جمهوري اسلامي ورځپاڼه: په ۳ سرحدي ولایتونو کې د طالبانو امنیتي مسوولان ایراني بېلتونپال دي

د ایران جمهوري اسلامي ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو له ایران سره پولې ته نږدې په دریو ولایتونو کې درې ایراني بېلتونپال د امنیتی مسوولانو په توګه ټاکلي دي. ورځپاڼې د هغوی نومونه په هرات کې مولوي توحیدي، په فراه کې ضیایي او په نیمروز کې عبدالمالک ملازاده یاد کړي دي.