• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند او افغانستان د کرېکټ لوبو د نندارې د لوړې بیې ټکټ په ۵۹۴۷ هندۍ کلدارې پلورل کیږي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د افغانستان او هند تر منځ د شل اوریزو کرېکټ لوبو د لېدلو لپاره د ټکټ بیې اعلان شوي او ټاکل شوې ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ لومړۍ لوبه د ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشتې په یوولسمه په هند کې وشي.

د مدهیا پردیش کرېکټ ادارې (APCA) د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د افغانستان او هند لوبډلو تر منځ د شل اوریزو لوبو چې د جنورۍ په ۱۱مه پیلېږي، نندارچیان کولی شي د لوبې د لېدلو لپاره ارزانه ټکټ په ۷۴۳ هندي کلدارو او ګران بیه ټکټ په ۵،۹۴۷ هندې کلدارۍ وپیري.

افغانستان به د لومړي ځل لپاره په ځايي هولکر لوبغالي کې چې د شاوخوا ۲۸ زره نندارچیانو ظرفیت لري، لوبه کوي.

چارواکي وايي، چې د هند او افغانستان د شل اوریزو لوبو لپاره د ټکټونو انلاین پلور به د ډسمبر په ۳۰مه د سهار په ۶ بجو پیل شي.

د هند او افغانستان ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ به د جنورۍ په ۱۱مه پیل او د جنورۍ په ۱۷مه پای ته ورسېږي.

د افغانستان او هند ترمنځ د شل اوریزو لوبو مهالویش

لومړۍ لوبه – ۱۱ جنوري ۲۰۲۴ په موهالي لوبغالي کې

دویمه لوبه – ۱۴ جنوري ۲۰۲۴په اندور لوبغالي کې

درېیمه لوبه – ۱۷ جنوري ۲۰۲۴په بنګلور لوبغالي کې

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د وز لوبې د پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۰

په کابل کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ د وزلوبې پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ نن سې شنبه (د مرغومې ۵مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړنی پړاو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال تر سره شو، چې پکې د ګڼو ولایاتو د وزلوبې اتلانو برخه اخیستې وه.

سږنۍ سیالۍ به د بامیانو، میدان وردګ، پنجشیر، لوګر، بلخ، سمنګان، سرپل، بدخشان، کندهار، کندز او تخار ولایتونو د وزلوبغاړو ترمنځ ترسره شي.

وزلوبه چې د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ په درېیو ملي لوبغاړو بندیز لګولي او مرکزي قرارداد یې ترې اخیستی

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې له مرکزي قرارداد محروم شوي او د دوو کلونو لپاره به په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازه نه لري.

کرېکټ بورډ وايي؛ دغه پریکړه یې وروسته له هغه کړې چې دغو لوبغاړو د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه کړې.

د بورډ په وینا؛ د لوبغاړو دغه کار”د ادارې او ملي ګټو خلاف دی.“

په اعلامیه کې راغلي، چې دغو لوبغاړو ځکه د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو ټينګار کاوه، چې غوښتل یې په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي.

دغو لوبغاړو غوښتل چې د افغانستان په استازیتوب له لوبو څخه چې د بورډ په وینا یو ملي مسوولیت دی، ځان وباسي او ځکه بورډ دغه انضباطي پرېکړې وکړي.
په اعلامیه کې د کرېکټ بورډ د یوه چارواکي له قوله لیکل شوي، چې فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کرېکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي او باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه.
کرېکټ بورد وايي؛ د دغې ستونزې د هواري لپاره یې یو باصلاحیته پلاوی ټاکلی و او هغوی پرېکړه کړې، چې دغو درې لوبغاړو ته به تر یو کاله پورې مرکزي قرارداد نه ورکول کیږي، تر دوو کلونو په بهرنیو لوبې کې د ګډون اجازه نه لري. کرېکټ بورډ به خپله دغه پرېکړه د کرېکټ له نړۍوالې شورا او اسیايي شورا په ګډون له ټولو ښکیلو اړخونو سره شریکوي چې په جدي توګه عملي شي.

کرېکټ بورډ وايي؛ دغه پرېکړه یې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کړې، ځکه د دوی د ادارې د اصولو او ټولو قوانینو پر بنسټ باید ملي ګټې لومړيتوب واوسي او شخصي ګټو ته پرې هیڅوک لومړیتوب ورنه کړي.

تر اوسه د کرېکټ بورډ د دغې پرېکړې په اړه د ملي لوبډلې دغو درېیو لوبغاړو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ تر سره کولو لپاره سوېلي افریقا ته روانه شوه

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۵ GMT+۰

له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډله چې له تېرو څو ورځو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې په تمریناتو بوخته وه، نن سهار یې له یاد هیواد څخه د سوېلي افریقا په لوري سفر پیل کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له تمریناتو کولو وروسته نن یک شنبه د (مرغومي ۳مه) له متحده عربې اماراتو څخه د سوېلي افریقا په لور روانه شوه.

افغان کرېکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان، هند او سوېلي افریقا تر منځ درې اړخیزه لوبلړۍ د ډیسمبر په ۲۹مه پیلیږي او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۰مې نیټې به دوام وکړي.

خو کرېکټ بورډ تر دې مهاله په دغه لوبلړۍ کې له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې وروستۍ نوملړ نه دی خپور کړی.

یادې یو ورځنۍ سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربه توب تر سره کیږي.

د دغې لوبلړۍ ټولې لوبې به د سوېلي افریقا د پلازمېنې جوهانزبرګ د اډوارډینز کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

له یادې لوبلړۍ وروسته د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۴مه د ۱۹ کلنو نړیوال جام پیلږي.

بل خوا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا دوشنبې د متحده عربي امارتو په وړاندې خپله لومړۍ پنځوس آوره تمریناتي لوبه پیلوي.

دغه لوبه د عربي اماراتو د شارجې په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت سهار لس نیمې بجې پیلیږي.

جانتن ټروټ د افغان کرېکټ د روزونکي په توګه د پاتې کیدو لپاره نوي تړون ته نږدې شوی

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۰

په نړیوال جام کې د افغان کرېکټ لوبډلې تر اغېزناک بري وروسته جانتن ټروټ له دې لوبډلې سره د روزونکي په توګه د پاتې کېدو لپاره د نوي تړون د لاسلیکېدو په درشل کې دی.

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخوانۍ لوبغاړی د نوي تړون له شرایطو خوښ دی، خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو دمخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.

ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیست. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکتوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړیوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.

هغه د انګلستان پي ای خبري اژانس ته ویلي: "زه ډاډه یم چې تړون به لاسلیک کړم خو غواړم چې ځان مطمین کړم چې د لوبډلې لپاره څه سم دي. دا هغه وړاندیز دی چې زه یې غواړم، خو اوس غواړم چې له روزونکي سره کارکوونکې او د ملاتړ ډله هم هغسې ده چې زه یې غواړم."

هغه زیاته کړه: "د روزونکي سره په کارکوونکې ډله کې ځینې بدلونونه راغلي او موخه یې دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې مونږ د ټیم د پرمخ بېولو لپاره سم روزونکی لرو. موږ غواړو چې په دې ډاډه اوسو چې ټیم پر مخ روان دی نه پر شا."

د افغان کرېکټ له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله، سوېلي افریقا کې درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ کوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۰ GMT+۰

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله د سوېلي افریقا او هند له لوبډلو سره درې اړخیزه یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، یادې سیالۍ د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د لوبډلې د لا چمتوالي په موخه تر سره کیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ ۳۰مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د ډسمبر میاشتې په ۲۹مه نیټه د سوېلي افریقا په کوربه توب د دغه هیواد او هندوستان لوبډلو په شتون کې د درې اړخیزو سیالیو په لوبلړۍ کې ګډون کوي.

او دغه سیالۍ به د ۲۰۲۴ کال د جنورې میاشتې تر ۱۰مې نیټې دوام وکړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې به افغان لوبډله خپل لومړۍ لوبه د ډسمبر میاشتې په ۲۹مه نیټه د هندوستان، دویمه لوبه د ډسمبر ۳۱مه له سوېلي افریقا، دریمه لوبه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په څلورمه له هندوستان او وروستۍ لوبه به د جنورۍ میاشتۍ په ۸مه نیټه د دوو غوره لوبډلو ترمنځ تر سره شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان د یادې لوبلړۍ په اړه ویلي: «موږ غوره وګڼله، چې نړیوال جام ته له تګ وړاندې خپلې ملي نوولس کلنې لوبډلې ته یادې سیالۍ تنظیم کړو، چې له نېکه مرغه په کې بریالي و، او زه ډاډمن یم چې یادې سیالۍ به د لوبغاړو په لا ډېر چمتووالي کې غوره رول ولوبوي او دوی به د نړیوال جام سیالیو لپاره په ښه توګه چمتو کړي.»

د دغې لوبلړۍ ټولې لوبې به د سوېلي افریقا د پلازمېنې جوهانزبرګ د اډوارډینز په کرېکټ لوبغالې تر سره شي.

له دغې لوبلړۍ وروسته په سوېلي افریقا کې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۴مه د ۱۹ کلنو نړیوال جام هم پیلیږي.