• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له متحده اماراتو سره شل اوره نړیواله لوبلړۍ پیلوي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد کرېکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره د دریو نړیوالو شل اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي. ټاکلې ده چې د دې لړۍ اوله لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د کوربه هېواد کې په شارجه ښار کې وشي.

په دې لوبلړۍ کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد لوبېږي.

کرېکټ بورډ وايي،څلور تنه احتیاطي لوبغاړي هر یو راشدخان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم برخه دي.

له بلې خوا د افغانستان، هند او سویلي افریقا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن د هند او افغانستان په لوبه پیل شوه.
د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په استانبول کې د افغان کونسلګرۍ هغه سرپرست «ګوښه کړ چې له دوی سره یې تعامل کړی و»

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۴ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان کونسلګرۍ اوسنی جنرال کونسل محمد امین یعقوبي له دندې ګوښه کړی. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت خپل ډېپلوماټ مفتي محمد عظیم د نوموړي پر ځای جنرال کونسل ټاکلی، خو یعقوبي لا هم ور سره په جنجال دی.

په استانبول ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ کې څو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، یوه میاشت وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امیر خان متقي په لاسلک یو مکتوب استنبول کې افغان کونسلګرۍ ته استولی وو چې پکې د طالبانو ډېپلوماټ مفتي محمد عظیم د کونسلګرۍ د سرپرست او محمد امین یعقوبي د کونسلګرۍ د مالي او اداري په توګه ګمارل شوی و.

د سرچینو په حواله محمد امین یعقوبي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر لومړي مکتوب عمل ونه کړ. یوه اوونۍ وړاندې طالبانو کونسلګرۍ ته د دوهم مکتوب په لېږلو سره محمد امین یعقوبي یې د کونسلګرۍ له مالي او اداري له دندې هم لرې کړ او مفتي محمد عظیم یې د کونسلګری د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

په استانبول کې د افغانستان جنرال کونسل محمد امین یعقوبي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، مفتي محمد عظیم له دوی سره په کونسلګرۍ کې ډېپلوماټ دی.

هغه د طالبانو له لوري د جنرال کونسل په توګه د ښاغلي عظیم پر ټاکل کېدلو بې خبري وښوده او دغه ګمارنه یې نه رد او نه هم تایید کړه.

طالبانو له تېر دوبي راهیسې د ترکیې استانبول ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ ته د ګلمت خان ځدراڼ او مفتي محمد عظیم په نومونو د خپلې ډلې دوه ډېپلوماټان معرفي کړي دي.

خو سرچینې وايي، محمد امین یعقوبي د طالبانو له دویم مکتوب سره هم مقابله کوي او د دې ډلې له ډیپلوماټانو سره لاسر ګرېوان دی.

د معلوماتو له مخې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د محمد امین یعقوبي په اړه په کابل کې د ترکیې سفارت او د دغه هیواد بهرنیو چارو وزارت ته یو یاداښت لیږلی دی ترڅو د کونسلګرۍ چارې د دې ډلې ګمارل شوي کونسل ته وسپاري.

له بلې خوا په استانبول کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې سرچینو افغانستان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، محمد امین یعقوبي لا هم د ځان ټینګولو هڅه کوي او د طالبانو له لوري ګمارل شوی ډېپلوماټ ګلمت خان پر ځای یې یو بل محلي کارمند حمدالله حبیبي د کونسلګرۍ مالي او اداري مسوول ټاکلی دی او لاسلیک یې بانګ ته معرفي کړی دی.

د معلوماتو پر بنسټ په استانبول کې د افغانستان مالي چارو او له بانګ د پیسو د اېستلو لپاره دوه لاسلیکونه ضروري وي چې له دې وړاندې د کونسلګرۍ سرپرست محمد امین یعقوبي او د طالبانو د ډېپلوماټ ګلمت خان ځدراڼ لاسلیکونه معرفي شوي ول.

په کونسلګري کې سرچینې وايي، د طالبانو له لوري په استانبول کې ګمارل شوي جنرال کونسل مفتي محمد عظیم او د لرې شوي سرپرست جنرال کونسل محمد امین یعقوبي ترمنځ نندارۍ زیاتې شوې او په بانګ کې د کونسلګرۍ شاوخوا یو میلیون ډالرو د اېستلو په اړه اندېښنې موجودې دي.

له دې وړاندې په ترکیه کې یو شمیر افغان ډېپلوماټانو د طالبانو له خوا د ګوښه کېدو له امله غبرګون ښودلی و، خو بیا وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د مکتوب په لیږلو سره دوی له دندې ګوښه کړل او ترې ویې غوښتل چې یا دې د ډېپلوماټ پرځای عادي ویزې واخلي او یا دې هم په لسو ورځو کې د ترکیې له خاورې ووځي.

که څه هم ترکیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو دې ډلې ته یې اجازه ورکړې، چې په انقره کې د افغانستان سفارت او په استانبول کې د دغه هېواد کونسلګرۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سږ کال په استانبول کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې خپل یو ډېپلومات وټاکه او د تېر حکومت درې ډېپلوماټان یې له دندو ګوښه کړل.

د افغانستان د پخواني حکومت سفیر امیر رامین لا هم په انقره کې د دغه هېواد د سفارت چارې پر مخ بیايي او د پخواني حکومت ډېری نور ډېپلوماتان اوس هم په ترکیه کې مېشت دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم تېر اکتوبر په ترکیه کې د افغانستان سفارت ته لاړ او هلته یې له افغانانو او د سفارت له کارکوونکو سره وکتل.

د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله او څلور میاشتې کېږي، خو یوازې دې ډلې ته پاکستان، ایران، متحده عربي اماراتو او چین افغان سفارتونه سفارلي دي.

په ځینې نورو هېوادونو لکه ترکیه، روسیه، ترکمنستان او سعودي کې د دوی ډیپلوماټان منل شوي، اما سفارتونه لا هم نه دي ور سپارل شوي.

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې به د پارلماني ټاکنو وروسته افغانستان ته سفر وکړم

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د خپل سفر نېټه اعلان کړې او ویلي یې دي، تر هغې چې په پاکستان کې پارلماني ټاکنې نه وي ترسره شوي سفر نه شي کولای.

سره له دې چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په اړه لا له وړاندې په رسنیو کې ګڼ راپورونه خپاره شوي وو؛ خو هغه وايي چې ښايي د نوموړي سفر افغانستان ته د نوي کال د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي.

مولانا دا هم ویلي، چې افغانستان ته د هغه سفر موخه د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو تر منځ د ترینګلو اړیکو بیا رغول دي.
تر دې وړاندې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې په اسلام اباد کې د دغې ډلې شارژدافیر مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه او موخه یې هم دا ښودلې وه، چې مولانا کولای شي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو په اړه د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي و، چې طالبانو ور څخه د دوی او اسلام اباد تر منځ د منځګړیتوب غوښتنه کړې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همدومره ویلي و چې مولانا فضل الرحمن یو اغېز لرونکی شخصیت دی.
د افغانستان او طالبانو تر منځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې په پاکستان کې وسله‌والو په ګڼو بریدونو کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه په نښه او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پاکستان د دغو بریدونو د پړې ګوته نېغ په نېغه طالبانو ته ونیوله او ادعا یې وکړه، چې طالبانو په افغانستان کې د دوی مخالفو وسله‌والو ډلو ته پټن ځایونه ورکړي او دغه وسله‌وال بریدونه له هماغې خاورې پلانیږي.


د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، چې دا اړیکې د لا خرابېدو لور ته روانې دي او په کار ده چې دواړه لوري یو لړ هوکړو ته سره ورسېږي.

خلیل‌ز‌اد ویلي، چې که پاکستان طالب رژیم د پاکستاني طالبانو تحریک ته په پناه ورکولو تورنوي؛ طالب رژیم هم ادعا لري چې پاکستان یې پر ضد د داعش خراسان څانګې څخه ملاتړ کوي.

له بندیز سره د مخ لوبغارو په ګډون د اماراتو پر وړاندې شل اوریزو لوبو ته لوبډله اعلان شوه

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په شپه ( د ډسمبر ۲۸مه) د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درېیو شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لپاره افغان ملي لوبډله اعلان کړه. په دې لوبډلې کې دوه لوبغاړي نوین الحق او فضل فاروقي هم دي، چې له دې وړاندې پرې بندیزونه لګېدلي وو.

په دغه نوملړ د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق الله اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت اله عمرزی، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم، نور احمد او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی.

همداراز راشدخان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

د متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړۍوالې لوبې د روانې ډسمبر په ۲۹مه او ۳۱مه او وروستۍ لوبه به د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه ترسره شي.

د پاکستان پوځ: له ټي ټي پي سره تړلي افغان وسلوال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د قوماندانانو عمومي غونډه کې چې د عاصم منیر په ګډون جوړه شوه او په دې غوڼډه کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د وسله والو فعالیت او نویو وسلو ته د دې ډلې لاسرسی د پاکستان د امنیت لپاره جدي اندېښنه بلل شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی، چې د دغه هېواد د پوځ د قوماندانانو ۲۶۱مه غونډه د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز سید عاصم منیر په مشرۍ د دغه هېواد د پوځ په مرکز کې جوړه شوه او په دغه هېواد کې د امنیتي ننګونو په هکله پکې خبرې اترې شوي.

د پاکستان د پوځ اعلامیه کې په یوه ګاونډي هېواد کې د پاکستاني طالبان تحریک او نورو ورته ډلو د پټنځایونو شتون، د خپلواکه فعالیت زمینه او نوو وسلو ته د هغوی لاسرسی د پاکستان د امنیت لپاره د یوې جدي اندېښنې په توګه یاد شوی دي.

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې له ټولو ترهګرو ډلو، د هغوی له تمویلوونکو او ملاتړو سره به په پوره قوت سره مقابله کوي.

د پاکستان پوځ له افغان طالبانو غوښتي وو، چې د پاکستاني طالبان تحریک د غړو پر ضد دې جدي اقدام وکړي؛ خو د پوځ دغه غوښتنه افغان طالبانو په نظر کې نه ده نیولې.

د پاکستان پوځ وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک سره تړلي افغان وسله وال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په خونړیو بریدونو کې لاس لري او په افغانستان کې مېشت د ټي ټي پي‌ غړي د پاکستان پر پوځ او پولیسو د بریدونو پلانونه جوړوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ ته نېږدې سیاسي او مذهبي مشر مولانا فضل الرحمان ته افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړې ده.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې له پارلماني ټاکنو وروسته به د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د باور رامنځته کولو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

د هند او افغانستان د کرېکټ لوبو د نندارې د لوړې بیې ټکټ په ۵۹۴۷ هندۍ کلدارې پلورل کیږي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د افغانستان او هند تر منځ د شل اوریزو کرېکټ لوبو د لېدلو لپاره د ټکټ بیې اعلان شوي او ټاکل شوې ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ لومړۍ لوبه د ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشتې په یوولسمه په هند کې وشي.

د مدهیا پردیش کرېکټ ادارې (APCA) د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د افغانستان او هند لوبډلو تر منځ د شل اوریزو لوبو چې د جنورۍ په ۱۱مه پیلېږي، نندارچیان کولی شي د لوبې د لېدلو لپاره ارزانه ټکټ په ۷۴۳ هندي کلدارو او ګران بیه ټکټ په ۵،۹۴۷ هندې کلدارۍ وپیري.

افغانستان به د لومړي ځل لپاره په ځايي هولکر لوبغالي کې چې د شاوخوا ۲۸ زره نندارچیانو ظرفیت لري، لوبه کوي.

چارواکي وايي، چې د هند او افغانستان د شل اوریزو لوبو لپاره د ټکټونو انلاین پلور به د ډسمبر په ۳۰مه د سهار په ۶ بجو پیل شي.

د هند او افغانستان ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ به د جنورۍ په ۱۱مه پیل او د جنورۍ په ۱۷مه پای ته ورسېږي.

د افغانستان او هند ترمنځ د شل اوریزو لوبو مهالویش

لومړۍ لوبه – ۱۱ جنوري ۲۰۲۴ په موهالي لوبغالي کې

دویمه لوبه – ۱۴ جنوري ۲۰۲۴په اندور لوبغالي کې

درېیمه لوبه – ۱۷ جنوري ۲۰۲۴په بنګلور لوبغالي کې