د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند: هیڅ دلیل نشته چې د کرمان په چاودنو کې دې اسراییل ښکېل وي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په کرمان کې د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې چاودنو ته په اشارې سره وویل چې امریکا په دغو چاودنو کې هیڅ رول نه لري. متیو میلر زیاته کړه چې امریکا هیڅ دلیل نه لري چې ومني، په دغو چاودنو کې دې اسراییل لاس ولري.