ایران له افغانستان او پاکستان سره سرحدي دېوال جوړوي

د ایران کورنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان او پاکستان سره خپله ګډه پوله په دېوال جوړولو سره بندوي. احمد وحیدي وايي، د پولې بندول به وخت ونیسي، خو اول به هغه ځایونه بند کړي چې بد کارول کېږي.

د ایران کورنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان او پاکستان سره خپله ګډه پوله په دېوال جوړولو سره بندوي. احمد وحیدي وايي، د پولې بندول به وخت ونیسي، خو اول به هغه ځایونه بند کړي چې بد کارول کېږي.
په ورته مهال زیاتوي چې له پاکستان او افغانستان سره د پولې بندولو ته لوی پلان جوړ شوی، چې مختلف اړخونه لري.
د هغه په خبره، د پولې بندولو لپاره یوازې دېوال نه جوړېږي، بلکې د لوی درستیز او وسلوالو ځواکونو په مدیریت به نورې چارې هم تر سره شي.
د ايران د وسله وال پوځ د جغرافيايي سازمان مشر نږدې دوه اونۍ مخکې وويل، چې د يوه پراخ پلان پر بنسټ غواړي د فزيکي خنډونو په لګولو سره د افغانستان له پولو سره تګ راتګ محدود کړي.
خو اوسنۍ څرګندونې په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس څانګې د وژل شوي مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې تر پرونیو چاودنو تر درې سوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ایران یې اسراییل ته ګوته نیسي.


د دغه وزارت ویاند عبدالغفار فاروق رسنیو ته ویلي، چې دغه نجونې او ښځې د دوی « ښځینه پولیسو» نیولې وې. خو نوموړی دا نه مني، چې ګواکې دغه نجونې او ښځې دې ناڅرګند ځای ته بیول شوې وي.
هغه ویلي، دغه نجونې او ښځې امنیتي حوزو ته وړل شوې وې او وروسته بیا په ضمانت خوشې شوې دي.
تر دې وړاندې هم له کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د امر باالمعروف د محتسبینو لهخوا د نجونو او مېرمنو د ځورولو راپورونه خپاره شوي وو، چې هماغه مهال یې هم توند غبرګونونه له ځانه سره لرل.
ګڼ خلک وايي، طالبان په لوی لاس د خلکو پر شخصي حریم تېری کوي چې دا د ټولوړ بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده؛ خو طالبان بیا وايي هغه څه چې دوی کوي د اسلامي شریعت له مخې یې کوي.

پاکستان ته د ملا شیرین په مشرۍ د یوه لوړپوړي چارواکي سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د هوارۍ په موخه خبرو اترو سره هممهاله، د پاکستان په بېلابېلو لویو ښارونو کې د افغانانو ځورول بیا ډېر شوي.
له تېرو دوو ورځو راهیسې په پېښور او اسلام اباد کې پولیس په بېلابېلو پلمو افغانان دروي او د پاسپورټ او ویزو غوښتنه ترې کوي.
تېره ورځ د اسلام اباد بي ۱۷ ښارګوټي کې یو ځل بیا پولیس کور په کور ګرځېدل او له افغانانو یې اسناد غوښتل.
په بي ۱۷ ښارګوټي کې مېشت افغانان وایي، پولیس هغه افغانان چې د ویزو وخت یې ختم شوی و، له ځانه سره یوړل.
له بلې خوا په پېښور کې تېره ورځ په سړکونو ګڼ شمېر پولیس راوتلي وو او په هر تمځای کې یې نارینه درول او له هغو یې د اسنادو پوښتنه کوله.
ورته مهال پاکستاني چارواکي وایي، چې د بې اسناده افغانانو د اېستلو لړۍ لا هم په منظمه توګه روانه ده؛ خو ځینې افغانان بیا وایي، چې د صوبې چارواکو دوی ته درې میاشتې وخت ورکړی چې دلته پاتې کېدای شي، اوسمهال یوه میاشت تېره شوې او دوه نورې میاشتې یې لا پاتې دي.
خو د دوی په وینا کېدای شي، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې دوی له دغه هېواده و اېستل شي ځکه دوی وايي چې تراوسه ورسره نه دي مخامخ شوي او تر اوسه له پولیسو په پټه ګرځي.
له بل پلوه اوچا هم نن یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې د مېشتو ۱.۳ مېلیونه بې اسناده افغانانو وضعیت لا کړکېچن شوی.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کېنډل وویل:« افغانستان ته د ډلهییزو کډوالو راتګ روان بشري ناورین ته وده ورکوي؛ ځکه چې د ژمي سړو سره دغه ناورین پیلیږي.»
ورته مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې شپږمه ناسته ترسره شوه.
دغه سفارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دفاع وزارت او د طالبانو د استخباراتو د ستراتیژېکې برخې مشر د کندهار د سرپرست والي ملا شیرین سره یو ځای په دغه غونډه کې برخه واخیسته.
د طالبانو د سفارت په اېکس پاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغې ناسته کې د ډیورند د کرښې په دواړو غاړو کې د شته ستونزو په هوارولو او د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو هم خبرې اترې وشوې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت او د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت په جلا، جلا اعلامیو کې د ایران په کرمان ښار کې چاودنې په "کلکه" غندلې دي او یادې چاودنې یې "جنایتکارانه" او د انساني اصولو خلاف کړنې بللې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ولایت کې د دوو چاودنو له امله چې د دغه هیواد یو شمېر وګړي په کې وژل او ژوبل شوي، غندي او یادې چاودنې یې د انساني اصولو خلاف عمل بللی دی.«موږ د ایران له حکومت او خلکو او په ځانګړې توګه د دغو پیښو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو.»
همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران په کرمان ولایت کې چاودنې غندلې دي.
د راپورونو له مخې دغه چاودنې د سپاه پاسداران د قدس د پخواني قوماندان قاسم سلیماني قبر «ګلزار شهدای کرمان» ته څېرمه شوې دي.
تسنیم خبري اژانس د کرمان د روغتونونو له قوله ویلي، چې په دغو غبرګو چاودنو کې ۹۵ تنه وژل شوي او د ټپیانو شمېر هم ۲۱۱ ته رسېدلی دی؛ کېدای شي دغه شمېرې نورې هم لوړې شي.
د دغو چاودنو د څرنګوالي په اړه بېلابېلو سرچینو بېلابېلې څرګندونې کړي.
تر اوسه پورې کومې ډلې په کرمان کې د چاودنو مسوولیت نه دی منلی. ایران په دغو بریدونو کې اسراییل په لاس لرلو تورن کړی، خو دغه هېواد دغه تور رد کړی دی.
تر دې وړاندې داعش په ایران کې په څو ترهګریزو بریدونو بریالی شوی و.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد ټاکنو کمېسون ته په سپکاوي تورن شو. د ښاغلي خان وکیل نعیم پنجوتا وايي، پر خان تور دی چې د دې کمېسون په هکله یې سپکې خبرې کړې دي.
نوموړی زیاتوي چې د ټاکنو کمېسون دا تورونه په داسې مهال لګولي چې د عمران خان وکیلان نه وو.
د ټاکنو کمېسون پر عمران خان سربېره د تحریک انصاف ګوند پر بل مشر فواد چوهدري هم ورته تور پورې کړی دی.
۷۱ کلن کرېکټ ستوری عمران خان د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا د بې باوره کېدو او بې واکه کېدو راهیسې سیاسي او قانوني جنجال کې ښکېل دی.
نوموړی تېر اګسټ په توشه خانه کېس کې د درې کاله بند له امله بیا په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
توشه خانه کې عمران خان تورن دی چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ یې دولتي ډالۍ ناقانونه پلورلې دي، خو ښاغلی خان دا تورونه ردوي.
تېره شنبه د پاکستان د ټاکنو کمېسون د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د پخواني لومړي وزیر عمران خان نوماندي رد کړه.
پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان غوښتل، د پنجاب له میاولې او لاهور نه په راتلونکو ټاکنو کې ولوبېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران په کرمان ښار کې چاودنې په کلکه غندلې او دا «ترهګریز» عمل یې د انسانیت ضد کار بللی دی.
ښاغلي کرزي او عبدالله د چهارشنبې په ماښام په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، د ایران په کرمان ښار کې چاودنه چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شوي یو ترهګریز او د انسانیت خلاف عمل دی او له ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی.
دواړو ښاغلو د ایران له خلکو او حکومت سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې.
د ایران په کرمان ښار کې له دوو خونړیو چاودنو وروسته د ایران د بېړنیو حالاتو د ادارې چارواکو اعلان وکړ چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۱۷۱ کسان ټپیان دي.
دا چاودنې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین غونده کې شوې دي.