• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غړي او نوماند قاري خیرالله د ماین چاودنه شوې ده

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د باجوړ پولیسو ویلي، چې نن په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي او له همدغې سیمې صوبايي اسمبلۍ ته نوماند قاري خیرالله پر موټر بمي چاودنه شوې، چې نوموړی ترې روغ وتلی دی.

پولیسو ویلي، چې پېښه په داسې مهال رامنځته شوې، چې قاري خیرالله د خپلو کمپاینو منډو ترړو په لړ کې یادې سیمې ته تللی و.

د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه غړي مولانا ناصح پر خپل ټویټر یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په پېښه کې قاري خیرالله ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دا د جمعیت علمای اسلام پر غړو په نېږدې وخت کې دویمه هدفي چاودنه ده چې کیږي.

همداراز د پاکستان پولیس وايي، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې ښايي د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان پر زوی اسد محمود وسله‌وال برید وشي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دېره اسماعیل‌خان پولیسو اسد محمود ته د چهارشنبې ورځ د جنورۍ په ۳مه سپارښتنه کړې چې خپلې لیدنې کتنې محدودې کړي او د ځان ساتلو له پاره باید هوښیار اوسي.
سلیم خان چې د پاکستان د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی دی، اسد محمود ته په یوه لیک کې لیکلي:« داسې ګواښونه شته، چې وسله‌والې ډلې به هغه په سفر او یا د هغه د استوګنې پر مهال په نښه کړي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د داعش په اړه د پاکستان خبرداری: داعش په پاکستان کې د مرکزونو د جوړولو په لټه کې دی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ډله هڅه کوي چې په پاکستان کې د ځان لپاره اډې جوړې کړي. دوی خبرداری ورکړی، چې په ورته وخت کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیت په هم زیاتېدو دی او داعش هم غواړي چې د شیعه ګانو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپله تازه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د انلاین افراطیت اړوند شبکو د له منځه وړلو لپاره له سایبر سپیس څخه په فعاله توګه څارنه کوي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې تر اوسه یې په ټولنیزو شبکو کې د افراطي، حکومت ضد او فرقه ییزو تروریستي مواردو د بندولو ۱۶۵۲۲ شکایتونه ثبت کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې په ۲۰۲۲ کال کې له افراطي وسله والو سره د پاکستان د حکومت د سولې خبرې اترې د پاکستاني طالبانو د نفوذ او د بریدونو د تنظیمولو اصلي لامل بولي.

پاکستان وايي؛ سره له دې چې د پاکستان پر لوېديځه پوله د اغزن تار لګول بشپړ شوي؛ خو طالب وسله والو او د داعش غړو د پاکستان خاورې ته د ننوتو لپاره د اغزن تار ړنګولو ته دوام ورکړی دی.

له تېرو دوو کلونو راهیسې پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، چې د دغه هېواد د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ اوربند د ترهګرو ډلو په ګټه پای ته رسېدلی دی.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو ډلو په دغه هېواد کې خپل نفوذ او فعالیتونه زیات کړي دي.

پاکستاني طالبان د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو له لارې د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونه تنظیموي.

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو په تازه مرګوني برید کې لږ تر لږه ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او تر ۳۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د افغان کډوالو د ناقانونه ننوتلو د مخنیوي او تنظیمولو لپاره یې د بایومتریک شناختي کارډونو په ورکولو سره د ۱.۴۵ میلیونو کډوالو په اړه معلومات راټول کړي دي.

پاکستاني چارواکو افغان طالبان د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو د تنظیم پر وړاندې په بې کفایتۍ تورن کړي او په دغو بریدونو کې یې د افغانانو پر رول ټینګار کړی دی.

خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان امنیتي ادارې د خپل هېواد په امن کولو کې پاتې راغلې دي.

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د غیر شرعي نکاح په تور محاکمه کیږي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي به د غیر شرعي نکاح له امله د روانې جنوري میاشتې په لسمه نېټه د اسلام اباد په یوې محکمې کې محاکمه شي.

اج خبري شبکې د اسلام اباد د یوې محکمې په حواله ویلي، چې پر عمران خان او د هغه پر مېرمنې د هغه پخواني مېړه خاور مانیکا په تېر نومبر میاشت کې عریضه کړې او ویلي یې دي، چې مېرمن بشرا مخکې له دې چې د عدت موده بشپړه کړي له عمران خان سره نامشروع اړیکې لرلې او غیر شرعي نکاح یې کړې ده.

خبر زیاتوي، چې د بشرا بي بي پخواني خاوند ویلي، چې د اسلامي اصولو سره سم دې بشرا بي بي او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته سزا ورکړي.

د مېرمن بشرا او پخواني لومړي وزیر عمران خان د واده پر مسالې له پیله ناندرې روانې وې او د پاکستان یو شمېر سیاستوالو دا نکاح غیرشرعي بللې وه.

دا لومړی ځل نه دی، چې پر عمران خان د غیر شرعي نکاح تور پورې کیږي بلکې له دې وړاندې هم په اسلام باد کې یو تن پر عمران خان او بشرا بي بي د غیر شرعي نکاح کولو ادعا کړې وه؛ خو له څه مودې وروسته یې له محکمې څخه خپله عریضه بېرته اخیستې وه.

له واکه له لرې کېدو وروسته پر پخواني لومړي وزیر عمران خان تور و، چې د توشه خانې یو شمېر تحفې یې په غیرقانوني توګه پلورلي او د پاکستان د حکومت قوانین یې تر پښو لاندې کړي دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړو بیا ویلي، چې پر عمران خان پورې شوي تورونه یوازې یوه سیاسي دسیسه ده او په دې سره غواړي چې د عمران خان محبوبیت د پاکستان په ولس کې کم کړي.

له دې وړاندې د پاکستان یوې محکمې نوموړی په ټاکنو کې له ګډونه منع کړی او نوموړی دا مهال په زندان کې دی.

سرچينې: د پاکستان قومي اسمبلۍ پخوانی وکیل محسن داوړ له یوه بریده روغ وتلی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانی وکیل او د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې پرې له شوي بریده روغ وتلی. هغه وزیرستان ته د پاکستان په راتلوونکو ټاکنو کې له خپل ګوند نوماند دی او وزیرستان ته د ټاکنیز کمپاین لپاره نن چهارشنبه (مرغومي ۱۳مه) تللی.

داوړ ته نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې په برید کې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی او یوازې د هغه ګاډی زیامن شوی.

100%


د پیښې د څرنګوالي په اړه لا ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي خو د چاودنې په شاوخوا سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري د پلټنې عملیات روان دي.
د پیښې مسوولیت لا کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې د هغه په موټر ډیرې مرمۍ لګیدلې دي خو وایي خپله محسن داوړ ته زیان نه دی رسېدلی.

تر دې وړاندې د پښتونخوا په ډېره اسمعیل خان ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان پر موټریز کاروان هم برید شوی و خو خپله هغه پکې زیان نه و اوښتی.

بلوڅ لاریونوال: د اسلام اباد پولیسو د شپې راباندې چاپه وهلې او د لاریون د ړنګولو هڅه کوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۰ GMT+۰

د اسلام اباد پولیسو تېره شپه ناوخته د بلوڅو لاریون والو پر راټولېدنې چاپه وهلې او هغوی ته د خوراکي توکو، کمپلو، برېښنايي توکو او نورو توکو د ور وړلو اجازه نه ورکوي. بلوڅو لاریون والو پر اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې د اسلام اباد پولیس یې کمپلې، خواراکي او نور توکي پلټي.

د بلوڅو لاریون والو پرلت چې له تېرو څو ورځو راهیسې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته روان دی، ښځې، ماشومان او د زاړه عمر لرونکي کسان برخه پکې لري.

دوی وايي، د ژمي سړې شپې او ورځي د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د بې ګناه بلوڅانو د تري تم کېدو او د وژنو په غبرګون کې تیروي.

په هغې ویډیو کې چې بلوڅو لاریون والو خپره کړې، لیدل کیږي چې د اسلام اباد پولیس د لاریون کوونکو خوراکي توکي، کمپلي او لاریون کوونکو ته راتلونکي ټول توکي پلټي او وايي د یادو خوراکي او نورو توکو د راوړلو اجازه نه لري.

بلوڅ لاریون کوونکي وايي: «موږ له پیل څخه دا وایو چې دوی (اسلام اباد پولیسو) موږ ځوروي، په دې ویډیو کې تاسو لیدلی شئ چې دوی څنګه زموږ رسنیو ته ګواښ کوي. موږ ته که څه پيښ شي د اسلام اباد پولیس او دولتي ادارې یې په بشپړه توګه مسوولې دي.»

دغه بلوڅ لاریون وال وايي، د پاکستان حکومت له لوري د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد د سوله ییز اعتراض حق نه ورکول کیږي او دوی له رسنیو غوښتنه کوي غږ یې پورته کړي او دا ظلمونه نړۍ ته وښیي.

د بلوڅو لاریون والو سرلارې ماه رنګ بلوڅ تېره ورځ په پاکستان کې د کار بندیز اعلان وکړ.

د اسلام اباد پولیسو تر دې وړاندې هم پر بلوڅ لاریون والو چاپه وهلې وه او سلګونه ښځې یې بنديانې کړې وې.

د بلوڅانو دغه لاریون هغه مهال پیل شو چې د بلوچستان په تربت کې د پولیسو له لوري د بالاچ بلوڅ په نوم یو ځوان د پولیسو په زندان کې د ځورونې له امله ووژل شو خو پولیسو په هغه تور پورې کړ چې چاودېدونکي توکي یې له ځان سره لرل.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې ۶ نایان د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوي دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د شمالي وزیرستان د میر علي په موسکي کلي کې ۶ نایان نن سهار سه شنبې (د مرغومې ۱۲مه) د یو شمیر نا معلومو کسانو په ډزو وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، دغو وژل شویو کسانو په میر علي بازار کې له شاوخوا اتو کلونو راهیسې د نایي دوکان درلود.

پاکستاني پولیسو پیښه تایید کړې، وایي په دې اړه څیړنې پیل شوې دي.

ددوی د لومړنیو څیړنو له مخې، دا کسان تر وژل کیدو وروسته په دغه سیمه کې غورځول شوي دي.

دا سیمه چې په تیرو وختونو کې د پاکستاني طالبانو مهم مرکز و، له ۲۰۰۷ کال راهیسې پکې نایانو ته د وېښتانو د پرې کولو او د ږیرې د کمولو په اړه خبرداری ورکول کیږي.

په ۲۰۱۸ کال کې د نایانو اتحادیې د اورپکو د ګواښونو په پایله کې د پیښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د "فیشني ږیرو" په جوړولو بندیز ولګاوه.

په ۲۰۲۳ کال کې په خیبرپښتونخوا کې ډیر ترهګریز بریونه شوي او دا پیښه په دغه ایالت کې د ۲۰۲۴ کال لومړنۍ زړه بوږونکې پیښه بلل کیږي.