د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټروټ تړون د روان کال لپاره هم وغځول شو

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې جانتن ټروټ به د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکې په توګه کار کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې جانتن ټروټ به د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکې په توګه کار کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکي، چې دغه بورډ د ۲۰۲۴ کال لپاره د ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي جانتن ټروټ تړون غځولی دی.
د کرېکټ بورد په وینا؛ د دغه روزونکي قرارداد د هغه د ښه فعاليت او د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو د کچې لوړېدلو له امله غځول شوی دی.
ټروټ به د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.
د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخواني لوبغاړی تر دې وړاندې ویلي وو، چې د نوي تړون له شرایطو خوښ دی؛ خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو له مخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.
ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیسته. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکټوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړۍوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.


پخواني ولسمشر حامد کرزي له شاوخوا يوې اونۍ ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وروستي تصويب شوي پرېکړه لیک هرکلی کړی. نوموړي په يوه پيغام کې له واکمنو طالبانو غوښتي، چې په نړۍوال نظام کې دې د افغانستان د نوم ساتلو لپاره هڅې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه تصويب شوي پرېکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې.
د افغانستان مخکني ولسمشر نن دوشنبه د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د وروستي تصويب شوي پرېکړه لیک هرکلی کړی دی.
نوموړي دغه پرېکړه ليک د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ پشپړتيا او ملي يوالي ته درناوی بللی.
کرزي دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي خپلواکه پرېکړه بللي.
نوموړي لیکلي: «د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۷۲۱ نمبر پرېکړه هرکلی کوو. په دې پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې په راپور کې د ملي تفاهم او د خلکو د ارادې استازیتوب په هېواد کې د دایمي سولې او د ثبات ټینګښت ته لاره هواروي.»
هغه د ماشومانو، ښځو او نارينه لپاره د زده کړو فرصت هېواد او ټولنې ته د پرمختګ په معنا بللی دی.
حامد کرزي له خلکو او واکمنو طالبانو غوښتي، چې د سولې په نړۍوال نظام کې دې د افغانستان د نوم ساتلو لپاره هڅې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د روسيې او چين له خوا په دوو ناتایید او ۱۳ موافقو رايو سره نوی پرېکړه لیک تصويب کړ.
په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتل شوي، چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.
ځانګړى استازى به له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او دغه راز په دغه هېواد کې د ښکېلو سياسي لوبغاړو د همغږي کولو مسووليت ولري.
د یادوني وړ ده، چې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه لیک ته افغان سياسيتوالو هم بېلا ـ بېل غبرګونونه ښودلي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې دغې ډلې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د «مخزن العلوم» په نوم یوه نوې دیني مدرسه جوړه کړې ده. دوی وايي، چې د دغې مدرسې ودانۍ چې ۲۰ درسي ټولګي او ۱۰ د اودس کولو غرفې لري، په یوه وخت کې د ۴۶۰ زده کوونکو د تدریس ظرفیت لري.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د ( جدي ١١مه ) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د دې مدرسې د جوړېدو لګښت د سوداګرو او ځايي خلکو له خوا ورکړل شوى دى.
د طالبانو د پوهنې وزارت هم اعلان کړی، چې د بلخ ولایت د دارالعلوم امام مسلم د قرآن کریم د حفظ او کبیرې له کورس څخه یې ۱۰۰ تنه فارغ کړي دي.
د شنبې په ورځ د (جدي ۹مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړ، چې په بادغیس ولایت کې له یوه «جهادي مدرسې» څخه ۳۷ تنه فارغ شوي دي.
تر دې مخکې د دې ډلې د پوهنې وزارت چارواکو ویلي وو، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په حکم به په هره ولسوالۍ کې له درېیو څخه تر لسو پورې دیني مدرسې جوړې شي.
د سې شنبې په ورځ د ( جدي ۹مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په پکتیا کې په یوه «جهادي مدرسه» کې وویل، چې دیني مدرسې باید یوازې د دیني مسایلو تر تدریس پورې محدودې نه شي.
ښاغلي حقاني وویل، چې په مدرسو کې باید د دیني زده کړو ترڅنګ جهادي او نظامي فکرونه هم تدریس شي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ورځ شاوخوا ۱۲۰۰ بې اسناده افغان کډوال د دغه هېواد له پولو افغانستان ته اوښتي دي. د دغو راپورونو له مخې؛ له پاکستانه د افغان کډوالو وتلو ټولټال شمېر ۴۵۵۶۴۵ ته رسېدلی دی.
د پاکستان سماء ټلویزیون راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (جدي ۱۱مه) ۱۱۹۹ کسان د پاکستان له پولو افغانستان ته اوښتي، چې په دې کې ۳۸۹ نارینه، ۳۲۳ ښځې او ۴۸۷ ماشومان شامل دي.
ویل شوي، چې په دغو کډوالو کې ۹۲ کورنۍ هم شاملې دي، چې له ۷۳ موټرو سره له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د پاکستان موقت حکومت د نومبر په لومړۍ نېټه د قانوني اجازې پرته د کډوالو د جبري اېستلو لړۍ پیل کړه او دغه کډوال یې په هېواد کې د "ناامنۍ" یو لامل وباله.
ویل شوي، چې په پاکستان کې د اوسېدو له اجازې پرته د ټولو کډوالو شمېر شاوخوا ۱،۷ میلیونه دی.

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې له جهادي مدرسو څخه د ۴۳۷ کسانو په فراغت غونډه کې ځايي مسوولينو دا د جهاد د مبارزې پايله وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل اولادونه ديني مدرسو ته وليږي.
تېره مياشت د پوهنې وزارت ولایتونو ته په يوه لېږلي مکتوب کې ويلي، چې د ديني مدرسې د وړې دورې د سندونو ورکول دې بند کړي.
نن دوشنبه د پکتيکا او کندز له جهادې مدرسو ۱۸۰، د لوګر له جهادي مدرسې ۱۳۱، د کاپيسا له جهادي مدرسې ۵۳ او د سرپل له جهادي مدرسې ۷۳ کسان فارغ شول.
د طالبانو د کاپيسا والي احسان الله بریال وويل، چې نن له جهادي مدرسې څخه په فراغت د هغو شهيدانو هيلې پوره شوې، چې د جهاد لپاره په مبارزه کې يې قرباني ورکړې.
نوموړي له خلکو غوښتنه کړې، چې خپل اولادونه دينی مدرسو ته ولېږي او دغه لاره قوي وساتي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت ولايتونو ته په لېږلي مکتوب کې ويلي وو، چې په مدرسو او د دوی اړوندو ادارو کې د دیني زده کړو د وړې دروې فارغانو ته د سندونو د ورکړې لړۍ ودروي او تر ټاکلي وخت مخکې دې د دستار بندۍ غونډې نه تر سره کيږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ کې افغانستان د مرکزي بېړني غبرګون وجهي صندوق څخه د پیسو دویم لوی تر لاسه کوونکی هېواد و. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ تېر کال افغانستان له دغه صندوق څخه ۵۳ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کړې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې چې په افغانستان کې تر ۱۷ میلیونو ډېر خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو، د بېړنیو حالاتو د مخنیوي مرکزي صندوق له دغه هېواد سره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
په راپور کې دا هم راغلي چې د روان کال له پیله تر پایه د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه ۱۳۵ میلیونه ډالره د بشري مرستو د ملاتړ لپاره لګول شوي دي.
راپور زیاتوي، چې له دې مرستو سره په بادغیس، دایکنډي، غور او ارزګان ولایتونو کې ۳۹۰ زره کسانو نغدي او غیرې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
د دغه راپور له مخې؛ د مرکزي بېړني غبرګون د وجهي صندوق له مرستې وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه لید یو څه ښه شوی او د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر منځ د سختې لوږې سره د مخامخ شویو کسانو شمېر له ۱۸.۳ میلیونو څخه ۱۵.۸ میلیونو ته راټیټ شوی دی.
راپور وايي؛ افغانستان د سپټمبر په میاشت کې د ژمي په را رسېدو سره د مرکزي بېړني غبرګون له وجهي صندوق څخه ۲۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړل، چې ډېری پروګرامونه د بودیجې د سخت کمښت له امله ګډوډ شوي دي.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د هرات د خونړۍ زلزلې په لومړۍ ورځ د دغه ولایت له خلکو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه ډالره ځانګړي شوې وې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې لیکلي، چې تر اوسه له ۲۴۲ زره ډېرو زلزله ځپلو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستان څخه د افغان کډوالو داېستلو له پیل وروسته د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون مرکزي صندوق په پولو کې د دغو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره لس میلیونه ډالره مرسته وکړه.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې یو له خورا پیچلي بشري بېړني حالت سره مخ دی او په دغه هېواد کې له ۲۴ میلیونو څخه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.