له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې له هند ماته وخوړه

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د سوېلي افریقا په کوربتوب نن په ۳ لوبه کې له هندۍ لوبډلې ماته وخوړه. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۸۸ منډې جوړې کړې؛ خو هندۍ لوبډلې د یوه لوبغاړي په زیان دا هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د ۹ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.