• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د شمالي وزیرستان اتمانزیو جرګې دغې سیمې ته په هر ډول تګ راتګ بندیز لګولی دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، یو کال وړاندې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو قبیلې په یوه جرګه کې پرېکړه وکړه چې هیچاته د دغې سیمې د طبعیي زیرمو د کېندلو اجازه نه ورکوي. دوی دغه پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې په سیمه کې امنیت خراب شو او د ټولو طبعيي زېرمو واک د پاکستان حکومت په لاس کې واخيست.

په وزیرستان کې آزاد خبریال لال وزیر وايي، د اتمانزیو جرګې د دې تر څنګ په هغو وزیرستانیو فعالانو هم بندیزونه ولګول او جریمې يې کېښودې چې هغوی له پاکستاني حکومت سره اړیکې ساتلې.

هغه وايي، د اتمانزیو جرګې دغه کار د سیمې د ټولو وګړو د غوښتنې پر بنسټ کړی او ټول سیمه وال یې ملاتړ کوي: «دغې جرګې په لومړې قدم کې له حکومت سره په هر ډول تګ راتګ باندې پابندې ولګوله، او دا پرېکړه یې وکړه چې کوم کس د حکومتي چارواکي سره وګوري نو د هغه کور به ورانيږي او پنځه لکه پاکستانۍ کلداره به جریمه کیږي.»

د سرچینو په وینا د تېر يوه کال په لړ کې دغې جرګې له حکومت سره د اړیکو په تور د یو شمېر سیمه ییزو سیاسي فعالانو او ځايي خبریالانو کورنه سوځولي او ړنګ کړي، او دوی یې له سیمې په زور کډې کولو ته اړ کړي.

ويل کیږي تازه د اتمانزیو جرګې د روانې ډیسمبر میاشتې له ۲۰مې نیټې څخه شمالي وزیرستان ته ټولې ورغلې لارې تړلې دي او هیڅوک نه پریږدي چې دغې سیمې ته ورشي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دغې جرګې په وزیرستان کې د پولیو په واکسین کولو هم بندیز لګولی او اجازه نه ورکوي چې د واکسین ډلې یې سیمې ته ورشي.

ویل کیږي له حکومت چارواکو سره له خبرو اترو وروسته دغې جرګې ته ويل شوي چې پاکستانی حکومت به یې غوښتنې مني او جرګه به ټولې تړل شوې لارې خلاصوي، خو د پولیو واکسین به بیا هم بند وي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي، او تر دې مخکې هم په قبایلي سیمو کې د حکومتي چارواکو له لوري د ورته ګامونو په اړه حکومتي سرچینو معلومات نه دي ورکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امريکا وايي، د حوثيانو تر کنټرول لاندې سيمو څخه يې دوه توغول شوي توغندي ويشتلي دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۰

د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه یې دوه توغول شوي توغندي وویشتل چې د یوې بار وړونکې بېړۍ په لور روان وو. سینټکام ویلي چې په دې برید کې د ډنمارک اړوند د سنګاپور بیرغ لرونکي کښتۍ ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د یمن حوثيانو چې له ایران سره هملاسي دي، په وروستیو اونیو کې یې د سره سمندرګي په سوېل کې د باب المندب تنګي کې په بار وړونکو بیړیو باندې ډیر بریدونه کړي دي.

دغه ډله وايي چې دا بریدونه په غزه کې د اسراییل د جګړې په ځواب کې کوي.

د سینټ کام په وینا، د نن یکشنبې (مرغومې ۱۰مې) نیټې برید د نومبر له ۱۹مې راهیسې په نړیوالو کښتیو باندې د حوثیانو شلم برید دی.

شمالي کوریا پلان لري چې په نوي میلادي کال کې درې نورې جاسوسي سپوږمکۍ هوا ته وتوغوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۶ GMT+۰

شمالي کوریا د نوي کال لپاره د خپل پلان د اعلانولو په ترڅ کې ویلي چې سږ کال به درې نورې جاسوسي سپوږمکۍ هوا ته وتوغوي. د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس ليکلي، چې د بې پيلوټه الوتکو جوړول هم په ۲۰۲۴ کال کې د دغه هېواد پوځ ته د پراختيا ورکولو د پلان يوه برخه ده.

شمالي کوریا د نومبر په میاشت کې اعلان وکړ چې خپله لومړنۍ جاسوسي سپوږمکۍ یې په «بریالیتوب» توغولې او ویلي یې دي چې د سپینې ماڼۍ، پنټاګون، د امریکا د پوځي اډو او نورو «په نښه سیمو» انځورونه یې را اخیستي دي.

که څه هم شمالي کوریا تر دې دمه کوم انځورونه نه دي خپاره کړي، خو د جاسوسي سپوږمکۍ توغولو سیمه ییز تاوتریخوالی زیات کړی او امریکا، جاپان، اسټرالیا او سوېلي کوریا پر دغه هېواد نوي بندیزونه ولګول.

سږ کال دوه ځله د شمالي کوریا د جاسوسي سپوږمکۍ د توغولو هڅې ناکامې شوې دي.

دغه هېواد په دې وتوانېد چې خپله لومړنۍ جاسوسي سپوږمکۍ وروسته له هغه فضا ته واستوي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د کيم جونګ اون د سفر پر مهال روسيې ته ژمنه ورکړه چې هېواد به يې له شمالي کوريا سره د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

سوېلي کوريا وايي، د شمالي کوريا د جاسوسي سپوږمکۍ په بريالي توغولو کې روسيې رول لوبولی، خو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې معلومه نه ده، تر کومه حده مسکو په دې برخه کې د همکارۍ توان لري.

د راتلونکي کال لپاره د خپل هیواد د سیاسي پالیسیو په اړه په یوه غونډه کې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وویل چې هغه د خپلو اټومي موخو تعقیبولو او د «امریکا ضد» هیوادونو سره د ژورو اړیکو د جوړولو پرته بله لاره نه لري. د شمالي کوریا مشر هغو هېوادونو ته اشاره کوي چې د روسیې په ګډون د امریکا له بې ساري ضد اقداماتو سره مخ دي.

سرچينو په پېښور ښار کې د يوه پاکستاني نرښځي د وژل کېدو خبر ورکړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۱ GMT+۰

یو پاکستانی نرښځی چې دوه اونۍ وړاندې په پېښور ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی و، د شنبې په ورځ (دمرغومي ۹ مه) یې په روغتون کې ساه ورکړه. په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي پیښې زیاتې شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، احمد چې په دویم نوم «وړه» ډېر یادېده، دوه اوونۍ وړاندې د مرمۍ لګېدو له امله ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی و.

پاکستاني امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د سه شنبې په ورځ (د مرغومي ۵ مه) په پېښور ښار کې یو افغان نرښځی هم د وسله والو له خوا ووژل شو.

سرچينو زياته کړې، چې احمد ١٤ ورځې وړاندې د پېښور په ارباب روډ سيمه کې د هغه کور ته څېرمه وسله والو په نښه کړى و. له برید وروسته دولتي روغتون ته لېږدول شوی او په کوما کې وو.

د اسیان ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو د سوېلي چین سمندرګي پر کړکیچ اندیښنه وښوده

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۰۲ GMT+۰

د اسیان په نوم د سویل ختیځې اسیا ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانود شنبې په ورځ د سویلي چین سمندرګي کې د زیاتیدونکي کړکیچ په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دغه چاره د سیمې سوله ګواښلی شي. دوی د ښکیلو غاړو ترمنځ د سوله ییزو خبرو غوښتنه وکړه.

د دې ډلې په اعلامیه کې راغلې: "موږ د سویلي چین سمندرګي کې وروستي پرمختګونه له نږدې څارو او اندیښمن یو چې ښایې په سیمه کې سوله، امنیت او ثبات زیانمن کړي."

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې په دې وروستیو میاشتو کې چین او فلیپین پر یو بل د یو لړ سمندري بریدونو په اړه تورونه لګولي او مانیلا د خپلې کړنلارې د بدلون اړتیا ته اشاره کړې،‌ ځکه ډیپلوماټیکې هلې ځلې پایله نه ده ورکړې.

چین د فلیپین تورونه "درواغجن" بللي او ویلي یې دي چې د فلیپین له "تحرکاتو او ځورونو" به سترګې پټې نه کړي.

چین ادعا کوي چې د سویلي چین سمندر ډیری برخه د دوی ملکیت دی، دغه ساحه د چین له سویلي قلمروه تر ۱۵ سوو کیلومتره پورې سمندري سیمه رانغاړي خو په عین حال کې کومه سیمه چې چین یې د ملکیت ادعا کوي‌ د برونای، اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین او ویتنام ځانګړې اقتصادي سیمې هم رانغاړي.‌

د اسیان د بهرنیو چارو وزیرانو او چین په سویلي چین سمندرګي کې د کړنلارې د جوړولو لپاره پر سر له ۲۰۰۲ کال راهیسې کار پیل کړی خو لا تر اوسه د دغې ستونزې د هواري‌ په برخه کې یې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

نامعلومو الوتکو په سوریه کې د ایران ملاتړو وسلوالو پر پوستو بریدونه کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۴ GMT+۰

د عراق امنیتي او پوله ساتو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې نامعلومو جټ الوتکو د سوریې په بوکمال ښار کې پر هغو ودانیو او لاریو برید کړي چې ایران پورې تړلې ملېشې یې کاروي.

د سوریې د بشري حقونو څارډلې ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.

دا بریدونه تېره شپه ناوخته شوي او څرګنده نه ده چې دغه هوايي بریدونه کوم هېواد کړي دي.

د عراق د حشد الشعبي د ملېشو یوه ځایي قوماندان چې د ایران ملاتړ ور سره دی، د لږ تر لږه څلورو کسانو وژل کېدل تایید کړل، خو د سوریې پولې ته څېرمه د دغې ډلې د ځواکونو د مرګ ژوبلې خبره یې رد کړه.

د هغو سرچینو په وینا چې د سوریې له چارواکو سره په اړیکه کې دي، دغو بریدونو اته لارۍ په نښه کړې چې لږترلږه څلور یې ویجاړې کړې دي.

چارواکو وویل، دې بریدونو کې د ایران ملاتړه ملېشو درې ودانۍ هم په نښه شوې دي.

د حزب الله په ګډون ایران پلوه وسله وال اوس د سوریې په ختیځ، سویل او شمال لویدیځ او د پلازمینې په شاوخوا سیمو کې پر لویو سیمو واکمن دي.

پهبوکمال سرحدي سیمه کې دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه شوي چې د ایران په ملاتړ د عراقي ملېشو یوې ډلې د عراق شمال ته په اربیل ښار کې د امریکا پر پوځي اډې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د امریکا د پوځ یوه چارواکي ویلي، چې امریکا د شپې په اوږدو کې دفاعي بریدونه نه دي کړي.

اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې د ایران اړوند اهدافو باندې بریدونه کوي.