• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ملي لوبډلې امارت مات کړل، خو ۱۹ کلنو له هند ماته وخوړه

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملی لوبډلې د شل اوره لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد متحده عربي اماراتو ته د ۷۲ منډو په توپیر ماته ورکړه. له بلې خوا په سوېلي افریقا کې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې له سیالې هندۍ لوبډلې ماتې وخوړه.

په شارجه لوبغالي کې د اماراتو لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.

عربي متحده امارات د ټولو اورونو په ختمیدو او ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۳۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغانستان دویمه لوبه د روانې میاشتې په ۳۱مه او وروستۍ لوبه به د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه ترسره شي.

بلخوا، د افغانستان، هند او سویلي افریقا له ۱۹ کلنو کمعمره کرېکټ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبلړۍ چې نن د هند او افغانستان په لوبه پیل شوه، افغان ۱۹ لوبډلې پکې ماتې وخوړه.
د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ۴۸.۲ اورو کې د لسو لوبغاړو په زیان سره د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه. د هند لوبډلې په ۳۶.۴ اورو کې په ۶ ویکټو دا هدف ترلاسه کړ.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې دویمه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه له سویلي افریقا سره ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه نوی پریکړه لیک تصویب کړ

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه یو نوی پریکړه لیک تصویب کړ. دغه پریکړه لیک د روسیې او چین له خوا په دوو ممتنعو او ۱۳ موافقو رایو سره تصویب شو. دغه پریکړه لیک د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه وغوښتل چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید د امنیت شورا، افغان سیاسي لوبغاړو، طالب چارواکو، افغان مېرمنو، مدني ټولنې او همدارنګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په مشوره یو نوی استازی وټاکي.

د دې پریکړه لیک له مخې، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو د پلي کولو په برخه کې کار وکړي، همداراز د بشري حقونو او جنسیتي مسلو په برخه کې قوي تخصص ولري.

د جاپان او متحده عربي اماراتو په وړانديز شوي پرېکړه ليک کې د امنيت شورا له غړو هېوادونو او د افغانستان په مسله کې له ښکېلو نورو سازمانونو او هېوادونو غوښتل شوي چې د دې وړانديزونو په عملي کولو کې همکاري وکړي.

په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې د دې وړاندیزونو د تعقیب هدف باید یو سوله ییز افغانستان وي چې په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم وي او نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.

دغه پريکړه ليک په افغان ټولنه کې د ښځو په اساسي رول باندې په ټينګار سره په ټولنه کې د ښځو د بشپړ، برابر، بامعنا او خوندي ونډې پر اهميت هم ټينګار کوي.

دغه پریکړه لیک د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د سفیرانو او ځانګړږ استازو راتلونکې غونډې لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پریکړې هرکلی وکړ چې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې په دوحه کې جوړه شوې وه.

د اپریل په میاشت کې، ملګرو ملتونو د ترکیې ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې مسوول وټاکه او له هغه یې غوښتي و، چې په نومبر میاشت کې خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د نومبر په نهمه امنیت شورا ته په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې راپور وړاندې کړ.

نوموړي په خپل راپور کې ویلي و، د نړیوالو مکلفیتونو مراعات او د یوه جامع اساسي قانون د جوړولو د پروسې پیل به له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د عادي کېدو لامل شي.

د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي په خپل راپور کې، دا وړاندیزونه کړي: د افغانانو اړتیاوو ته د رسیدو لپاره د یو لړ اقداماتو ترسره کول، هغه مسایلو ته پاملرنه چې د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات اغیز کوي، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره یوه لار نقشه او د خپلو نړیوالو ژمنو پلي کول او د ملګرو ملتونو د همغږو سپارښتونو عملي کولو لپاره د همغږۍ او نظارت میکانیزمونه رامینځته کول.

طالبانو د ازبکستان پر تجارتي توکو ټول محدودیتونه لرې کړل

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، طالبانو د دغه هیواد له لارې د ازبکستان پر تجارتي توکو او باري موټرو ټول محدودیتونه لرې کړي دي.‌

د ازبکستان ترینډ خبري اژانس لیکي چې دغه هوکړه په تاشکند کې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکوموف او د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند د سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده ترمنځ له خبرو وروسته لاسلیک شوې ده.

د ازبکستان د ترانسپورت وزارت په وینا، دواړه لوري به د ۲۰۲۴ کال له پیله د حق العبور ثابتې تعرفې د دواړو هیوادونو د باروړونکو موټرو لپاره وټاکي.‌

دې ازبک رسنۍ دا نه دي ویلي چې دا لیدنه او تړون کله شوی دی. طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د افغانستان، ازبکستان او پاکستاني چارواکو د ترمیز- مزار شریف – کابل – پیښور ریل پټلۍ د جوړولو لپاره د کاري پلان په جوړولو موافقه کړې وه.

د پروژې د برخوالو د محاسبې له مخې، په دغه ریل پټلۍ به نږدې ۵ میلیارده ډالرو لګښت راځي چې د میلیونو ټنو توکو د ترانسپورت ظرفیت به لري او د اروپا او روسیې په ګډون ازبکستان، افغانستان او پاکستان به سره ونښلوي.

د روسيې استازی: مسکو د منع شويو ډلو له ليست د طالبانو د لرې کولو اراده نه لري

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د روسيې استازي د قزاقستان هغې پرېکړې ته غبرګون وښود، چې د طالبانو نوم يې د منع شويو ډلو له لېست ايستلی دی. ضمير کابلوف ويلي، مسکو د قزاقستان پرېکړي ته درناوی لري، خو دوی تر اوسه له دې ليست د طالبانو د ايستلو پرېکړه نه ده کړې او نه يې هم په دې اړه خبرې کړې دي.

د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له لیست د طالبانو د نوم نه ایستل د دې ډلې د حکومت د راتلونکې لپاره یو برخلیک ټاکونکی ګام دی.

ځکه مسکو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دایمي غړیتوب سره د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو پر پرېکړو اغېز کولی شي.

په دې وروستيو کې د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعلان وکړ، چې دوی به د افغان طالبانو نوم د منع شويو سازمانونو له ليست څخه لرې کړي.

ايبک اسمادیاروف وویل، استانه پرېکړه کړې، چې د «ملګرو ملتونو د کړنلارې له مخي» د تازه منع شويو سازمانو له لیست څخه د طالبانو نوم لري کړي.

د قزاقستان کازینفارم خبري اژانس ددې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ویاند له قوله ليکلي دي، « موږ په منظم ډول په قزاقستان کې د منع شويو ترهګريزو ډلو ليست تازه کوو او ددې پروسې د يوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو د کړنلارې له مخې له دې لیست څخه به د طالبانو نوم لرې شي.»

په ورته وخت کې ایبک اسمادیاروف ټينګار وکړ، چې د قزاقستان او طالبانو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړيکې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړو، پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلي پورې تړلې دي او دغه هېواد به يې په ټينګه مراعتوي.

په افغانستان کې د روسيې ځانګړي استازي د قزاقستان ددغه اقدام په غبرګون کې وويل، که څه هم دوی د استانه پرېکړې ته درناوی لري، خو مسکو د منع شويو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم لري کولو تصميم نه لري.

د روسيې د ولسمشر استازي ضمير کابلوف د جمعې په ورځ له ان سي ان راډيو سره په مرکه کې وويل، چې دوی د ترهکرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم لري کولو لپاره «خبري نه کوي».

ښاغلي کابلوف وويل، « دا د قزاقستان د حاکميت حق دی، موږ دغه پرېکړه درک کوو او احترام ورته لرو، خو زموږ لپاره د طالبانو دغه ډله څنګه چې مخکې وه هغسې ده اوس مهال په دې ډله کې هيڅ بدلون نه دی راغلی»

د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر استازي ټينګار کړی، چې د روسيې رهبرۍ په دې اړه پرېکړه نه وي کړې، د منع شويو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو لپاره به هيڅ ډول اقدام او خبري ونه شي.

د استانې ددې اقدام په تعقيب د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا هيله وښوده، چې د قزاقستان له خوا د ترهګريزو ډلو له لېست څخه د طالبانو ايستل به له دې ډلې سره د خبرو اترو پر پراختيا مثبت اغېزې ولري.

د روسيې ريانووستي دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې مېرمن زاخارووا وويل، هیله لري، چې دغه پرېکړه به د سېمه ييز امنيت، له ترهګرۍ او د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې اغېزې ولري.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره لیدنه کې د دوی د دې پرېکړې مننه کړې او ویلي دي چې دې سره به د کابل او استانه ترمنځ اړیکو کې خنډونه له منځه لاړ شي.

پاکستان د پنجاب د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورولو تورونه څیړي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۰

پاکستاني رسنيو لیکلي، چې فدرالي حکومت سيمه ييزو چارواکو او د پنجاب انسپکټر جنرل ته امر کړی، چې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو ادعاوز وڅېړي. ویل کیږي چې دا امر په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت له شکایت وروسته صادر شوی دی.

ډان ورځپاڼې ليکلي، چې دا شکایت د روانې مياشتي په لومړيو کې په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت او د پاکستاني چارواکو ترمنځ په يوه غونده کې وړاندی شوی و.

د دغه راپور له مخېو طالبانو له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې ويلي و، دوه تنه افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد يې هم درلودل د راولپنډۍ د پولیسو په یوه مرکز کښې ځورول شوي او له د پیسو غوښتنه هم ترې شوې ده.

په راپور کې ويل شوي، يو افغان ماشوم، چې د افغان کډوالو ځانګړی کارټ يې هم درلود « د څو کسانو له لوري تر شکنجې وروسته وژل شوی».

د راپورنو له مخې، دغه ماشوم د پنجاب په «لالاموسا» سېمه کې د واده په مراسمو کې د پېسو ټولولو پر مهال وژل شوی دی.

پر همدې مهال طالبانو له پاکساني چارواکو سره په ليدنه کې ویلي، چې دغه پېښه پوليسو په خپل راپور کې په غلطي د «قتل» پر ځای «غيري قصدي وژنه» ثبت کړې او تورنو کسانو ته يې له سزا ورکولو ډډه کړې.

ویل کیږي، چې د راولپنډۍ پولیسو د افغان کډوالو په ځورولو له تورنو افسرانو او چارواکو څېړنې پیل کړې دي.

دا په داسي حال کې ده، چې افغانستان انترنشنل په تېرو مياشتو کې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ايستلو او د پوليسو د ځورونې ګڼ راپورنه تر لاسه کړي دي.

د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو هم د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو راپورونه تایید کړي دي.

طالبان په خپلو او خصوصي ادارو کې ګمارنې د خپلو استخباراتو له فیلټره تېروي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۴ GMT+۰

هغه سندونه چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي طالبان په خپلو او خصوصي ادارو کې د کسانو ګمارنې د دې ډلې د استخباراتو له فیلټره تېروي. د معلوماتو پر بنسټ د ګمارنې پرمهال باید یو کس د طالبانو د استخباراتو د عدم مسوولیت په نامه استعلام له ځانونه سره ولري.

په خوست یوې کورنۍ نن له افغانستان انټرنشنل سره هغه اسنادونه شریک کړل، چې یوې غړې یې په یوه دولتي روغتیايي اداره کې دندې ته ازموینه ورکړې وه، له بریالي کېدو وروسته د خوست د استخباراتو ریاست له خوا د مسوولیت نه لرلو استعلام په ردېدو سره دندې ته ونه منل شوه.

هغه مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی ددغې میرمنې په اړه د خوست استخباراتو یوازې دا لنډ متن لیکلی « مذکوره زنانه زمونږ سره مسولیت لري»

100%

دغه کورنۍ وايي « زمونږ هیڅ ګناه نشته یوازې د کورنۍ ځینو غړو په تېر جمهوریت کې دندې کړې وې، د هغه له امله د طالبانو استخباراتو زموږ خور ته اجازه ورنه کړه چې دنده ترلاسه کړي»

دوی زیاتوي د دې ستونزې د حل لپاره د خوست ولایت مقام نه مو احکام واخیستل خو بیا مو چې استخباراتو ریاست ته مراجعه وکړه، مسوولانو یې په شفاهي ډول راته وویل «بیا عریضه ونکړی او تاسو نشی کولی په امارات کې کار وکړی.»

دغه کورنۍ وايي که څه هم طالب مشران وايی چې د دوی په حکومت کې هر چاته د کار کولو موقع شته خو بیا هم په سیمه ییزه کچه له خلکو سره توپیري چلند روان دی.

طالبان د داسې موضوعاتو د پټ ساتلو لپاره کوم غبرګون نه ښيي.

هم مهاله په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د اقتصاد وزارت هغه مکتوب لاس په لاس کیږي چې ټولو موسساتو ته یې لیږلی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست د مکتوب له مخې باید په موسسو کې تازه ګمارل شوي کسان د استخباراتو ځواب شوی استعلام ولري.

ډیری افغانان شکایت کوي چې طالبان په دغه کار سره غواړي چې د خپلې ډلې او یا هم د خپل فکر خلک په دولتي او نادولتي ادارو کې ځای پر ځای کړي.

له دې سره بیا هم د طالبانو مشران ټينکار کوي چې د دوی په حکومت کې هر افغان د کار کولو حق لري او له دوی سره زرګونه د پخواني حکومت مامورین عملا په دولتي ادارو کې په کار بوخت دي.