• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبډله له متحده عربي امارتو سره د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ سیالي تر سره کوي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله، له متحده عربي اماراتو سره د روانې شل اوریزې لوبلړۍ دریمه سیالي نن د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کوي. دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام ۶ نیمې بجې تر سره کیږي.

د افغانستان او متحده عربي امارتو د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د درې شل اوریزې لوبلړۍ دوه سیالۍ تر سره شوې چې، یوه سیالي افغانستان او یوه بله یې متحده عربي اماراتو ګټلې ده.

دغه لوبلړۍ د راشد خان په نه شتون د افغان لوبډلې د پیلیز توپ وهوونکي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ تر سره کیږي.

له دغه لوبلړۍ وروسته افغان ملي لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره درې شل اوریزه لوبلړۍ پیلوي.

د افغانستان او هند تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روان میلادي کال د جنورې په ۱۱مه د هند په موهالي لوبغالي کې، دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۴مه او دریمه لوبه د جنورۍ په ۱۷مه تر سره کیږي.

په پام کې ده چې له هند سره د درې شل اوریزه لوبلړۍ لوبې به هم د راشد خان په نه شتون کې د ابراهم ځدراڼ په لوبدلمشرۍ تر سره شي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټروټ تړون د روان کال لپاره هم وغځول شو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې جانتن ټروټ به د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکې په توګه کار کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکي،‌ چې دغه بورډ د ۲۰۲۴ کال لپاره د ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي جانتن ټروټ تړون غځولی دی.

د کرېکټ بورد په وینا؛ د دغه روزونکي قرارداد د هغه د ښه فعاليت او د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو د کچې لوړېدلو له امله غځول شوی دی.

ټروټ به د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.‌

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخواني لوبغاړی تر دې وړاندې ویلي وو، چې د نوي تړون له شرایطو خوښ دی؛ خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو له مخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.

ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیسته. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکټوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړۍوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.

متحده عربي اماراتو افغان لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې په دویمه شل اوره نړۍواله لوبه کې افغان لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه. د افغان کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې؛ سیالې لوبډلې د اوو وېکټو په بایللو سره په شلو اورونو کې دا هدف ټاکلی دی او اوس یې په مقابل کې افغان لوبډله لوبېږي.

دغه لوبلړۍ د متحده عربې امارتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي او لومړۍ لوبه افغانستان د ۷۲ منډو په توپیر له کوربه لوبډلې ګټلې وه.

له بلې خوا له نولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې نن سویلي افریقا ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې؛ خو سیاله لوبډله د هدف پوره کولو کې پاتې راغله.

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرېکټ لوبډلې سویلي افریقا ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې د سویلې افریقا نولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې افغان لوبغاړو عرب ګل مومند او الله غضنفر د غوره توپ اچونې پر مټ د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه، چې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې.

افغان ځوانانو د غوره توپ اچونې په پایله کې سیاله لوبډله په ۳۰،۴ اورونو کې په ۱۲۹ منډو له ډګره بهره کړه او په ۴۷ منډو یې بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې په ګټه عرب ګل مومند او الله محمد غضنفر څلور او فریدون داودزي او بشیر احمد افغان یوه - یوه وېکټ ترلاسه کړه.

افغان ځوانان به د راتلونکې پنچشنبې په ورځ د روانو سیالیو په ترڅ کې خپله درېیمه لوبه کې به هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو درې اړخیزې لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د سوېلي افریقا په کوربه توب له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو د درې اړخیزې لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه کوربه هیواد سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. خو د افغان لوبډلې، لوبډلمشر د ټپي کېدو له امله له یادې لوبلړۍ څخه بهر شو.

د یادې لوبې د پیل په ورستیو شیبو کې د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان د عضلاتو د ټپ له امله له یادې درې اړخیزې لوبلړۍ څخه بهر شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي: «د افغانستان د ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان د همسټرینګ له امله د سوېلي افریقا په کوربه توب د ۱۹ کلنو لوبغاړو له درې اړخیزې لوبلړۍ څخه بهر شو. او په پر ځای یې نعمان شاه په یادو سیالیو کې لوبډلمشري پر غاړه لري.»

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ملي لوبډلې په ننۍ سیالۍ کې د نعمان شاه په لوبدلمشرۍ وفي الله، حسن عیسی خیل، جمشید ځدراڼ، سهیل خان زرمتی، رحمان الله زرمتی، الله محمد، عرب ګل مومند، بشیر احمد، فریدون داودزی او زاهد افغان لوبیږي.

دغه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب د دغه هیواد په جوهانزبرګ اولډ ایډوارډینز لوبغالي کې تر سره کیږي.

افغانستان په یوه ورځ دوه غبرګې کرېکټ سیالۍ تر سره کوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو او تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د سوېلي افریقا په وړاندې لوبیږي. افغان کرېکټ بورډ وايي، د افغانسان ملي لوبډله د یک شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د درې شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه د افغانستان په وخت د مازدیګر ۶ نیمې بجې تر سره کیږي.

دغه لوبلړۍ د متحده عربې امارتو په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د ۷۲ منډو په توپیر له متحده عربي اماراتو څخه ګټلې وه.

په تېره لوبه کې افغانستان د دریو ویکیټو په زیان متحده عربي امارتو ته د۲۰۴ منډو هدف ورکړ.

په دغې سیالۍ کې رحمان الله ګربز په ۵۲ توپونو سلیزه ووهله، په شل اوریزو لوبو کې دا د ګربز لومړنۍ سلیزه وه.

تر دې وړاندې په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي سلیزې وهلې وې.

همدارنګه افغان کرېکټ بورډ په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویلي چې، نن یک شنبه د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د درې اړخیزې روانې لوبلړۍ په دوام له سوېلي افریقا سره د سیالۍ ډګر ښکته کیږي.

د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلې د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ له هند څخه د شپږ ویکټو په توپیر بایللې وه.

افغانستان په تېره لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د هند له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ منډو وټاکه او د هند لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۳۷م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

په تېره لوبه کې سهیل خان افغانستان په ګټه په ۱۱۲ توپونو ۷۱ منډې او حسن عیسی خیل په ۴۰ توپونو ۵۴، د نورو لوبغاړو په پرتله ډيرې منډې جوړې کړې.

د افغانستان، هند او سوېلي افریقا له ۱۹ کلنو د کمره عمره لوبډلو د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو درې اړخیزه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب تر سره کیږي.