• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجیب الرحمن له د بیګ باش کرېکټ لیګ څخه بهر شو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۱۲ GMT+۰

افغان سپینر بالر چې د اسټرالیا بیګ باش لیګ په سږني فصل کې یې د ملبرون رینیګیډز لوبډلې په بریا کې مهم رول درلود، د افغان کرېکټ بورډ سره د قرارداد نه امضا کېدو او د (این او سي) په شرایطو کې د بدلون له امله د اسټرالیا کرېکت لیګ څخه بهر شو.

افغان ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن د سه شنبې ورځې لوبه کې د ملبرون سټارز پروړاندې د میلبرون رینګیډز راتلونکو لوبو کې له بیګ باش لیګ څخه د نوموړي د (این او سي) په شرایطو کې د بدلون له امله پاتي شو.

مجیب الرحمن د افغانستان د افغان لوبډلې دوه تیزو بال اچوونکو نوین الحق او فضل الحق فاروقي په ګډون د مرکزي قرارداد نه لاسلیک کولو له امله د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري په لیګونو کې د لوبېدو دوه کلن بندیز سره مخ شو.

هغه مهال د ملبرون لوبدلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه چې «د بیګ باش لیګ هیڅ اړیکه نه ده ترلاسه کړې چې په لیګ کې د مجیب الرحمن د لوبېدو پلانونه بدل شي. او ملبرون لوبډله په بیګ باش لیګ پاته فصل لپاره د هغه ملاتړ ته دوام ورکوي.»

خو ملبرون لوبډلې تیره ورځ په یوه تازه خبرپانه کې ویلي چې،« مجیب الرحمن د هغه د این او سي په شرایطو کې د بدلون له امله د لوبډلې له نوملړ څخه ایستل شوی.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي د مرکزې قرارداد نه امضا کېدو له امله یو کال په ملي لوبډله کې او دوه کاله په بهرنيو لیګونو کې پر لوبېدو بندیز ولګاوه.

خو درې ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ له متحده عربي متحده امارتو سره د درې شل اوریزې لوبلړۍ پر مهال له بندیز سره مخ دوه افغان لوبغاړي ولوبول او ویلي یې دي چې له بندیز سره مخ لوبغاړي کولای شي د ضرورت پر مهال د افغان ملي لوبډلې لپاره ولوبیږي.

خو په بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو د بندیز په اړه یې څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبډله له متحده عربي امارتو سره د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ سیالي تر سره کوي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله، له متحده عربي اماراتو سره د روانې شل اوریزې لوبلړۍ دریمه سیالي نن د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کوي. دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام ۶ نیمې بجې تر سره کیږي.

د افغانستان او متحده عربي امارتو د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د درې شل اوریزې لوبلړۍ دوه سیالۍ تر سره شوې چې، یوه سیالي افغانستان او یوه بله یې متحده عربي اماراتو ګټلې ده.

دغه لوبلړۍ د راشد خان په نه شتون د افغان لوبډلې د پیلیز توپ وهوونکي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ تر سره کیږي.

له دغه لوبلړۍ وروسته افغان ملي لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره درې شل اوریزه لوبلړۍ پیلوي.

د افغانستان او هند تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روان میلادي کال د جنورې په ۱۱مه د هند په موهالي لوبغالي کې، دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۴مه او دریمه لوبه د جنورۍ په ۱۷مه تر سره کیږي.

په پام کې ده چې له هند سره د درې شل اوریزه لوبلړۍ لوبې به هم د راشد خان په نه شتون کې د ابراهم ځدراڼ په لوبدلمشرۍ تر سره شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټروټ تړون د روان کال لپاره هم وغځول شو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې جانتن ټروټ به د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکې په توګه کار کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکي،‌ چې دغه بورډ د ۲۰۲۴ کال لپاره د ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي جانتن ټروټ تړون غځولی دی.

د کرېکټ بورد په وینا؛ د دغه روزونکي قرارداد د هغه د ښه فعاليت او د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو د کچې لوړېدلو له امله غځول شوی دی.

ټروټ به د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.‌

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخواني لوبغاړی تر دې وړاندې ویلي وو، چې د نوي تړون له شرایطو خوښ دی؛ خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو له مخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.

ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیسته. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکټوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړۍوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.

متحده عربي اماراتو افغان لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې په دویمه شل اوره نړۍواله لوبه کې افغان لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه. د افغان کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې؛ سیالې لوبډلې د اوو وېکټو په بایللو سره په شلو اورونو کې دا هدف ټاکلی دی او اوس یې په مقابل کې افغان لوبډله لوبېږي.

دغه لوبلړۍ د متحده عربې امارتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي او لومړۍ لوبه افغانستان د ۷۲ منډو په توپیر له کوربه لوبډلې ګټلې وه.

له بلې خوا له نولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې نن سویلي افریقا ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې؛ خو سیاله لوبډله د هدف پوره کولو کې پاتې راغله.

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرېکټ لوبډلې سویلي افریقا ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې د سویلې افریقا نولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې افغان لوبغاړو عرب ګل مومند او الله غضنفر د غوره توپ اچونې پر مټ د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه، چې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې.

افغان ځوانانو د غوره توپ اچونې په پایله کې سیاله لوبډله په ۳۰،۴ اورونو کې په ۱۲۹ منډو له ډګره بهره کړه او په ۴۷ منډو یې بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې په ګټه عرب ګل مومند او الله محمد غضنفر څلور او فریدون داودزي او بشیر احمد افغان یوه - یوه وېکټ ترلاسه کړه.

افغان ځوانان به د راتلونکې پنچشنبې په ورځ د روانو سیالیو په ترڅ کې خپله درېیمه لوبه کې به هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو درې اړخیزې لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د سوېلي افریقا په کوربه توب له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو د درې اړخیزې لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه کوربه هیواد سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. خو د افغان لوبډلې، لوبډلمشر د ټپي کېدو له امله له یادې لوبلړۍ څخه بهر شو.

د یادې لوبې د پیل په ورستیو شیبو کې د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان د عضلاتو د ټپ له امله له یادې درې اړخیزې لوبلړۍ څخه بهر شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي: «د افغانستان د ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان د همسټرینګ له امله د سوېلي افریقا په کوربه توب د ۱۹ کلنو لوبغاړو له درې اړخیزې لوبلړۍ څخه بهر شو. او په پر ځای یې نعمان شاه په یادو سیالیو کې لوبډلمشري پر غاړه لري.»

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ملي لوبډلې په ننۍ سیالۍ کې د نعمان شاه په لوبدلمشرۍ وفي الله، حسن عیسی خیل، جمشید ځدراڼ، سهیل خان زرمتی، رحمان الله زرمتی، الله محمد، عرب ګل مومند، بشیر احمد، فریدون داودزی او زاهد افغان لوبیږي.

دغه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب د دغه هیواد په جوهانزبرګ اولډ ایډوارډینز لوبغالي کې تر سره کیږي.