• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پرلت کوونکي: سپین بولدک-چمن زموږ د پښتونولۍ، افغانیت او خپلولۍ په دروازه پاسپورټ نه منو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د چمن پرلت کوونکو د میلادي کال وروستۍ شپه تر شنه اسمان لاندې روڼه کړه. او د تېرو دوه نیمو میاشتو په څېر یې تېره شپه هم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د پرېکړي پر ضد شعارونه ورکول.

د چمن پرلت کوونکي وايي، پر دغه دروازه د پاسپورټ منل د خپلوانو بېلول دي.

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی حمیدالله پهلوان وايي: «موږ په چمن کې پر ډیورنډ کرښه پاسپورټ نه منو، موږ غواړو د پخوا په شان پر افغان تذکره او شناختي کارټ له کوټې تر کندهاره تګ راتګ وکړو. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه زموږ د پښتونولۍ، افغانیت، خپلولۍ او اقتصاد مسله ده او موږ پر دغه مسایلو د پاکستان د پرېکړه لپاره نه قرباني کوو.»

پرلت کوونکي وايي، د نوي میلادي کال لومړۍ شپه یې د اعتراض په ډول تر شنه اسمان لاندې تېره کړه.

بل خوا د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، د پرلت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان حکومت د پرلت د مرکزي کمیټې پر ګڼو غړو قضیې ثبتې کړې دي خو پرلت وال به هیڅکله له خپلو غوښتنو څخه پر شا نه شي.

غوث الله وايي: « ډیر پلانونه یې راته جوړ کړل، قضیې یې راباندې ثبت کړې خو موږ تر هغو پرلت نه ختموو تر څو چې د پاکستان حکومت د پاسپورټ جبري کېدو پرېکړه وانه خلي. نور مو د صبر کاسه ډکه ده نور موږ خپل سوله ییز اعتراض ممکن پای ته ورسوو او بیا چې مو هر څه وکړل مسوولیت یې د پاکستان حکومت په غاړه دی.»

د چمن پرلت، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومتله لوري د پاسپورټ د جبري کېدوپه غبرګون کې ۷۴ ورځې وړاندې پیل شو.

له تېرې ورځې راهیسې د سوېلي پښتونخوا چمن ښار کې د چمن پرلت په ملاتړ کار بندیز اعلان شوی، خو د نږدې دوه نیمو میاشتو په تېرېدو سره هم د پاکستان حکومت د چمن پرلت والو غوښتونو منلو ته غاړه نه ده ایښې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان په 'ترهګریزو' بریدونو کې وژل شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۳ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د تېرو شپږو کلونو پرتله په دغه هېواد کې «ترهګریز» بریدونه ډېر شوي دي. دغې رسنۍ راپور ورکړی چې، ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې خونړیو بریدونو ۱۵۲۴ کسان ووژل او ۱۴۶۳ نور یې ټپیان کړل.

په اسلام اباد کې چاپېدونکې دغې ورځپاڼې لیکلي چې ۲۰۲۳ په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته دریم پرله پسې کال و چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان دوه ایالتونه سږ کال تر ټولو ډير د خونړیو پېښو شاهدان دي.

سند او پنجاب ایالتونه تېر کال د تاوترخیوالي تر ټولو ټیټې کچې شاهدان وو چې د تاوتریخوالي پېښې اته سلنه دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د تاوتریخوالي د قربانیانو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له ۹۸۰ کسانو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۵۲۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

ډان لیکلي دي چې، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ۵۸۶ «ترهګریز بریدونه» شوي، چې ۱۷ سلنه ټي ټي پي او د داعش خراسان ډلې له لوري تر سره شوي.

معلومات ښيي چې،۲۰۲۳ کال په پاکستان کې فرقه ییز او مذهبي تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. پر مذهبي ټولنو او عبادت ځایونو د ګڼو بریدونو په پایله کې سږ کال ۸۸ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان یوې څیړنیزې ادارې، چې مرکز یې په اسلام اباد کې دی، په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان د وسله والو له خوا لږ تر لږه له۶۴۱ بریدونو سره مخ شوی، چې په پایله کې یې ۹۷۴ کسان وژل شوي او ۱۳۵۱ نور ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکو له دغه هېواده افغانستان ته د باروړونکو موټرو پر تللو ۲۰ ورځنی بندیز لېرې کړ

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د خراسان رضوي د لویو لارو او ترانسپورت عمومي مشر د اسلام کلا پولې ته د ایراني باروړونکو موټرو د ننوتلو شل ورځنی بندیز بېرته لېرې کړ. جعفر شهامت ویلي، دغه هوکړه د دوغارون په پوله کې د طالبانو او ایراني پلاوي په ګډه غونډه کې شوې ده.

د طالبانو او ایران د استازو اقتصادي غونډه د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د دوغارون په پوله تر سره شوه.

په دې ناسته کې د افغان او ایراني موټر چلوونکو په ځینو ګمرکي ستونزو او ننګونو هم خبرې وشوې.

فارس خبری آژانس د خراسان رضوي د لویو لارو او ټرانسپورټ د عمومي مشر له قوله لیکلي، په دغې غونډه کې په سملاسي توګه هرات او اسلام کلا ته د ایراني باروړونکو موټرو په تګ راتګ د شل ورځني بندیز د لېرې کولو پرېکړه وشوه.

د هغه په وينا، د پولې دواړو غاړو ته د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ د زياتوالي په موخه د طالبانو او ایراني پلاوي په هوکړې سره پرېکړه وشوه، چې د دوغارون – اسلام کلا سرحدي لاره به د سهار له اوو بجو څخه د شپې تر ۱۱ بجو پرانیستې وي.

د طالبانو سټنډرډ اداره: هیواد ته مو د ۳۴۶۳ ټانکره، ټیټ کیفیته نفتي توکو د راوړلو مخه نیولې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو سټنډرډ ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۱مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، په بندرونو کې د سټنډرډ ملي ادارې د څار په ترڅ کې یې یوازې په لیندۍ میاشت کې هیواد ته د بې کیفیته نفتي توکو ۳۴۶۳ټانکرونو د ننوتلو مخه نیولې ده.

یاده اداره وايي، دغه بې کیفیته نفتي توکي یې د ټولو بندرونو له لارې د سټنډرډ ادارې د څار په ترڅ کې تثبیت کړي.

د طالبانو سټندرډ ملي اداره زیاتوي چې د یادو نفتي توکو وزن له سل زره ټنه زیات وو.

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې په خپل راپور کې دا نه ده په ډاګه کړې چې یاد بې کیفیته توکي له کومو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېدل.

خو د طالبانو سټنډرډ ملي ادارې د وروستیو ګامونو په اړه تردې وړاندې ایراني چارواکو غبرګون ښودلی و او ویلي وو چې طالبان د سټنډرنو مطابق نه بلکې په خپله خوښه یو شمېر ټانکرونه بیرته ایران ته ګرځوي.

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې لس ورځې وړاندې ویلي و چې په لړم میاشت کې یې هم افغانستان ته د ۶۷۸۳ ټانکرونو بې کیفیته نفتي توکو د ننوتلو مخه نیولې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د منظور پښتین د بندي کېدو او وزیرستان د نا امنیو په اړه غونډه کوو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د بندې کېدو او په وزیرستان کې د نا امنیو ډېروېدو په غبرګون کې د جمعې په ورځ لویه غونډه کوي. منظور پښتين له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د اسلام اباد پولیسو په بند کې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عرفان وزیر پر خپله اېکس پاڼه د یو ویډیو کیلپ په خپرولو سره وايي، د غونډې لپاره یې چمتوالی نیولی او د راتلونکي جمعې په ورځ به د سوېلي وزیرستان په واڼه کې تر سره شي.

نوموړي ویلي: «د منظور پښتین تر څنګ د تحریک د نورو غړو د بندی کیدو په غبرګون، په وزیرستان کې د نا امنیو ډیریدو او په پښتونخوا کې د پښتنو مشرانو د هدفي وژنو په غبرګون کې د جنورۍ په پنځمه نیټه د سوېلي وزیرستان په واڼه کې لویه غونډه تر سره کوو.»

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین نږدې یوه میاشت وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې نوموړی د چمن له پرلت څخه د بلوچستان ایالت د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون په موخه یادې سیمې ته روان و.

د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګډون په امریکا او اروپایي هیودانو کې لاریونونه تر سره کړل.

د طالبانو پوهنې وزارت:د ښوونکو د روزنې او څارنې برخې پخواني کارکوونکي په خپلو دندو پاتې دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۷ GMT+۰

د طالبانو له خوا د پوهنې وزارت د ښوونیزې څارنې د ادارې د څه باندې پنځه زره کارکوونکو د ګوښه کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته وویل چې د ښوونکو د روزنې پخواني کارکوونکي او د ښوونیزې څارنې د ادارې غړي نه دي ګوښه شوي.

دغه وزارت وویل چې د اضافه بست کارکوونکو لپاره به مناسب امتیازونه په پام کې ونیول شي.

باخبرو سرچينو د مرغومي په ٤مه، افغانستان انټرنشنل ته وويل چې د پوهنې وزارت په تشکیل کې د ښوونیزې څارنې رياست د بستونو له لرې کولو وروسته د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې شاوخوا پنځه زره کارکوونکي وزګار شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ (د مرغومي۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښوونکو د روزنې عمومي ریاستونه، د ښوونې او روزنې د څارنې، ساینس مرکز، ټولنیز خوځښت او د سواد زده کړې ریاست د یوه واحد دفتر په چوکاټ کې «د ښوونکو د روزنې او مسلکي ودې ریاست» سره یوځای شوي دي.

د طالبانو په وینا، دغه اداره باید د ښوونې او روزنې د کیفیت د لوړولو لپاره د ښوونکو او مدیرانو لپاره علمي او مسلکي ملاتړ چمتو کړي.

خو د پوهنې وزارت کارکوونکي وايي، چې د پورتنيو څانګو د لرې کېدو له امله يې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د دغو کارکونکو له ډلې څخه یو شمېر یې له خپلې «بېکارۍ او بې برخلیکه حالت» څخه شکایت کوي، ادعا کوي چې د هغو پنځو زرو کسانو په منځ کې چې له دندو ګوښه شوي، یو شمېر یې چې د پوهنې وزارت په جوړښت کې د «طالبانو نفوذي» کسان و بیا جذب شوي دي.

خو د طالبانو پوهنې وزارت وايي چې د ښوونکو د روزنې او مسلکي ودې په برخه کې د اکاډمیکو غړو ګمارنې د اسنادو پر بنسټ او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې کېږي.

دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې په دغه بهیر کې به د دارالمعلمین استادانو او د پخواني جوړښت د ښوونیزې څارنې غړو ته لومړیتوب ورکړل شي.