• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسټراليا له پاکستان د کرېکټ د ټيسټ لوبو لړۍ وګټله

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۷ GMT+۰

اسټراليا له پاکستان د ټیسټ لړۍ دوهمه پرله پسې لوبه د ۷۹ منډو په توپير وګټله او په دې بري سره یې دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه. دغه لوبلړۍ د اسټراليا په ملبورن ښار کې روانه ده. اسټراليا د نن په څېر لومړۍ لوبه هم په خورا لوی توپير ګټلې وه.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د کرېکټ په دوهمه ټيسټ لوبه کې نن پاکستان پچه وګټله او توپ اچونه يې انتخاب کړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې پاکستان د اسټراليا د ۳۱۸ منډو په مقابل کې ۲۶۴ منډې وکړې.

د لوبې په دوهمه برخه کې کوربه هېواد اسټراليا ۲۶۲ منډې جوړي کړې او پاکستان د ۲۳۷ منډو جوړولو سره دغه هدف پوره نه کړ.

اسټراليا له پاکستان د ټیسټ دا دوهمه لوبه د ۷۹ منډو په توپير وګټله او ددې سيالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی اسټراليايي توپ اچوونکی پاټ کمينز شو، نوموړي پنځه پاکستاني لوبغاړي وسوځول او په ۱۲۰ توپونو يې ۴۸ منډې جوړې کړې.

اسټراليا له پاکستان د کرېکټ د ټيسټ پيليزه لوبه هم په خورا لوی توپير ګټلې وه.

په لومړۍ لوبه کې پاکستان په ۳۰ اورونو کې يوازې ۸۹ منډې جوړې کړې وې او اسټراليا هغه لوبه د ۳۶۰ منډو په توپير ګټلې وه.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د دې سيريز وروستۍ لوبه درې ورځې وروسته د جنوري په دوهمه کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له متحده اماراتو سره شل اوره نړیواله لوبلړۍ پیلوي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد کرېکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره د دریو نړیوالو شل اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي. ټاکلې ده چې د دې لړۍ اوله لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د کوربه هېواد کې په شارجه ښار کې وشي.

په دې لوبلړۍ کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد لوبېږي.

کرېکټ بورډ وايي،څلور تنه احتیاطي لوبغاړي هر یو راشدخان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم برخه دي.

له بلې خوا د افغانستان، هند او سویلي افریقا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن د هند او افغانستان په لوبه پیل شوه.
د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بلوڅ پرلت کوونکي: که په یوه اونۍ کې مو غوښتنې و نه منل شي، سلامشورو لپاره بلوچستان ته ځو

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۰

بلوڅ پرلت کونکي وایي، که په یوه اونۍ کې یې غوښتنې و نه منل شي بېرته بلوچستان ته ځي او د خپل ولس سره به د راتلونکي ګام لپاره سلا مشورې وکړي. بلوڅ پرلت کوونکي وايي، له حکومته یې غوښتي چې د دوی غوښتنې دې د ملګرو ملتونو د یو پلاوي سره په ګډه وارزوي او حل لارې دې ورته بیامومي.

دوی وايي، که په یوې اونۍ کې یې غوښتنې و نه منل شوې؛ نو بېرته بلوچستان ته ستنېږي او د خپل ولس او سیاسي ګوندونو سره به په ګډه د راتلونکي ګام په اړه سلا مشورې کوي.
بلوڅ پرلت وهونکي وايي، چې حکومت دې د دوی نسل وژنه او د خلکو د تري تم کېدو په اړه دې د ملګرو ملتونو په شتون کې له دوی سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د پرلت کوونکو د ډلې مشرې ماه رنګ بلوڅ پرون ناوخته یوې خبري ناستې ته وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې په پلازمېنه کې له دوی سره انساني چلند نه دی شوی، د دې پر ځای چې حکومت د دوی بشري غوښتنې ومني له دوی سره یې د زور زیاتي، ربړونې او بندي کولو لړۍ پیل کړې ده.
اغلې بلوڅ وویل، سره له دې چې حکومتي چارواکي د دوی د بندي شویو ټولو ملګرو د خلاصون خبره کړې؛ خو وايي اوس هم د دوی یو شمېر ملګري بندیان دي.
پرلت کوونکو پاکستان حکومت ته ګوت څنډنه وکړه، که د دوی غوښتنې و نه منل شي؛ نو ټول بلوڅان به په یوه خوله او یو اواز سره راپورته کېږي او د خپلو حقونو غوښتنه به کوي.

دوی وايي، زموږ غوښتنې پر حقه دي موږ د خپلو خلکو د تری تم کېدو او نسل وژنې د مخنیوي غوښتنه کوو زموږ بندیان دې راخوشې کړای شي او هغه اداره چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه جوړه شوې هغه دې ژر تر ژره لغوه کړای شي.

دوی وایي، دغه اداره حکومت د بلوڅانو د نسل وژنې لپاره جوړه کړې ده.
د بلوڅو دغه برلت او لاریون له هغه وروسته پیل شو، چې په تېره نومبر میاشت کې د بلوچستان ایالت په تربت کې، د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» پر چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی و.

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې به د پارلماني ټاکنو وروسته افغانستان ته سفر وکړم

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د خپل سفر نېټه اعلان کړې او ویلي یې دي، تر هغې چې په پاکستان کې پارلماني ټاکنې نه وي ترسره شوي سفر نه شي کولای.

سره له دې چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په اړه لا له وړاندې په رسنیو کې ګڼ راپورونه خپاره شوي وو؛ خو هغه وايي چې ښايي د نوموړي سفر افغانستان ته د نوي کال د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي.

مولانا دا هم ویلي، چې افغانستان ته د هغه سفر موخه د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو تر منځ د ترینګلو اړیکو بیا رغول دي.
تر دې وړاندې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې په اسلام اباد کې د دغې ډلې شارژدافیر مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه او موخه یې هم دا ښودلې وه، چې مولانا کولای شي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو په اړه د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي و، چې طالبانو ور څخه د دوی او اسلام اباد تر منځ د منځګړیتوب غوښتنه کړې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همدومره ویلي و چې مولانا فضل الرحمن یو اغېز لرونکی شخصیت دی.
د افغانستان او طالبانو تر منځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې په پاکستان کې وسله‌والو په ګڼو بریدونو کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه په نښه او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پاکستان د دغو بریدونو د پړې ګوته نېغ په نېغه طالبانو ته ونیوله او ادعا یې وکړه، چې طالبانو په افغانستان کې د دوی مخالفو وسله‌والو ډلو ته پټن ځایونه ورکړي او دغه وسله‌وال بریدونه له هماغې خاورې پلانیږي.


د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، چې دا اړیکې د لا خرابېدو لور ته روانې دي او په کار ده چې دواړه لوري یو لړ هوکړو ته سره ورسېږي.

خلیل‌ز‌اد ویلي، چې که پاکستان طالب رژیم د پاکستاني طالبانو تحریک ته په پناه ورکولو تورنوي؛ طالب رژیم هم ادعا لري چې پاکستان یې پر ضد د داعش خراسان څانګې څخه ملاتړ کوي.

د عمران خان مېرمن به د راتلونکي کال د جنوري په څلورمه محاکمه شي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۶ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې؛ په اسلام اباد کې یوې محکمې د دولتي ډالیو د فساد یا توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د محاکمه کېدو لپاره نېټه ټاکلې ده. له دې وړاندې د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان محکمه ځنډولې وه.

د دغې محکمې غوڼډه د اډياله محبس کې تر سره شوې او څلورم د جنورۍ یې د عمران خان او د هغې د مېرمنې د محاکمې لپاره ټاکلې ده.

توشه خانه هغه ځای دی چې لومړي وزیر او د هغه مېرمنې ته د نړۍوالو شخصیتونو له خوا ورکړل شوې تحفې پکې ساتل کیږي.

په عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور دې چې د واک په مهال یې ترلاسه کړې تحفې د دې پر ځای چې توشه خانې ته وسپاري،‌ خپله یې اخیستي دي.‌

د ادیاله په محبس کې د محکمې د غوڼډې پرمهال عمران خان او د هغه مېرمنې ته د دغه تور په اړه موجود اسناد ورسپارل شوي دي.‌

د ډسمبر په ۲۳مه عمران خان او بشرا بي بي د همدې قضیې په تړاو د حساب ورکونې ملي ادارې ته ورغوښتل شوي وو.

محکمې د دغې ادارې له خوا وړاندې کړل شوي اسناد منلي چې له مخې یې عمران او د هغه مېرمنې د نړۍوالو سفرونو پر مهال ۱۰۸ تحفې ترلاسه کړې خو یوازې ۵۸ یې بېرته توشه خانې ته سپارلي دي.‌

د توشه خانې قضیه د پاکستان په سیاست کې وروسته له هغه د یوې مهمې قضیې په توګه راڅرګنده شوه، چې د ټاکنو کمېسیون تېره میاشت د "غلطو څرګندونو او اعلانونو" له امله عمران خان په ټاکنو کې له ګډونه محروم کړ. عمران خان د لومړي وزیر په توګه د کار پرمهال په فساد تورن شوی او له همدې امله له دندې ګوښه شوی و.‌

قاضي د عمران خان د شتمنو په ثبت کې د تضاد شتون په ګوته کړي او ویلي یې دي، چې د هغه په بانکې اکونټ کې شته پیسې د دولتي ډالیو د ارزښت په نیمايي دي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، چې عمران خان مکلف و چې له هر سفره له راستنېدو وروسته یې باید په خپل اکونټ کې د شته پیسو اندازه له مربوطه ادارو سره شریکه کړی وی؛ خو هغه دغه کار نه دی کړی.

له بندیز سره د مخ لوبغارو په ګډون د اماراتو پر وړاندې شل اوریزو لوبو ته لوبډله اعلان شوه

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په شپه ( د ډسمبر ۲۸مه) د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درېیو شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لپاره افغان ملي لوبډله اعلان کړه. په دې لوبډلې کې دوه لوبغاړي نوین الحق او فضل فاروقي هم دي، چې له دې وړاندې پرې بندیزونه لګېدلي وو.

په دغه نوملړ د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق الله اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت اله عمرزی، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم، نور احمد او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی.

همداراز راشدخان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

د متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړۍوالې لوبې د روانې ډسمبر په ۲۹مه او ۳۱مه او وروستۍ لوبه به د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه ترسره شي.