د ایران د ملي جرګې د امنیت د کمېسیون غړی: ایران به د وروستیو چاودنو سخت غچ واخلي

د ایران د ملي جرګې د امنیت د کمېسیون غړی ابراهیم عزیزي د قاسم سلیماني د ښخولو ځای ته نېږدې د چاودنو په غبرګون کې ویلي: "د کرمان د پېښې جنایتکار او ملاتړي عوامل باید په دې ډاډمن شي چې د ایران اسلامي جمهوریت به د دغه جنایت پر وړاندې سخت اقدام وکړي او انتقام به واخلي."