• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو درې اړخیزې لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د سوېلي افریقا په کوربه توب له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو د درې اړخیزې لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه کوربه هیواد سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. خو د افغان لوبډلې، لوبډلمشر د ټپي کېدو له امله له یادې لوبلړۍ څخه بهر شو.

د یادې لوبې د پیل په ورستیو شیبو کې د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان د عضلاتو د ټپ له امله له یادې درې اړخیزې لوبلړۍ څخه بهر شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي: «د افغانستان د ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان د همسټرینګ له امله د سوېلي افریقا په کوربه توب د ۱۹ کلنو لوبغاړو له درې اړخیزې لوبلړۍ څخه بهر شو. او په پر ځای یې نعمان شاه په یادو سیالیو کې لوبډلمشري پر غاړه لري.»

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ملي لوبډلې په ننۍ سیالۍ کې د نعمان شاه په لوبدلمشرۍ وفي الله، حسن عیسی خیل، جمشید ځدراڼ، سهیل خان زرمتی، رحمان الله زرمتی، الله محمد، عرب ګل مومند، بشیر احمد، فریدون داودزی او زاهد افغان لوبیږي.

دغه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب د دغه هیواد په جوهانزبرګ اولډ ایډوارډینز لوبغالي کې تر سره کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان په یوه ورځ دوه غبرګې کرېکټ سیالۍ تر سره کوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو او تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د سوېلي افریقا په وړاندې لوبیږي. افغان کرېکټ بورډ وايي، د افغانسان ملي لوبډله د یک شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د درې شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه د افغانستان په وخت د مازدیګر ۶ نیمې بجې تر سره کیږي.

دغه لوبلړۍ د متحده عربې امارتو په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د ۷۲ منډو په توپیر له متحده عربي اماراتو څخه ګټلې وه.

په تېره لوبه کې افغانستان د دریو ویکیټو په زیان متحده عربي امارتو ته د۲۰۴ منډو هدف ورکړ.

په دغې سیالۍ کې رحمان الله ګربز په ۵۲ توپونو سلیزه ووهله، په شل اوریزو لوبو کې دا د ګربز لومړنۍ سلیزه وه.

تر دې وړاندې په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي سلیزې وهلې وې.

همدارنګه افغان کرېکټ بورډ په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویلي چې، نن یک شنبه د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د درې اړخیزې روانې لوبلړۍ په دوام له سوېلي افریقا سره د سیالۍ ډګر ښکته کیږي.

د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلې د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ له هند څخه د شپږ ویکټو په توپیر بایللې وه.

افغانستان په تېره لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د هند له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ منډو وټاکه او د هند لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۳۷م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

په تېره لوبه کې سهیل خان افغانستان په ګټه په ۱۱۲ توپونو ۷۱ منډې او حسن عیسی خیل په ۴۰ توپونو ۵۴، د نورو لوبغاړو په پرتله ډيرې منډې جوړې کړې.

د افغانستان، هند او سوېلي افریقا له ۱۹ کلنو د کمره عمره لوبډلو د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو درې اړخیزه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب تر سره کیږي.

د پاکستان د المپیک کمېټې مشر له ۱۹ کلن ماموریت وروسته خپله دنده پرېښوده

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۴ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د المپیک کمېټې مشر عارف حسن له ۱۹ کلن ماموریته له خپلې دندې استعفاء وکړه. نوموړي د المپیک کمېټې اجراییوي غړو ته خبر ورکړی ، چې د « ناسم روغتیايي» حالت له امله د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته خپله دنده نشي کولی.

ښاغلی حسن، چې دا مهال په امریکا کې دی، جیو نیوز پاکستاني ټلویزیون ته خپله استعفاء تایید کړې ده.

‏د معلوماتو پر بنسټ، عارف حسن ته په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د سویلي اسیا سیالیو د تنظیم کمېټې مسوولیت وسپارل شو؛ خو په ۲۰۰۴ کال کې بیا د پاکستان د المپیک کمېټې مشري ورکړل شوه، چې تر اوسه هم پر دې څوکۍ پاتې وو.

‏د پاکستان د ورزش په تاریخ کې د اوږد مسوولیت لرونکی دغه چارواکی روان کال کې له دې امله هم تر سختو نیوکو لاندې راغلی وو، چې ولې پاکستان په نړیوالو المپیک سیالیو کې کوم مډال ترلاسه نه کړ.

رحیم یار خان کلب د «ال پاکستان کبډي ټورنمنټ» وګاټه

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د بلوچستان په سیبۍ ضلع کې د ملېشه ځواکونو په نوښت د ال پاکستان کبډي تورنمنټ پایلوبه رحیم یار خان کلب وګټله. دغه ټورنمنټ چې یوه اونۍ روان و، د پاکستان له بېلابېلو ښارونو اتو لوبډلو پکې برخه اخیستې.

په پایلوبه کې رحیم یار خان کلب د شنبې په ورځ د خان خدایي مرغزاني کلب ماته ور کړه او د ټورنمنټ اتل شو.

د ټورنمنټ په پای کې ګټونکي لوبډلې او لوبغاړو ته انعامونه او مډالونه ورکړل شوې.

د دې لوبې لیدلو ته د کالج او پوهنتون پر زدکوونکو سربېره د سیمې مشران او سیاستوال هم ورغلي وو.

افغان ملي لوبډلې امارت مات کړل، خو ۱۹ کلنو له هند ماته وخوړه

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملی لوبډلې د شل اوره لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد متحده عربي اماراتو ته د ۷۲ منډو په توپیر ماته ورکړه. له بلې خوا په سوېلي افریقا کې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې له سیالې هندۍ لوبډلې ماتې وخوړه.

په شارجه لوبغالي کې د اماراتو لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.

عربي متحده امارات د ټولو اورونو په ختمیدو او ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۳۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغانستان دویمه لوبه د روانې میاشتې په ۳۱مه او وروستۍ لوبه به د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه ترسره شي.

بلخوا، د افغانستان، هند او سویلي افریقا له ۱۹ کلنو کمعمره کرېکټ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبلړۍ چې نن د هند او افغانستان په لوبه پیل شوه، افغان ۱۹ لوبډلې پکې ماتې وخوړه.
د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ۴۸.۲ اورو کې د لسو لوبغاړو په زیان سره د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه. د هند لوبډلې په ۳۶.۴ اورو کې په ۶ ویکټو دا هدف ترلاسه کړ.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې دویمه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه له سویلي افریقا سره ده.

اسټراليا له پاکستان د کرېکټ د ټيسټ لوبو لړۍ وګټله

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۷ GMT+۰

اسټراليا له پاکستان د ټیسټ لړۍ دوهمه پرله پسې لوبه د ۷۹ منډو په توپير وګټله او په دې بري سره یې دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه. دغه لوبلړۍ د اسټراليا په ملبورن ښار کې روانه ده. اسټراليا د نن په څېر لومړۍ لوبه هم په خورا لوی توپير ګټلې وه.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د کرېکټ په دوهمه ټيسټ لوبه کې نن پاکستان پچه وګټله او توپ اچونه يې انتخاب کړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې پاکستان د اسټراليا د ۳۱۸ منډو په مقابل کې ۲۶۴ منډې وکړې.

د لوبې په دوهمه برخه کې کوربه هېواد اسټراليا ۲۶۲ منډې جوړي کړې او پاکستان د ۲۳۷ منډو جوړولو سره دغه هدف پوره نه کړ.

اسټراليا له پاکستان د ټیسټ دا دوهمه لوبه د ۷۹ منډو په توپير وګټله او ددې سيالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی اسټراليايي توپ اچوونکی پاټ کمينز شو، نوموړي پنځه پاکستاني لوبغاړي وسوځول او په ۱۲۰ توپونو يې ۴۸ منډې جوړې کړې.

اسټراليا له پاکستان د کرېکټ د ټيسټ پيليزه لوبه هم په خورا لوی توپير ګټلې وه.

په لومړۍ لوبه کې پاکستان په ۳۰ اورونو کې يوازې ۸۹ منډې جوړې کړې وې او اسټراليا هغه لوبه د ۳۶۰ منډو په توپير ګټلې وه.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د دې سيريز وروستۍ لوبه درې ورځې وروسته د جنوري په دوهمه کېږي.