له ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرېکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې له هند سره مخ کیږي

د افغانستان، هند او سوېلې افریقا له نوولس کلنو کم عمره لوبډلو تر منځ درې اړخیزه لوبلړۍ د ډسمبر په ۲۹مه پیل شوه او افغان لوبډلې په کې یوه لوبه بایللې او یوه یې ګټلې ده.

د افغانستان، هند او سوېلې افریقا له نوولس کلنو کم عمره لوبډلو تر منځ درې اړخیزه لوبلړۍ د ډسمبر په ۲۹مه پیل شوه او افغان لوبډلې په کې یوه لوبه بایللې او یوه یې ګټلې ده.
افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۴مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي چې، له نوولس کلنو کم عمره افغان ملي لوبډله په درې اړخیزې لوبلړۍ کې د خپلې دریمې لوبې په موخه د هندوستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې او هند د نوولس کلنو کم عمره لوبډلې تر منځ سیالي د افغانستان پر وخت ۱۲ نیمې بجې پیلیږي.یاده سیالې د نصیر خان په لوبډلمشرۍ تر سره کیږي.له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان د یادې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د ټپې کیدو له امله له لوبډلې بهر شوی و او پر ځای یې نعمان شاه د لوبډلې مشري په غاړه لرله.د نوولس کلنو کم عمره لوبډلو تر منځ درې اړخیزه لوبلړۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب تر سره کیږي.له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند ته بایللې، دویمه لوبه یې له سوېلي افریقا څخه ګټلې ده.


کرېکټ بورډ ویلي د سوېلي افریقا پخوانی توپ وهونکی انډیو پټیک یې د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي او جیمز پارسنز یې د نړیوال جام لپاره د افغان نوولس کلنو لوبډلې د سلاکار په توګه ګومارلي او دواړه روزونکي به د دواړو ملي لوبډلو په غوره روزنه کې رغنده رول ولوبوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي لوبډلې او نوولس کلنو د لوبډلې لپاره یې د توپوهنې په برخه کې دوه بهرني روزونکي په دندو ګومارلي دي.
کرېکټ بورډ وايي، د سوېلي افریقا پخوانی توپوهونکی انډریو پټیک د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي په برخه کې پر دنده ګومارل شوی دی.
کرېکټ بورډ ویلي، د سوېلي افریقا د لوېدیځ ولایت چپ لاسي توپوهونکي انډریو پټیک خپله لومړنۍ فرسټ کلاس لوبه په ۲۰۰۰ کال کې تر سره کړې او د یادې بڼې په دریمه لوبه کې لومړنۍ سلیزه هم په خپل نوم ثبت کړې.
کرېکټ بورډ د ښاعلي پټیک د لوبیزو کارنامو په اړه لیکلي، چې نوموړي یوه یو ورځنۍ لوبه تر سره کړې، خو په کورني کرېکټ کې غوره تجربه لري. او په ۱۷۳ فرسټ کلاس لوبو، ۱۷۲ لیسټ اې او ۸۳ شل اوریزې لوبې تر سره کړي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغو لوبو کې یې ۱۷ زره منډې جوړې کړې چې ۴۰ سلیزې او ۸۴ نیمه سلیزې په کې شاملې دي.
ښاغلي انډریو پټیک تردې وړاندې هم د روزونکي دنده تر سره کړې ده.
پټیک په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان د ملي لوبډلې د توپوهنې برخې روزونکی، له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ د سوېلي افریقا د ښځو لوبډلې د سلاکار، د سوېلي افریقا د الف لوبډلې د مرستیال روزونکي، د یاد هیواد د ایمرجینګ لوبډلې د مرستیال روزونکي او همدارنګه د سوېلي افریقا د ښځو د ایمیرجینګ لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې تر سره کړې دي.
همدارنګه د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې لپاره ټاکل شوی سلاکار او لارښود د انګلستان الاصله جوردن جیمې پارسنز د انګلستان او سوېلي افریقا په کورني کرېکټ کې سترې کارنامې لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ د پارسنز په اړه لیکلي چې نوموړی الراونډر لوبغاړی و، او په ښي لاس چټک توپ اچونې تر څنګ یې کیڼ لاس توپ وهنه هم ترسره کړې.
ښاغلي پارسنز د کورني کرېکټ په فرسټ کلاس ۳۳۸ سیالیو او ۳۵۱ لسټ اې سیالیو کې لوبیدلی چې په فرسټ کلاس سیالیو کې ۶۷۶۳ منډې او ۸۰۹ ویکټې او لست اې لوبو کې ۱۹۴۱ منډې او ۳۵۱ ویکټې ترلاسه کړې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د انډریو ټپیک سره د یو کال لپاره تړون کړی او د هندوستان پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره به له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي او همدارنګه جیمز پارسنز له وړاندې ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره په سوېلي افریقا کې یوځای شوی او هلته به د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د سلاکار او لارښود په توګه دنده ترسره کړي.

د هند او سویلي افریقا تر منځ د کیپ ټاون ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ ۲۳ لوبغاړي وسوځېدل. دا په ۱۲۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د یوې ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ دومره زیاتې وېکټې سوځیدلې دي.
د کیپ ټاون ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د سویلي افریقا په ۵۵ منډو ټول لوبغاړي وسوځیدل، بیا د هند اننګز په ۱۵۳ منډو پای ته ورسېد، ورپسې سویلي افریقا په دویم ځل په ۶۲ منډو خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکړل.
په دې توګه د لوبې په لومړۍ ورځ ټولټال ۲۳ لوبغاړي وسوځېدل، چې دا په تېرو ۱۲۲ کلونو کې د ټیسټ لوبو په لومړۍ ورځ د ډېرو ویکټو د سوځېدو ریکارډ دی.
د جیو نیوز د راپور له مخې، تر دې وړاندې په ۱۹۰۲ کال کې د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د لوبې په لومړۍ ورځ ۲۵ لوبغاړي وسوځېدل، په داسې حال کې چې په ۱۸۹۰ کال کې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ د لوبې په لومړۍ ورځ ۲۲ لوبغاړي وسوځېدل.
په ۱۸۸۸ کال کې د انګلستان او اسټرالیا د لوبې په دویمه ورځ ۲۷ لوبغاړي وسوځېدل.
په ۱۸۹۶ کال کې د اوول ټیسټ لوبې په دویمه ورځ ۲۴ لوبغاړي وسوځېدل. په ۲۰۱۸ کال کې د هند او افغانستان د چنای ټیسټ لوبې په دویمه ورځ ۲۴ وېکټې، په کیپ ټاون کې په ۲۰۱۱ کال کې د سویلي افریقا او استرالیا ټیسټ لوبې په دویمه ورځ ۲۳ لوبغاړي وسوځېدل.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت ویلي، مامورینو یې د چهار شنبې په ورځ کابل کې له یو شمېر ورزشي کلبونو د لیدنې پر مهال له ورزشکارانو غوښتي، چې د شریعت خلاف جامې په تن نه کړي.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې له ورزشکارانو غوښتي د تمرین پر مهال هغه جامې په تن کړي، چې 'عورت'یې پټوي؛ خو دغه وزارت په خپله تازه خبر پاڼه کې د نارینه وو لپاره د 'عورت'تعریف نه دی کړی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي هم د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې « نازکې او تنګې» جامې د اسلامي شریعت او د افغانانو د کلتور خلاف دي.
حنفي له سوداګرو وغوښتل، چې هېواد ته دې د دغسې جامو له راوړلو ډډه وکړي.
له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت مېرمنې له ورزش، تفرېح او « له شرعي محرم» پرته سفر څخه منع کړې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تېرو دوو کلونو کې د خپلو پرلپسې مقرراتو اعلانولو سره هېواد کې په پراخه کچه د افغانانو ازادۍ محدودې کړې دي.
طالبانو د دولتي ادار پر مامورینو ږیره پرېښودل ــ خولۍ په سر کول جبري کړي او په ځينو مواردو کې هغو کسانو سره بد چلند کړی، چې له یادو سپارښتنو یې سرغړونه کړې.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل ښار په ښوونځیو، روغتونونو او تفریحي مرکزونو کې د «منکراتو لرې کولو» په اړه د دغه وزارت د لارښوونو له اعلان وروسته بدلونونه راغلي دي.

د افغانستان کرېکټ ملې لوبډلې له متحده عربې اماراتو څخه د کرېکټ د شل اوريزو لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۴ ويکټو په توپير وګټله. دغه سيالۍ په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره شوې.
د لوبې پچه متحده عربي اماراتو وګټله او توپوهنه یې انتخاب کړه.
د افغانستان کرېکټ ملې لوبډلې د بهترينې توپ اچونې سره په شلو اورنو کې د متحده عربې اماراتو ۹ لوبغاړي وسوځول او ۱۲۷ منډې هدف وټاکل شو.
افغان تېز توپ اچونکي نوين الحق د متحده عربي امارتو څلور، قيس احمد درې او عظمت الله عمرزي د اماراتو دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان دغه هدف په ۱۸.۳ اورونو کې د نجيب الله ځدران په تېزه توپوهنه پوره کړ.
نن په افغان توپوهنونکو کې تر ټولو ډېري منډي حضرت الله ځاځی جوړې کړې، هغه په ۳۲ توپونو ۳۶ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی نوين الحق انتخاب شو.
افغان کرېکټ ملې لوبډلې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۷۲ منډو په لوی توپير ګټلې او دویمه لوبه افغان لوبډلې د ۱۱ منډو په توپير بايللې وه.
له دغه لوبلړۍ وروسته افغان ملي لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره درې شل اوریزه لوبلړۍ پیلوي.
د افغانستان او هند تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روان میلادي کال د جنورې په ۱۱مه د هند په موهالي لوبغالي کې دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۴مه او درېیمه لوبه د جنورۍ په ۱۷مه تر سره کیږي.

افغان سپینر بالر چې د اسټرالیا بیګ باش لیګ په سږني فصل کې یې د ملبرون رینیګیډز لوبډلې په بریا کې مهم رول درلود، د افغان کرېکټ بورډ سره د قرارداد نه امضا کېدو او د (این او سي) په شرایطو کې د بدلون له امله د اسټرالیا کرېکت لیګ څخه بهر شو.
افغان ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن د سه شنبې ورځې لوبه کې د ملبرون سټارز پروړاندې د میلبرون رینګیډز راتلونکو لوبو کې له بیګ باش لیګ څخه د نوموړي د (این او سي) په شرایطو کې د بدلون له امله پاتي شو.
مجیب الرحمن د افغانستان د افغان لوبډلې دوه تیزو بال اچوونکو نوین الحق او فضل الحق فاروقي په ګډون د مرکزي قرارداد نه لاسلیک کولو له امله د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري په لیګونو کې د لوبېدو دوه کلن بندیز سره مخ شو.
هغه مهال د ملبرون لوبدلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه چې «د بیګ باش لیګ هیڅ اړیکه نه ده ترلاسه کړې چې په لیګ کې د مجیب الرحمن د لوبېدو پلانونه بدل شي. او ملبرون لوبډله په بیګ باش لیګ پاته فصل لپاره د هغه ملاتړ ته دوام ورکوي.»
خو ملبرون لوبډلې تیره ورځ په یوه تازه خبرپانه کې ویلي چې،« مجیب الرحمن د هغه د این او سي په شرایطو کې د بدلون له امله د لوبډلې له نوملړ څخه ایستل شوی.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي د مرکزې قرارداد نه امضا کېدو له امله یو کال په ملي لوبډله کې او دوه کاله په بهرنيو لیګونو کې پر لوبېدو بندیز ولګاوه.
خو درې ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ له متحده عربي متحده امارتو سره د درې شل اوریزې لوبلړۍ پر مهال له بندیز سره مخ دوه افغان لوبغاړي ولوبول او ویلي یې دي چې له بندیز سره مخ لوبغاړي کولای شي د ضرورت پر مهال د افغان ملي لوبډلې لپاره ولوبیږي.
خو په بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو د بندیز په اړه یې څه نه دي ویلي.