• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ننګرهار کې د بېلابيلو جرمنو په تور د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۴۴۷ کسان نيولي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۴ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مسولين وایي، په دې ولایت کې یې په تېرو لسو مياشتو کې د بېلا ـ بيلو جرمنو په تور ۱۴۴۷ کسان نيولي، چې ۳۶ ښځې هم پکې دي. د طالب مسولينو په خبره، په نيول شويو کسانو کې ډېری يې په جنايي جرمونو تورن دي.

د ننګرهار د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وایې، چې په تېرو لسو مياشتو کې يې د جنايي جرمنو ۵۷۶، د نشه يي توکو د مخنيوي د سرغړوني ۲۲۴ او ۱۰۰ ترافيکي پيښې ثبت کړې دي.

د زابلي په خبره، د جنایي جرمونو په تور يې د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۱۳۱ کسان نيولي، چې په زنا، لواطت، فرېب، قتل، قاچاق او انسان تښتونې په ګډون په بېلابېلو جرمونو تورن او عدلي او قضايې ارګانونو ته سپارل شوي دي.

طالبان دا هم وايي چې تېرو لسو میاشتو کې په ننګرهار کې د ترافيکي پېښو پرمهال ۶۹ کسان مړه شوي او ۱۵۵ کسان نور ټپيان شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امام علي رحمان: تاجکستان د افغانستان او فلسطین له روانو حالاتو ډېر اندېښمن دی

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ددغه هېواد پارلمان ته په وينا کې د افغانستان، منځني ختيځ او فلسطين کې د روانو حالاتو په اړه «سخته» اندېښنه وښوده. ښاغلي رحمان له نړیوالي ټولنې وغوښتل، چې په هېوادونو کې دې شخړې او ناامني د خبرو او ناستو له لارې حل کړي.

امام علي رحمان په دې وروستيو کې د تاجکستان ولسي جرګې ته د خپل هېواد د کورني او بهرني سياست په اړه ونيا وکړه، چې د دې وينا د متن يوه کاپي د تاجکستان د ولسمشرۍ په ویبپاڼه کې هم خپره شوې ده.

ښاغلي رحمان په خپله وينا کې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته د افغانستان پر روان وضعت اندېښنه وښوده.

نوموړي په تېرو دوو کلنو کې په سیمه ييزو او نړیوالو غونډو کې ټينګار کړی، چې باید په افغانستان کې « د ټولو قومونو ګډ، ديموکراتیک او ټول شموله حکومت» جوړ شي.

دوشنبه د وسلو، نشه يي توکو قاچاق او له افغانستان څخه تاجکستان او منځنۍ اسيا ته د افراطیانو د نفوذ هڅې، نوري اندېښنې يادوي.

امام علی رحمان ټينګار وکړ، چې تاجکستان له ټولو سېمه ييزو او نړیوالو سازمانونو سره لکه: ملګري ملتونه، د همګټو خپلواک هېوادونه، د شانګهای همکارۍ سازمان، د اسلامي همکاريو سازمان، د اقتصادي همکاريو سازمان، د ټولیز امنیت تړون سازمان، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان او نوري ادارې د ستونزو په حل کې همکاري کوي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وويل، چې تاجکستان په نژدې راتلونکې کې غواړي، چې په سيمه ييزه او نړیواله سطحه ترانزيټي پروژې عملي کړي.

د مام علي رحمان په خبره، له دغو پروژو څخه يوه هم د چين ـ تاجکستان ـ افغانستان ترانزيټي اقتصادي دهلېز دی، چې په نژدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو د کابینې غړی: مدرسو کې دې جهادي مفکورې او نظامي مهارتونه هم تدریس شي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي، مدرسې باید یوازې د دیني مسایلو تر تدریس پورې محدودې نه شي. حقاني د پکتیا په یوه جهادي مدرسه کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په مدرسه کې باید پر دیني زدکړو سربېره جهادي او نظامي فکرونه هم تدریس شي.

د طالبانو د کابینې دغه غړي د جهادي افکارو او دیني مهارتونو د زدکړې موخه د "اسلام او هیواد" د دفاع لپاره د زدکوونکو چمتو کول ګڼلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د جدي په ٩مه، خبر ورکړ چې خليل الرحمن حقاني په دې غونډه کې وويل چې طالبان به اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته بل نظام رامنځته شي.

نوموړي د پکتيا د يوې جهادي مدرسې د زدکوونکو د فراغت په مراسمو کې د وينا پر مهال زياته کړه، چې د مدرسو او جوماتونو پراختيا د هر چا دنده ده.

د طالبانو د مهاجرت وزیر غوښتنه وکړه چې په لرې پرتو کلیو کې دیني مدرسې جوړې شي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه جوماتونه او مدرسې جوړ کړی دي.

پر دې سربېره د طالبانو د پوهنې وزارت د انستیتیوتونو او ښوونځیو په ګډون ډېر ښوونیز مرکزونه په جهادي مدرسو بدل کړي دي.

د تخار دولتي تخنیکي او مسلکي انستیتوت، په خوست ولایت کې د عبدالحی حبیبي لیسه، په کندهار کې تخنیکي لیسه، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د ببرک خان ځدراڼ عالي لېسه، په مزار شریف ښار کې د میترا خصوصي تلویزیون ودانۍ، په هرات کې د ښوونکو د روزنې انستیتوت او سمنګان د هغو له جملې څخه دی چې په جهادي مدرسو بدل شوی دی.

د ۱۴۰۱ کال د جوزا په میاشت کې طالبانو د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده ته منسوب یو پیغام خپور کړ چې په کې ویل شوي وو چې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې باید دیني مدرسې جوړې شي.
​

چمن کې پرلت‌وال: سر له سبا به د خپل اعتراض په لړ کې په بلوچستان کې ټولیز کار بندیز پیل کړو

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۷ GMT+۰

دا اعتراض نږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د ډیورنډ لیکې په دواړو خواو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورټ د جبري کولو پر ضد پیل شوی و، چې نن یې ۷۳مه ورځ ده.

پرلت‌وال وايي، چې د بلوچستان د مخکښو سیاست‌والو په منځګړیتوب یې تر اوسه د حکومت وروستۍ پرېکړې ته تمه لرله؛ خو په وینا یې حکومت په ظاهره دوی ته وايي، چې غوښتنې یې عملي کېږي.

دوی وایي، ښکاري داسې چې حکومت چمتو نه دی د دوی دغو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د دغه پرلت یو ګډونوال مولوي عبدالمنان وايي، تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوي دوی به دغه پرلت ته دوام ورکوي.

هغه وایي:« موږ ته د عوامي نشنل پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي او نور سیاستوال هم راغلي وو او را ته یې ویلي وو، چې زموږ غوښتنې به له مرکزي حکومت سره شریکې کړي او زموږ غوښتنې به ومنل شي؛ خو تر اوسه دغو خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.»
د پرلت یو بل ګډونوال او د سوداګرو د ټولنې مشر صادق خان اڅکزی وايي:« موږ به سبا او د نوي کال په لومړۍ ورځ عمومی اعتراض کوو، موږ پخوا په تېرو دوه نیمو میاشتو کې داسې ستر اعتراضونه نه کول او هیله مو دا وه، چې زموږ غوښتنې به منل کېږي؛ خو موږ یې اړ کړي یو، پر موږ یې روزګار بند کړی او موږ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له پاره هک حیران یو.»
دغه پرلت‌وال وایي، سر له سبا یې پرېکړه کړې چې له چمن څخه نیولې بیا د بلوچستان تر نورو سیمو به خپل اعتراضي غونډې پراخوي او په ګڼو ښارونو کې به کاربندیز اعلانوي، له هغې وروسته به د کوژک په غره کې لویه لاره هم وتړي.
همدا اوس هم د چمن سپین بولدک لاره د ټرانزیټ له پاره تړل شوې او د لیکې دواړو خواوو کې شته دوکانونه او مارکیټونه تړل شوي دي.
ګڼ پرلت کوونکي وايي، له هغه مهاله چې پاکستان پر چمن او سپین بولدک ته د تلونکو کاروباریانو د تګ راتګ له پاره د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړي، د دوی ټولو کاروبار ورسره زیانمن شوی او له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
یو شمېر پرلت‌وال بیا د کرښې په هغې غاړې پر افغانانو غږ کوي، چې هغوی دې هم ورته اعتراضونه پیل کړي؛ خو ښکاري داسې چې د سپین بولدک اوسېدونکي د طالبانو له وېرې دغه کار ته زړه نه شي ښه کولای.

روسیه:د طالبانو له هوکړې پرته د ځانکړي استازي په اړه د ملګرو ملتونو له پرېکړې ملاتړ نه کوو

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۱ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازولۍ د امنیت شورا د پرېکړه لیک په تړاو د ممتنع رایې د کارولو په اړه توضیحات ورکړل. روسي استازې ویلي، تر هغې چې د افغانستان په اړه د ځانګړي استازي ټاکنه د طالبانو له‌خوا نه وي تایید شوي، له هغې ملاتړ نه شو کولای.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیالې استازي انا اوستیګنیوا په یوې اعلامیې کې ویلي، تر ډېره د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي استازي د ګومارنې نظریه د دغه هېواد په اړه د سیمه‌ییزو لوبغاړو د غوښتنو څرګندونه کوي.

نوموړې ویلي د دغې مسودې له موادو هرکلی کوي، چې له مخې یې د اوسني حالت او طالبانو سره د تعامل په زیاتوالي چمتو شوي؛ خو توصیې او لارښونې باید په زغم او د طالبانو سره په سلا مشورو ترسره او خبرې پرې وشي.

د روسیې د استازي مرستیالې ویلي، د نورو په خوښه په افغانستان کې پیل شوي بهیرونه که د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې هم ترسره کېږي، پایله یې معکوسه وي.

هغې زیاته کړه:« هوښیاره ارزونه دا ده، چې د روان وضعیت په اړه د طالبانو غبرګون ته پاملرنه وشي.»

مېرمن اوستیګنیوا ټینګار کړی، افغانستان هغه مهال له کړکېچه راوتی شي چې د طالب چارواکو سره منظمې خبرې اترې وشي او لویدیځ مرسته کوونکي دې هم د معمولو لفاظیو رابهر شي او د بشري مرستو په چارو کې دې لاس وهنه نه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شنبې په ورځ د مرغومي په اتمه د افغانستان په اړه پریېکړه لیک تصویب کړ، چې روسیې او چین یې پر وړاندې ممتنع رایه وکاروله.


دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو له سرمنشی غوښتي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې دې یو ځانګړی استازی وګوماري.

ایرانی چارواکی: له ۶۰ زرو ډیر افغان کډوال په یوه میاشت کې هېواد ته ستانه شول

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې،‌ د خراسان رضوي سرحدي ځواکونو قومندان سردار مجید شجاع ویلي، په ایران کې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني شتون د مخنیوي لپاره، سرحدي ځواکونو او پولیسو تیره یوه میاشت کې ۶۰ زره ۳۸۰ بې اسناده افغانان خپل هیواد ته ستانه کړي دي.

شجاع ویلي چې دغه افغان کډوال یې د هرات له اسلام کلا ګمرک اړولي او طالبانو يه یې سپارلي دي.

نوموړي ویلي چې بهرني وګړي باید په قانوني توګه ایران ته ورشي او د ویزې د ختمیدو تر مخه باید د دغه هیواد له خاورې ووځي.‌

په تېرو څو میاشتو کې له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو د کره شمېر په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا پنځه سوه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.