د ایران په کرمان ښار کې د دوو چاودنو له امله د مړو شمېر تر سلو واوښت

د ایران په کرمان ښار کې د دوو غبرګو چاودنو له امله ایراني چارواکي وایي چې، لږ تر لږه ۱۰۳ تنه مړه او ۱۷۰ نور ټپیان شوي دي. دغه چاودنې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین د یاد غونډې څېرمه شوې دي.