ترکي رسنۍ: د ترکیې سمندري ځواکونو لسګونه افغان او ایراني کډوال ژغورلي

د ترکیې سمندري ځواکونو د چناق کلا ښار په سواحلو کې د څه باندې سلو افغانانو او ایراني کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی. د ترکي رسنیو د راپور له مخې؛ په دغه سیمه کې ۱۰۱ کسان په درېیو جلا - جلا عملیاتو کې ژغورل شوي دي.