• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو هم د ایران په کرمان کې پرونۍ چاودنې غندلې دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۳ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت او د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت په جلا، جلا اعلامیو کې د ایران په کرمان ښار کې چاودنې په "کلکه" غندلې دي او یادې چاودنې یې "جنایتکارانه" او د انساني اصولو خلاف کړنې بللې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ولایت کې د دوو چاودنو له امله چې د دغه هیواد یو شمېر وګړي په کې وژل او ژوبل شوي، غندي او یادې چاودنې یې د انساني اصولو خلاف عمل بللی دی.«موږ د ایران له حکومت او خلکو او په ځانګړې توګه د دغو پیښو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو.»

همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران په کرمان ولایت کې چاودنې غندلې دي.

د راپورونو له مخې دغه چاودنې د سپاه پاسداران د قدس د پخواني قوماندان قاسم سلیماني قبر «ګلزار شهدای کرمان» ته څېرمه شوې دي.

تسنیم خبري اژانس د کرمان د روغتونونو له قوله ویلي، چې په دغو غبرګو چاودنو کې ۹۵ تنه وژل شوي او د ټپیانو شمېر هم ۲۱۱ ته رسېدلی دی؛ کېدای شي دغه شمېرې نورې هم لوړې شي.

د دغو چاودنو د څرنګوالي په اړه بېلابېلو سرچینو بېلابېلې څرګندونې کړي.

تر اوسه پورې کومې ډلې په کرمان کې د چاودنو مسوولیت نه دی منلی. ایران په دغو بریدونو کې اسراییل په لاس لرلو تورن کړی، خو دغه هېواد دغه تور رد کړی دی.

تر دې وړاندې داعش په ایران کې په څو ترهګریزو بریدونو بریالی شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

کرزي او عبدالله د ایران په کرمان ښار کې خونړۍ چاودنې وغندلې

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران په کرمان ښار کې چاودنې په کلکه غندلې او دا «ترهګریز» عمل یې د انسانیت ضد کار بللی دی.

ښاغلي کرزي او عبدالله د چهارشنبې په ماښام په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، د ایران په کرمان ښار کې چاودنه چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شوي یو ترهګریز او د انسانیت خلاف عمل دی او له ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

دواړو ښاغلو د ایران له خلکو او حکومت سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې.

د ایران په کرمان ښار کې له دوو خونړیو چاودنو وروسته د ایران د بېړنیو حالاتو د ادارې چارواکو اعلان وکړ چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۱۷۱ کسان ټپیان دي.

دا چاودنې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین غونده کې شوې دي.

د طالبانو امر بالمعروف: ورزشکاران دې داسې جامې په تن کړي چې عورت یې پټ کړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت ویلي، مامورینو یې د چهار شنبې په ورځ کابل کې له یو شمېر ورزشي کلبونو د لیدنې پر مهال له ورزشکارانو غوښتي، چې د شریعت خلاف جامې په تن نه کړي.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې له ورزشکارانو غوښتي د تمرین پر مهال هغه جامې په تن کړي، چې 'عورت'یې پټوي؛ خو دغه وزارت په خپله تازه خبر پاڼه کې د نارینه وو لپاره د 'عورت'تعریف نه دی کړی.

‏د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي هم د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې « نازکې او تنګې» جامې د اسلامي شریعت او د افغانانو د کلتور خلاف دي.

حنفي له سوداګرو وغوښتل، چې هېواد ته دې د دغسې جامو له راوړلو ډډه وکړي.

‏له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت مېرمنې له ورزش، تفرېح او « له شرعي محرم» پرته سفر څخه منع کړې دي.

‏د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تېرو دوو کلونو کې د خپلو پرلپسې مقرراتو اعلانولو سره هېواد کې په پراخه کچه د افغانانو ازادۍ محدودې کړې دي.

‏طالبانو د دولتي ادار پر مامورینو ږیره پرېښودل ــ خولۍ په سر کول جبري کړي او په ځينو مواردو کې هغو کسانو سره بد چلند کړی، چې له یادو سپارښتنو یې سرغړونه کړې.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل ښار په ښوونځیو، روغتونونو او تفریحي مرکزونو کې د «منکراتو لرې کولو» په اړه د دغه وزارت د لارښوونو له اعلان وروسته بدلونونه راغلي دي.

د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر د بشري سرچینو مشر وايي د «جهاد» په زور واکمن شوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر د بشري سرچينو رييس محمد داود محمدي وايي، چې دوی هېواد ته د ټاکنو، لارينونو او شعارونو د لارې ندي راغلي بلکې د «جهاد» په زور واکمن شوي دي.

نوموړي دا خبره نن په ارګ کې د طالبانو د لومړۍ وزير د ادارې ساتونکو لپاره د نظامي لباس د پېژندنې په مراسېمو کې وکړه او وويل، چې د «جهاد» په څېر به د خپلو مشرانو ساتنه کوي.

طالبان څه باندي دوه کاله کېږې، چې پر افغانستان واکمن شوي؛ خو تر اوسه د طالبانو د ارګ او د لومړي وزير ساتونکو خاص نظامي لباس نه درلود.

یوناما: طالبان دې په خپل سر د نجونو د زدکړو ملاتړي نه نیسي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په دغه هېواد کې د هغو مدافعانو پر نیولو اندېښنه ښودلې چې د نجونو د زدکړو ملاتړ کوي. دغه دفتر د چارشنبې په ورځ په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې په خپلسري ډول د دوى له نيولو لاس واخلي.

یوناما ټینګار کوي، چې باید د کورنیو، وکیلانو، پاملرنې او قانوني حقونو ته درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر د احمد فهیم عظیمي، د پوهنې فعال صدیق الله افغان او د ښځو د حقونو فعالې منیژه صدیقي پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما د دغو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

طالبانو د نجونو د زدکړو ملاتړي احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان او د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران په دې تور نیولي چې د روباټیک ټیم له نجونو سره یې د تلې په ۲۵مه مرسته کړې چې له هېواده ووځي.

دغې ډلې د تلې په ۱۷مه د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي نیولې وه.

تر اوسه د دغو فعالانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ نېټه واک ته ورسېدل، دغې ډلې په مدني ازادیو او په ځانګړې توګه د ښځو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه ولګول.

د طالبانو د رهبر لخوا پر ښځو د محدودیت لګولو فرمانونو د ښځو د فعالانو پراخ اعتراضونه راپارولي او په تېرو دوو کلونو کې دغو فعالانو د خپلو غوښتنو د تحقق لپاره اعتراضي حرکتونه جوړ کړي دي.

د سړکونو په سر لاریونونو او همدارنګه په تړلو سیمو کې د انفرادي او ډله ایزو مظاهرو وروسته، طالب وسله والویو شمېر لاریون کوونکي ونیول.

ستانکزی طالبانو ته: د زندانونو په ډکولو نظام نه ټینګیږي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۱ GMT+۰

دجمهوریت د وخت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، «طالبان دې د پخوانیو تېروتنو د تکرار پر ځای له ولس سره سمه لار خپله کړي.» د نوموړي په خبره، «د زندانونو ډکول نظام نه ټینګوي. نظام یوازې د عدالت او ولسي یووالي پر بنسټ ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولی شي.»

که څه هم نوموړي د چا بندیانولو ته اشاره نه ده کړې، خو ویل کېږي تېرو ورځو کې طالبانو د دوی د خوښې حجاب نه مراعتولو په تور په کابل کې ځینې نجونې او ښځې نیولې دي.

معصوم ستانکزي نن په خپل اېکس پر طالبانو غږ کړی چې ملي پخلاینې ته لاره هواره کړي.»

ورته غوښتنه بیا بیا له طالبانو کېږي، خو طالبان وايي، د دوی غېږ هر چا ته پرانیستې ده او د دې ډلې په واکمنېدو سره بهر ته تللي پخواني چارواکي افغانستان ته ستنېدلی او ارام ژوند کولی شي.