• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې په اوکراین کې د ټپي شویو خبریالانو په هکله د څېړنې غوښتنه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې نن په اوکراین کې د وروستیو توغندیزو بریدونو په اړه د څیړنې غوښتنه کړې چې لږترلږه درې خبریالان پکې د ۲۰۲۳ په وروستیو اونیو کې د جګړې په اړه د رپوټ ورکولو پرمهال ټپيان شوي‌ دي.

د کمیټې په وینا، د ډسمبر په ۳۰ مه د جرمني د زي ډي‌ ایف شبکې یو خبریال سویتلانا دولباشیوا په خارکیف د روسیې د توغندي بریدونو پر مهال ټپي شوی و.

په همدې حال کې د ډسمبر په ۲۹ مه، د اوکراین په لوېدیځ ښار لوېف کې د روسیې د توغندي بریدونو په پایله کې د سیمه ییز خبري اژانس وګولوس مسوول مدیر پاولا داک ټپي شوی وو.

د ډسمبر په ۲۲ مه بیا خپلواک جنګي عکاس ولادا لیبیرووا د دونڅک په ختیځ سیمه کې د توغندي په یو برید کې ټپي شوی و.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي چې د دغو ژورنالستانو ټپونه جدي نه دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د اروپا او منځنۍ اسیا د پروګرام مسوول ګلنوزا سید ویلي: «هغه خبریالان چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پوښښ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ملکي وګړي دي او هیڅکله باید د سرتېرو په سترګه ورته ونه کتل شي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل د دفاع وزیر: د غزې د تړانګې اداره به فلسطیني بنسټونه پر غاړه واخلي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۵۶ GMT+۰

د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالانت په غزه کې د جګړې د راتلونکي پړاو لپاره د خپل هېواد د پلانونو د بیانولو په ترڅ کې وویل، چې د حماس له ختمولو وروسته به غزه د فلسطیني بنسټونو له خوا اداره شي؛ مګر اسراییل به "د عمل ازادي خوندي کړي."

ګالانت د غزې په مرکز کې د جګړې وضعیت کړکیچن وباله او زیاته یې کړه: "د غزې په شمال کې ماموریت په بشپړېدو دی او ځواکونه به یې ډېر ژر له بیا تنظیمولو وروسته ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي."

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس د حکومت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې ۲۲ زره او ۴۳۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۵ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې؛ په دې موده کې په غزه کې ۵۷ زره او ۶۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

په غزه کې جګړه دوام لري او د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غزې د تړانګې په مرکز او سویل کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي.

تصویري راپور: په غزه کې تر اوسه له زرو څخه زیات ماشومان معلول شوي دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یونېسف په وینا؛ په غزه کې د تېر کال د نومبر تر پایه له ۱۰۰۰ څخه زیات ماشومان معلول شوي دي.

فلسطیني نجلۍ ایمان الخولي، چې په غزې تړانګې کې د اسراییلي ځواکونو برید کې ټپي او د خپلې پښې پرې کېدو سربېره یې مور - پلار  هم له لاسه ورکړل، نوموړې د غزې سوېل په رفح اروپايي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
100%
فلسطیني نجلۍ ایمان الخولي، چې په غزې تړانګې کې د اسراییلي ځواکونو برید کې ټپي او د خپلې پښې پرې کېدو سربېره یې مور - پلار هم له لاسه ورکړل، نوموړې د غزې سوېل په رفح اروپايي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

تنکی فلسطینی ځوان رمضان بسال د روغتون بستر کې د څملاستلو پر مهال
100%
تنکی فلسطینی ځوان رمضان بسال د روغتون بستر کې د څملاستلو پر مهال
فلسطیني انجلۍ ایمان الخولي د روغتون په بستر کې د لوبو پر مهال
100%
فلسطیني انجلۍ ایمان الخولي د روغتون په بستر کې د لوبو پر مهال
تنکی فلسطینی ځوان رمضان بسال، د اسراییلو په برید کې یې یوه پښه پرې شوې او اوس د غزې سویل په رفح اروپاپي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
100%
تنکی فلسطینی ځوان رمضان بسال، د اسراییلو په برید کې یې یوه پښه پرې شوې او اوس د غزې سویل په رفح اروپاپي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
یوولس کلنه نور معروف هغه کوچنۍ فلسطینۍ نجلۍ ده، چې د اسراییل په برید کې یې کیڼه پښه پرې شوې او د غزې سوېل رفح اروپایي روغتون کې د درملنې لاندې ده او ترور یې ورسره مرسته کوي.
100%
یوولس کلنه نور معروف هغه کوچنۍ فلسطینۍ نجلۍ ده، چې د اسراییل په برید کې یې کیڼه پښه پرې شوې او د غزې سوېل رفح اروپایي روغتون کې د درملنې لاندې ده او ترور یې ورسره مرسته کوي.

ډاکټران وايي، په غزه کې د هغو ماشومانو شمېر په لوړېدو دی، چې پښې او لاسونه یې پرې شوي یا هم د ټپونو له امله پرې کېږي.

غني:‌ د وضعیت د بدلون لپاره باید د خلکو جرګې جوړې شي‌ او بدلون باید په یو ملي بحث بدل شي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د کډوالۍ په اړه د غږیزو پوډکاسټونو په څلورم او وروستي پروګرام کې ویلي، چې افغانستان ته اوس د یو خطر په سترګه لیدل کیږي،‌ چې دغه لیدلوری نه د سیمې د هېوادونو په ګټه دی او نه هم د افغانستان په ګټه دی.

نوموړي زیاته کړې: “افغانستان د اسیا په زړه کې موقعیت لري او څنګه چې اقبال ویلي،‌ د اسیا ثبات او خوشحالي‌ او همدغه راز ستونزې د افغانستان پورې تړلې دي.”

غني ویلي،‌ چې د افغانستان په اړه په سیمه کې حصارونه جوړیږي، چې ځان له دغه هېواده خوندي کړي‌ او نړۍ نه غواړي‌، چې د افغانستان په اړه څه واوري.

نوموړی زیاتوي: "افغانستان اوس د سوماليا په شان دی، که غواړو چې نړۍ افغانستان ته توجه وکړي، باید اول فیصله وکړو چې منطقې او نړۍ سره څه ډول اړیکې غواړو.”

پخوانی ولسمشر غني وايي، چې د افغانستان اکثریت خلک په دې پوهیږي، چې د دغه هېواد روان بحران څومره ژور دی.

هغه وايي، چې افغانستان کې د خلکو عقل بندي‌ شوی؛ خو بندي خپل عقل له لاسه نه ورکوي، که غواړو چې اجماع راولو، د ملت غږ باید ازاد شي او باید ترې ډار ونه لرو.

نوموړي وايي،‌ چې د افغانستان ملت د جګړې او وینې ستړی دی او نور یې نه غواړي؛ خو تګلاره او وحدت غواړي.

هیلې باید راژوندی شي

د غني په وینا؛ په افغانستان کې په هغو اقشارو یوه ناهیلي راغلې، چې د روان وضعیت له امله یې صدمه لیدلي ده او ۳۱ قشره کمزوري شوي‌ دي.

هغه وايي، چې هیلې باید بېرته را ژوندی شي، ټول باید په دې پوی شي چې د خلکو هیلې ریښې لري او سستي نه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې خلک په اسمان کې ستوری لري، چې هغه افغانستان دی او په ځمکه کې یو سیوری لري چې ګډ اقدامات دي.

پخوانی ولسمشر وايي؛ افغانستان په یو دوه لارې کې ګېر دی، چې یوه یې د بحران ژورتیا ته ځي او بله یې د لا ډېرو فرصتونو رامنځته کولو په خوا ځي.

هغه وايي؛ افغانان باید دا پرېکړه وکړي، چې تدریجي مرګ غواړي که مشترک ژوند؟ او د ژوند د انتخاب معنا دا ده چې باید بیا کارونه په بل ډول ترسره شي.

دی وایي، چې د افغانستان د خلکو اصلي تمرکز باید په دې وي، چې د اوسني وضعیت د بدلون چاره پېدا کړي او هغه لار غوره کړي، چې د خلکو په خیر وي.

د نوموړي په خبره؛ دغه انتخاب یو مسوولیت دی او د هر افغان چې په هره کچه یې کار کړی، دا مسوولیت ورته متوجې کیږي او هیڅوک ترې انکار نه شي کولی.

غني وايي؛ د افغانستان ۹۰ سلنه خلک د فقر سره مخامخ دي او یو ابرومندانه ژوند ته اړتیا لري، چې د دې ستونزې د حل لپاره په ملي کچه خبرو ته اړتیا ده.

څوک چې د ملت نظر په پامې کې نه نیسي، ناکامه کیږي

اشرف غني وايي؛ د افغانستان تاریخ دا ښیې چې هره حاکمه ډله چې د خلکو نظر په پام کې ونه نیسي له ناکامۍ سره مخامخ کیږي.

هغه وايي:‌ “هر څوک چې فکر کوي، چې د افغانستان خلک رعیت دی او دوی ورسره د چوپان په شان برخورد کولی شي، هغوی به سبا نوی درس زده کوي. مونږ یو ژوندی ملت یو، ډېرې سختې ورځې مو لیدلي؛ خو تل مو د ژوند د انتخابولو حق درلوده.”

د غني په خبره، چې د اوسني وضعیت د بدلون هڅې به په دوه ممکن ډول رامنځته کیږي؛ اول دا چې دا هڅې به په خودجوشه توګه پیلیږي او بیا په هیجان بدلیږي او د بشپړ نامشروعیت او ناراضي توب احساس به رامنځته کوي او یا دا چې د یو سنجیده او منسجمې پروسې په توګه به دغه هڅې پیلیږي او د ملي، منطقه يي او نړۍوال مشروعیت موضوع به په اساسي توګه مطرح کیږي او په دې اړه به پرېکړې کیږي چې کوم ګامونه باید پورته شي.

غني‌ وايي، چې د روان ستونزمن وضعیت انکار د فاجعې سبب ګرځي او باید دا ومنل شي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.

لومړیتوب باید افغانستان وي

پخوانی ولسمشر غني وايي، په لومړي قدم کې باید د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره باید په مختلفو سطحو د خلکو جرګې رامنځته شي‌ او د وضعیت بدلون په یو ملي بحث بدل شي.

هغه وايي، یوه بله څېړنیزه ډله باید رامنځ ته شي او د ګډوالو او نورو ستونزو او امکاناتو په اړه دقیقې څېړنې وکړي.

هغه زیاتوي،‌ چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره باید د افغانستان لپاره هدف وټاکل شي او دا هم په نظر کې ونیول شي، چې په دغه موده کې به سیمه او نړۍ په څه وضعیت کې وي.

د غزې روغتیا وزارت: تر اوسه ۲۲ زره او ۴۳۸ فلسطینیان وژل شوي دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس د حکومت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې ۲۲ زره او ۴۳۸ فلسطینیان وژل شوي دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۵ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې؛ په دې موده کې په غزه کې ۵۷ زره او ۶۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

په غزه کې جګړه دوام لري او د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غزې د تړانګې په مرکز او سویل کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي.

همداراز، د غزې د روغتیا وزارت وایي چې په هغه برید کې چې اسراییل د پنجشنبې په ورځ د خان یونس په لویدیځ کې په المواسي کې کړی، د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان پکې وژل شوي دي.

د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییلو په برید کې ۱۲۰۰ کسان، چې ډېری یې ولسي وګړي وو، ووژل شول.

د دغه برید په ترڅ کې حماس هم ۲۴۰ تنه یرغمل ونیول.

عراق کې د ډرون برید له امله د ایران د ملاتړې وسلوالې ډلې یو قوماندان او یو مهم غړی ووژل شو

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۰

د عراق چارواکي وايي، چې د امریکا په مشرۍ ټلوالې ډرون برید کې د دغه هېواد پلازمېنه بغداد کې د حشد الشعبي ډلې یوه قوماندان او یو غړی وژل شوی دی. حشد الشعبي د ایران ملاتړې ډله ده او تر دې مخکې په عراق کې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو په بریدونو تورنه شوې ده.

د عراق یوې امنیتي سرچینې له نوم پرته فرانس خبري اژانس ته ویلي، چې دا برید نن شوی او پکې د بغداد ختیځ ته د حشد الشعبي لوجستیک او ملاتړی مرکز په نښه شوی دی.

د نوموړي په خبره؛ په دې برید کې اوه کسان ټپي شوي هم دي.

د امریکا ضد بلې ډلې نجبا غورځنګ ویلي؛ د امریکا په دغه برید کې د بغداد عملیاتي قوماندان مرستیال مشتاق طالب السعیدي وژل شوی دی.

د حشد الشعبي ټېلګرام کانال کې ویډیو هم ښيي، چې په بغداد کې د دې ډلې له یوې ودانۍ لوګی پورته کېږي.

په غزه کې د احماس او اسراییل د جګړې پیلېدو سره په عراق او سوریه کې بیا - بیا پر امریکايي ځواکونو بریدونه شوي دي.

امریکا د دې بریدونو ګوته د ایران ملاتړو وسلوالو ته نیسي.