ایرانی چارواکی: له ۶۰ زرو ډیر افغان کډوال په یوه میاشت کې هېواد ته ستانه شول

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، د خراسان رضوي سرحدي ځواکونو قومندان سردار مجید شجاع ویلي، په ایران کې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني شتون د مخنیوي لپاره، سرحدي ځواکونو او پولیسو تیره یوه میاشت کې ۶۰ زره ۳۸۰ بې اسناده افغانان خپل هیواد ته ستانه کړي دي.