اروپايي ټولنې د ایران په کرمان کې چاودنې په ' کلکه' غندلې دي

اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني قبر ته څېرمه چاودنې «ترهګریزې» پېښې بللې او په کلکه یې غندلې دي. دغې ټولنې د دې پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دغو بریدونو له عاملانو سره باید حساب وشي.