په شمالي وزیرستان کې د یوه ماین چاودنې درې ماشومان وژلي

د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د ماين په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي دي. ځایي پولیس وایي، دغه ماشومان شپانه وو او د کجورې پوستې ته څېرمه په کروندو کې د څارويو د څرولو پرمهال پر دوی ماین وچاودېد او درې واړه په کې ووژل شول.