شننه؛ د طالبانو پر وړاندې د سیاسي او مدني مقاومت ډلو ته څه کول پکار دي؟

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو نږدې دوه نیم کاله پوره کیږي؛ خو طالبانو له ژمنو سره - سره نه یوازې دا چې خپلې ژمنې عملي کړې نه دي‌ بلکې برعکس د همدغو ژمنو پر تړاو یې سخت دریځه اقدامات ترسره کړي چې دا د افغانستان ملت او نړۍوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.