• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کابینې غړی: مدرسو کې دې جهادي مفکورې او نظامي مهارتونه هم تدریس شي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي، مدرسې باید یوازې د دیني مسایلو تر تدریس پورې محدودې نه شي. حقاني د پکتیا په یوه جهادي مدرسه کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په مدرسه کې باید پر دیني زدکړو سربېره جهادي او نظامي فکرونه هم تدریس شي.

د طالبانو د کابینې دغه غړي د جهادي افکارو او دیني مهارتونو د زدکړې موخه د "اسلام او هیواد" د دفاع لپاره د زدکوونکو چمتو کول ګڼلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د جدي په ٩مه، خبر ورکړ چې خليل الرحمن حقاني په دې غونډه کې وويل چې طالبان به اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته بل نظام رامنځته شي.

نوموړي د پکتيا د يوې جهادي مدرسې د زدکوونکو د فراغت په مراسمو کې د وينا پر مهال زياته کړه، چې د مدرسو او جوماتونو پراختيا د هر چا دنده ده.

د طالبانو د مهاجرت وزیر غوښتنه وکړه چې په لرې پرتو کلیو کې دیني مدرسې جوړې شي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه جوماتونه او مدرسې جوړ کړی دي.

پر دې سربېره د طالبانو د پوهنې وزارت د انستیتیوتونو او ښوونځیو په ګډون ډېر ښوونیز مرکزونه په جهادي مدرسو بدل کړي دي.

د تخار دولتي تخنیکي او مسلکي انستیتوت، په خوست ولایت کې د عبدالحی حبیبي لیسه، په کندهار کې تخنیکي لیسه، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د ببرک خان ځدراڼ عالي لېسه، په مزار شریف ښار کې د میترا خصوصي تلویزیون ودانۍ، په هرات کې د ښوونکو د روزنې انستیتوت او سمنګان د هغو له جملې څخه دی چې په جهادي مدرسو بدل شوی دی.

د ۱۴۰۱ کال د جوزا په میاشت کې طالبانو د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده ته منسوب یو پیغام خپور کړ چې په کې ویل شوي وو چې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې باید دیني مدرسې جوړې شي.
​

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

چمن کې پرلت‌وال: سر له سبا به د خپل اعتراض په لړ کې په بلوچستان کې ټولیز کار بندیز پیل کړو

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۷ GMT+۰

دا اعتراض نږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د ډیورنډ لیکې په دواړو خواو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورټ د جبري کولو پر ضد پیل شوی و، چې نن یې ۷۳مه ورځ ده.

پرلت‌وال وايي، چې د بلوچستان د مخکښو سیاست‌والو په منځګړیتوب یې تر اوسه د حکومت وروستۍ پرېکړې ته تمه لرله؛ خو په وینا یې حکومت په ظاهره دوی ته وايي، چې غوښتنې یې عملي کېږي.

دوی وایي، ښکاري داسې چې حکومت چمتو نه دی د دوی دغو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د دغه پرلت یو ګډونوال مولوي عبدالمنان وايي، تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوي دوی به دغه پرلت ته دوام ورکوي.

هغه وایي:« موږ ته د عوامي نشنل پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي او نور سیاستوال هم راغلي وو او را ته یې ویلي وو، چې زموږ غوښتنې به له مرکزي حکومت سره شریکې کړي او زموږ غوښتنې به ومنل شي؛ خو تر اوسه دغو خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.»
د پرلت یو بل ګډونوال او د سوداګرو د ټولنې مشر صادق خان اڅکزی وايي:« موږ به سبا او د نوي کال په لومړۍ ورځ عمومی اعتراض کوو، موږ پخوا په تېرو دوه نیمو میاشتو کې داسې ستر اعتراضونه نه کول او هیله مو دا وه، چې زموږ غوښتنې به منل کېږي؛ خو موږ یې اړ کړي یو، پر موږ یې روزګار بند کړی او موږ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له پاره هک حیران یو.»
دغه پرلت‌وال وایي، سر له سبا یې پرېکړه کړې چې له چمن څخه نیولې بیا د بلوچستان تر نورو سیمو به خپل اعتراضي غونډې پراخوي او په ګڼو ښارونو کې به کاربندیز اعلانوي، له هغې وروسته به د کوژک په غره کې لویه لاره هم وتړي.
همدا اوس هم د چمن سپین بولدک لاره د ټرانزیټ له پاره تړل شوې او د لیکې دواړو خواوو کې شته دوکانونه او مارکیټونه تړل شوي دي.
ګڼ پرلت کوونکي وايي، له هغه مهاله چې پاکستان پر چمن او سپین بولدک ته د تلونکو کاروباریانو د تګ راتګ له پاره د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړي، د دوی ټولو کاروبار ورسره زیانمن شوی او له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
یو شمېر پرلت‌وال بیا د کرښې په هغې غاړې پر افغانانو غږ کوي، چې هغوی دې هم ورته اعتراضونه پیل کړي؛ خو ښکاري داسې چې د سپین بولدک اوسېدونکي د طالبانو له وېرې دغه کار ته زړه نه شي ښه کولای.

روسیه:د طالبانو له هوکړې پرته د ځانکړي استازي په اړه د ملګرو ملتونو له پرېکړې ملاتړ نه کوو

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۱ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازولۍ د امنیت شورا د پرېکړه لیک په تړاو د ممتنع رایې د کارولو په اړه توضیحات ورکړل. روسي استازې ویلي، تر هغې چې د افغانستان په اړه د ځانګړي استازي ټاکنه د طالبانو له‌خوا نه وي تایید شوي، له هغې ملاتړ نه شو کولای.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیالې استازي انا اوستیګنیوا په یوې اعلامیې کې ویلي، تر ډېره د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي استازي د ګومارنې نظریه د دغه هېواد په اړه د سیمه‌ییزو لوبغاړو د غوښتنو څرګندونه کوي.

نوموړې ویلي د دغې مسودې له موادو هرکلی کوي، چې له مخې یې د اوسني حالت او طالبانو سره د تعامل په زیاتوالي چمتو شوي؛ خو توصیې او لارښونې باید په زغم او د طالبانو سره په سلا مشورو ترسره او خبرې پرې وشي.

د روسیې د استازي مرستیالې ویلي، د نورو په خوښه په افغانستان کې پیل شوي بهیرونه که د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې هم ترسره کېږي، پایله یې معکوسه وي.

هغې زیاته کړه:« هوښیاره ارزونه دا ده، چې د روان وضعیت په اړه د طالبانو غبرګون ته پاملرنه وشي.»

مېرمن اوستیګنیوا ټینګار کړی، افغانستان هغه مهال له کړکېچه راوتی شي چې د طالب چارواکو سره منظمې خبرې اترې وشي او لویدیځ مرسته کوونکي دې هم د معمولو لفاظیو رابهر شي او د بشري مرستو په چارو کې دې لاس وهنه نه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شنبې په ورځ د مرغومي په اتمه د افغانستان په اړه پریېکړه لیک تصویب کړ، چې روسیې او چین یې پر وړاندې ممتنع رایه وکاروله.


دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو له سرمنشی غوښتي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې دې یو ځانګړی استازی وګوماري.

ایرانی چارواکی: له ۶۰ زرو ډیر افغان کډوال په یوه میاشت کې هېواد ته ستانه شول

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې،‌ د خراسان رضوي سرحدي ځواکونو قومندان سردار مجید شجاع ویلي، په ایران کې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني شتون د مخنیوي لپاره، سرحدي ځواکونو او پولیسو تیره یوه میاشت کې ۶۰ زره ۳۸۰ بې اسناده افغانان خپل هیواد ته ستانه کړي دي.

شجاع ویلي چې دغه افغان کډوال یې د هرات له اسلام کلا ګمرک اړولي او طالبانو يه یې سپارلي دي.

نوموړي ویلي چې بهرني وګړي باید په قانوني توګه ایران ته ورشي او د ویزې د ختمیدو تر مخه باید د دغه هیواد له خاورې ووځي.‌

په تېرو څو میاشتو کې له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو د کره شمېر په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا پنځه سوه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.


افغان ملي لوبډلې امارت مات کړل، خو ۱۹ کلنو له هند ماته وخوړه

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملی لوبډلې د شل اوره لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد متحده عربي اماراتو ته د ۷۲ منډو په توپیر ماته ورکړه. له بلې خوا په سوېلي افریقا کې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې له سیالې هندۍ لوبډلې ماتې وخوړه.

په شارجه لوبغالي کې د اماراتو لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.

عربي متحده امارات د ټولو اورونو په ختمیدو او ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۳۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغانستان دویمه لوبه د روانې میاشتې په ۳۱مه او وروستۍ لوبه به د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه ترسره شي.

بلخوا، د افغانستان، هند او سویلي افریقا له ۱۹ کلنو کمعمره کرېکټ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبلړۍ چې نن د هند او افغانستان په لوبه پیل شوه، افغان ۱۹ لوبډلې پکې ماتې وخوړه.
د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ۴۸.۲ اورو کې د لسو لوبغاړو په زیان سره د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه. د هند لوبډلې په ۳۶.۴ اورو کې په ۶ ویکټو دا هدف ترلاسه کړ.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې دویمه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه له سویلي افریقا سره ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه نوی پریکړه لیک تصویب کړ

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه یو نوی پریکړه لیک تصویب کړ. دغه پریکړه لیک د روسیې او چین له خوا په دوو ممتنعو او ۱۳ موافقو رایو سره تصویب شو. دغه پریکړه لیک د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه وغوښتل چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید د امنیت شورا، افغان سیاسي لوبغاړو، طالب چارواکو، افغان مېرمنو، مدني ټولنې او همدارنګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په مشوره یو نوی استازی وټاکي.

د دې پریکړه لیک له مخې، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو د پلي کولو په برخه کې کار وکړي، همداراز د بشري حقونو او جنسیتي مسلو په برخه کې قوي تخصص ولري.

د جاپان او متحده عربي اماراتو په وړانديز شوي پرېکړه ليک کې د امنيت شورا له غړو هېوادونو او د افغانستان په مسله کې له ښکېلو نورو سازمانونو او هېوادونو غوښتل شوي چې د دې وړانديزونو په عملي کولو کې همکاري وکړي.

په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې د دې وړاندیزونو د تعقیب هدف باید یو سوله ییز افغانستان وي چې په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم وي او نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.

دغه پريکړه ليک په افغان ټولنه کې د ښځو په اساسي رول باندې په ټينګار سره په ټولنه کې د ښځو د بشپړ، برابر، بامعنا او خوندي ونډې پر اهميت هم ټينګار کوي.

دغه پریکړه لیک د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړږ استازو راتلونکې غونډې لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پریکړې هرکلی وکړ چې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې په دوحه کې جوړه شوې وه.

د اپریل په میاشت کې، ملګرو ملتونو د ترکیې ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې مسوول وټاکه او له هغه یې غوښتي و، چې په نومبر میاشت کې خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د نومبر په نهمه امنیت شورا ته په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې راپور وړاندې کړ.

نوموړي په خپل راپور کې ویلي و، د نړیوالو مکلفیتونو مراعات او د یوه جامع اساسي قانون د جوړولو د پروسې پیل به له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د عادي کېدو لامل شي.

د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي په خپل راپور کې، دا وړاندیزونه کړي: د افغانانو اړتیاوو ته د رسیدو لپاره د یو لړ اقداماتو ترسره کول، هغه مسایلو ته پاملرنه چې د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات اغیز کوي، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره یوه لار نقشه او د خپلو نړیوالو ژمنو پلي کول او د ملګرو ملتونو د همغږو سپارښتونو عملي کولو لپاره د همغږۍ او نظارت میکانیزمونه رامینځته کول.