انټرنیوز: په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی کم شوی دی

انټرنیوز موسسه وایي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته کره اطلاعاتو ته د افغانانو لاسرسی کم شوی دی. د دغې موسسې نوې څېړنه ښيي، چې سخت محدودیتونه او سانسور د دې لامل شوي چې پر دولتي او خصوصي رسنیو د خلکو باور کم شي.