱۶۸ قضیې ثبت کړې دي.

دغه سازمان د خبریالانو د نیولو، تهدیدولو، او ځپلو اصلي عاملین د طالبانو استخبارات او د امربلمعروف وزارت ګڼلي دي.

ذبيح الله مجاهد د افغانستان د خبريالانو د مرکز راپور رد کړ او ويې ويل: "نيول او زندان د لنډ وخت لپاره و او د دولت له خوا خبريالانو ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى."

ښاغلي مجاهد وویل: ځینې وختونه خبریالان د "قانوني او حتا جنایي" مسایلو له امله زنداني کیږي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان يوې راډيو غوښتل د "بهرنیو کړیو" په غوښتنه په مستقيم ډول خپرونې وکړي، خو طالبانو يې د فعاليت مخه ونيوله او اوس يې مخه نيول شوې ده.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د شمېرو له مخې، په روان کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه يو خبريال وژل شوى او ١٩ نور خبريالان ټپيان شوي دي.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو له خوا افغان رسنیو ته لږ تر لږه ۱۴ لارښوونې شوې، چې ځینې یې په ۲۰۲۳ کال کې چمتو او تالیف شوې دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې هغه خبريالان چې د طالبانو په امر يې سترګې پټې کړې، ګواښل شوي او يا هم بنديان شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ملي تلویزیون کې په ویاندانو او خبریالانو خولۍ او لونګۍ پر سر کول جبري کړل

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۸ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو د ملي تلویزیون پر ویاندانو او خبریالانو خولۍ او لونګۍ پر سر کول جبري کړل. دوی زیاتوي، د ملي تلویزیون ادارې ته له کندهار څخه د ملا هبت الله اخوندزاده دفتر ویلي، چې د خبرونو او خپرونو ساز ډوله زګنالونه هم لرې کړي.

سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت د ملي ټلویزیون پر ټولو برخو ګرځیدلی او ټولو کارکونکو ته یې ویلي چې له دې وروسته هیڅوک د ټلویزیون پر سکرین له خولۍ او لونګۍ پرته ښکاره نشي.

یو بل سند چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړی، په کې راغلي چې له کندهار څخه د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله دفتر امربلمعروف وزارت ته ویلي چې مشرتابه نیوکه کړې ده چې ملي ټلویزیون کې د خبرونو په سر ، منځ او اخر کې سرود«زگنالونه» غږیږي او دا لرې کړی.

د سند له مخې د طالبانو امر بالمعروف وزارت د ملا هبت الله د دفتر شکایت د ملي ټلویزیون مشر قاري یوسف احمدي ته رسولی دی.

قاري یوسف احمدي د ملي ټلویزیون له نورو مسوولینو د دې شکایت د څیړلو غوښتنه کړې ده.

قاري‌یوسف احمدي یوه پیغام کې د دې ادارې کارکوونکو ته وايي: «امر بالمعروف وزیر صیب څه دغه کړی و چې له کندهار څخه د مشرتابه دفتر څخه وویل شول چې د ملي ټلویزیون د خبرونو سر منځهاو اخر کې سرود غږیږي، وایي که داسې وي باید نور بند شي.»

په دغه سند کې ویل شوی چې امربالمعروف وزارت غواړي دا مسله له نژدې څخه وڅیړی.

که څه هم طالبانو په رسنیو کې موسیقي بنده کړې ده خو دغې ډلې هغو زیگنالونو په بندلو پسې هم راخیستې چې ددغې ډلې تر کنټرول لاندې رسنیو ترڅنک په خصوصي رسنیو کې اوس هم د خبرونو او خپرونو د پیل پرمهال خپریږي.

د سرچینو په حواله د ملا هبت الله دفتر له شکایت څخه وروسته د ملي ټلویزیون د خبرونو او خپرونو ټولو زیګنالونو کې ساز او سرود لرې شوي او پرځای یې د طالبانو د ترانو غږونه خپرېږي.

د دې معلوماتو ترلاسه کولو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون د خبرونو سوریسونه ولیدل چې ویاندیانو خولۍ پر سر کړې دي.

100%

طالبان چې بیا واک ته رسېدو سره یې د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار ګام پر ګام بندیز لګولی، د ملي ټلویزیون کې کارکوونکې یې هم له دندو لرې کړې.

دې ډلې په افغانستان کې ټولې دولتي او خصوصي رسنۍ سناسور کړې او د بیان ازداۍ باندې یې سخت محدودیتونه لګولي چې له امله یې تر نیمايي ډېرې رسنۍ تړل شوې دي.

طالبان په مرکز کابل او ولایتونو کې هم وخت ناوخت خبریالان بندیانوي او ان د دوی د شکنجې تورنه هم پرې لګول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون وویل، روان میلادي کال کې یې چې دوو ورځو کې پای ته رسېږي د خبریالانو د حقونو د نقض ۱۶۸ پېښې ثبت کړې دي.

په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، «کومې رسنۍ چې د ملي ګټو خلاف وي، هرو مرو به تنبیه کېږي.»

طالبانو ننګرهار کې د بېلابيلو جرمنو په تور د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۴۴۷ کسان نيولي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۷ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مسولين وایي، په دې ولایت کې یې په تېرو لسو مياشتو کې د بېلا ـ بيلو جرمنو په تور ۱۴۴۷ کسان نيولي، چې ۳۶ ښځې هم پکې دي. د طالب مسولينو په خبره، په نيول شويو کسانو کې ډېری يې په جنايي جرمونو تورن دي.

د ننګرهار د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وایې، چې په تېرو لسو مياشتو کې يې د جنايي جرمنو ۵۷۶، د نشه يي توکو د مخنيوي د سرغړوني ۲۲۴ او ۱۰۰ ترافيکي پيښې ثبت کړې دي.

د زابلي په خبره، د جنایي جرمونو په تور يې د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۱۳۱ کسان نيولي، چې په زنا، لواطت، فرېب، قتل، قاچاق او انسان تښتونې په ګډون په بېلابېلو جرمونو تورن او عدلي او قضايې ارګانونو ته سپارل شوي دي.

طالبان دا هم وايي چې تېرو لسو میاشتو کې په ننګرهار کې د ترافيکي پېښو پرمهال ۶۹ کسان مړه شوي او ۱۵۵ کسان نور ټپيان شوي دي.

امام علي رحمان: تاجکستان د افغانستان او فلسطین له روانو حالاتو ډېر اندېښمن دی

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ددغه هېواد پارلمان ته په وينا کې د افغانستان، منځني ختيځ او فلسطين کې د روانو حالاتو په اړه «سخته» اندېښنه وښوده. ښاغلي رحمان له نړیوالي ټولنې وغوښتل، چې په هېوادونو کې دې شخړې او ناامني د خبرو او ناستو له لارې حل کړي.

امام علي رحمان په دې وروستيو کې د تاجکستان ولسي جرګې ته د خپل هېواد د کورني او بهرني سياست په اړه ونيا وکړه، چې د دې وينا د متن يوه کاپي د تاجکستان د ولسمشرۍ په ویبپاڼه کې هم خپره شوې ده.

ښاغلي رحمان په خپله وينا کې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته د افغانستان پر روان وضعت اندېښنه وښوده.

نوموړي په تېرو دوو کلنو کې په سیمه ييزو او نړیوالو غونډو کې ټينګار کړی، چې باید په افغانستان کې « د ټولو قومونو ګډ، ديموکراتیک او ټول شموله حکومت» جوړ شي.

دوشنبه د وسلو، نشه يي توکو قاچاق او له افغانستان څخه تاجکستان او منځنۍ اسيا ته د افراطیانو د نفوذ هڅې، نوري اندېښنې يادوي.

امام علی رحمان ټينګار وکړ، چې تاجکستان له ټولو سېمه ييزو او نړیوالو سازمانونو سره لکه: ملګري ملتونه، د همګټو خپلواک هېوادونه، د شانګهای همکارۍ سازمان، د اسلامي همکاريو سازمان، د اقتصادي همکاريو سازمان، د ټولیز امنیت تړون سازمان، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان او نوري ادارې د ستونزو په حل کې همکاري کوي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وويل، چې تاجکستان په نژدې راتلونکې کې غواړي، چې په سيمه ييزه او نړیواله سطحه ترانزيټي پروژې عملي کړي.

د مام علي رحمان په خبره، له دغو پروژو څخه يوه هم د چين ـ تاجکستان ـ افغانستان ترانزيټي اقتصادي دهلېز دی، چې په نژدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو د کابینې غړی: مدرسو کې دې جهادي مفکورې او نظامي مهارتونه هم تدریس شي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي، مدرسې باید یوازې د دیني مسایلو تر تدریس پورې محدودې نه شي. حقاني د پکتیا په یوه جهادي مدرسه کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په مدرسه کې باید پر دیني زدکړو سربېره جهادي او نظامي فکرونه هم تدریس شي.

د طالبانو د کابینې دغه غړي د جهادي افکارو او دیني مهارتونو د زدکړې موخه د "اسلام او هیواد" د دفاع لپاره د زدکوونکو چمتو کول ګڼلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د جدي په ٩مه، خبر ورکړ چې خليل الرحمن حقاني په دې غونډه کې وويل چې طالبان به اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته بل نظام رامنځته شي.

نوموړي د پکتيا د يوې جهادي مدرسې د زدکوونکو د فراغت په مراسمو کې د وينا پر مهال زياته کړه، چې د مدرسو او جوماتونو پراختيا د هر چا دنده ده.

د طالبانو د مهاجرت وزیر غوښتنه وکړه چې په لرې پرتو کلیو کې دیني مدرسې جوړې شي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه جوماتونه او مدرسې جوړ کړی دي.

پر دې سربېره د طالبانو د پوهنې وزارت د انستیتیوتونو او ښوونځیو په ګډون ډېر ښوونیز مرکزونه په جهادي مدرسو بدل کړي دي.

د تخار دولتي تخنیکي او مسلکي انستیتوت، په خوست ولایت کې د عبدالحی حبیبي لیسه، په کندهار کې تخنیکي لیسه، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د ببرک خان ځدراڼ عالي لېسه، په مزار شریف ښار کې د میترا خصوصي تلویزیون ودانۍ، په هرات کې د ښوونکو د روزنې انستیتوت او سمنګان د هغو له جملې څخه دی چې په جهادي مدرسو بدل شوی دی.

د ۱۴۰۱ کال د جوزا په میاشت کې طالبانو د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده ته منسوب یو پیغام خپور کړ چې په کې ویل شوي وو چې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې باید دیني مدرسې جوړې شي.
​

چمن کې پرلت‌وال: سر له سبا به د خپل اعتراض په لړ کې په بلوچستان کې ټولیز کار بندیز پیل کړو

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۷ GMT+۰

دا اعتراض نږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د ډیورنډ لیکې په دواړو خواو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورټ د جبري کولو پر ضد پیل شوی و، چې نن یې ۷۳مه ورځ ده.

پرلت‌وال وايي، چې د بلوچستان د مخکښو سیاست‌والو په منځګړیتوب یې تر اوسه د حکومت وروستۍ پرېکړې ته تمه لرله؛ خو په وینا یې حکومت په ظاهره دوی ته وايي، چې غوښتنې یې عملي کېږي.

دوی وایي، ښکاري داسې چې حکومت چمتو نه دی د دوی دغو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د دغه پرلت یو ګډونوال مولوي عبدالمنان وايي، تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوي دوی به دغه پرلت ته دوام ورکوي.

هغه وایي:« موږ ته د عوامي نشنل پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي او نور سیاستوال هم راغلي وو او را ته یې ویلي وو، چې زموږ غوښتنې به له مرکزي حکومت سره شریکې کړي او زموږ غوښتنې به ومنل شي؛ خو تر اوسه دغو خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.»
د پرلت یو بل ګډونوال او د سوداګرو د ټولنې مشر صادق خان اڅکزی وايي:« موږ به سبا او د نوي کال په لومړۍ ورځ عمومی اعتراض کوو، موږ پخوا په تېرو دوه نیمو میاشتو کې داسې ستر اعتراضونه نه کول او هیله مو دا وه، چې زموږ غوښتنې به منل کېږي؛ خو موږ یې اړ کړي یو، پر موږ یې روزګار بند کړی او موږ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له پاره هک حیران یو.»
دغه پرلت‌وال وایي، سر له سبا یې پرېکړه کړې چې له چمن څخه نیولې بیا د بلوچستان تر نورو سیمو به خپل اعتراضي غونډې پراخوي او په ګڼو ښارونو کې به کاربندیز اعلانوي، له هغې وروسته به د کوژک په غره کې لویه لاره هم وتړي.
همدا اوس هم د چمن سپین بولدک لاره د ټرانزیټ له پاره تړل شوې او د لیکې دواړو خواوو کې شته دوکانونه او مارکیټونه تړل شوي دي.
ګڼ پرلت کوونکي وايي، له هغه مهاله چې پاکستان پر چمن او سپین بولدک ته د تلونکو کاروباریانو د تګ راتګ له پاره د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړي، د دوی ټولو کاروبار ورسره زیانمن شوی او له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
یو شمېر پرلت‌وال بیا د کرښې په هغې غاړې پر افغانانو غږ کوي، چې هغوی دې هم ورته اعتراضونه پیل کړي؛ خو ښکاري داسې چې د سپین بولدک اوسېدونکي د طالبانو له وېرې دغه کار ته زړه نه شي ښه کولای.