• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: د کرمان چاودنو کې ۱۴ افغانان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د ایران د کډوالۍ ملي ادارې مشر وايي، د کرمان د تېرې اونۍ په چاودنو کې ۱۴ افغانان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي. دا چاودنې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني تلین کې وشوې چې له امله یې تر ۹۰ ډېر کسان ووژل او تر ۲۵۰ ټپیان شول.

پخوان د ایران چارواکو په دې چاودنو کې د ۱۲ افغانانو د مړینې خبر ور کړی و، خو د یکشنبې په ورځ د ایران د کډوالۍ ملي ادارې مشر محمد جلالي فرد وویل، چې دې پېښه کې پر ۱۴ افغانانو سربېره ۱۹ ټپیان هم دي.

د هغه په خبره، نور ټپیان رخصت شوي، یوازې شپږ لا هم روغتون کې دي.

که څه هم د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو امریکا چارواکي د خپلو استخباراتو له خولې وايي چې دغه برید په افغانستان کې فعالې داعش ډلې کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي چارواکو دا څرګندونې رد کړې دي او دې ډلې ته نږدې المرصاد رسنۍ هم ویلي چې د ایران د وروستیو چاودنو بریدګر له تاجکستانه دغه هېواد ته تللي دي.

په افغانستان کې د داعش پخوانی مشر عبدالرحیم مسلم دوست وايي، «د ایران د کرمان بریدګر له تاجکستانه د پاکستان له لارې ایران ته رسېدلی و.»

عبدالرحیم مسلم دوست خپل ټوېټر کې زیاتوي، «داعش اوس په افغانستان او سیمه کې تبلیغاتي حضور لري. فزیکي حضور نه لري.»

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په ګډون د دغه هېواد مختلفو اژانسونو او رسنیو د مسلم دوست دا خبر خپور کړی دی.

ایراني چارواکي هم وايي، چې تېره چارشنبه د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې له دوو بریدګرو یو تاجکستانی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ترکيه کې ۱۶ کلن افغان « له پلار سره لانجه پسې کور ته اور اچولی او د خور د مړینې لامل شوی»

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د ترکیې په مانیسای ښار کې یو افغان ځلموټي له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته خپل کور ته اور ورته کړی او د خپلې ۱۲ کلنې خور د مړینې لامل شوی. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه اور کې د دې کورنۍ درې نور غړي هم ټپيان شوي دي.

د مانیسا ښار سیمه ییزو رسنیو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶) خبر ورکړ، چې د پلار او زوی تر منځ تر لفظي شخړې وروسته دغه ځوان د خپلې ۱۲ کلنې خور کوټه په ګازو سره سوځولې ده.

ترکي رسنيو ويلي، چې طبې ډلو دغه پېغلوټې او درې نور ټپيان روغتون ته یووړل، خو له ټولو طبي امکاناتو او هڅو سره ـ سره نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د راپورنو له مخې په لومړنيو بيانونو کې شکمن کس او د هغه مور او پلار د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل پټ ساتلی و، خو تر پلټنو وروسته معلومه شوه، چې اور د دوی د ۱۶ کلن زوی کار و.

د ترکيې پوليسو ويلي، چې د دې ځوان او د هغه د مور او پلار د ناسمو څرګندونو له امله پلټنې پيل شوې دي.

د راپورونو له مخې دا پېښه نږدې میاشت مخکې د مانيسا ښار د ديني – هارماندالي کلي کې شوې.

د پېښي په اړه د ترکيې د پوليسو پلټني دوام لري او تر اوسه لا د پلار او زوی ترمنځ د لفظي شخړې اصلې انګېزه معلومه نه ده.

د داعش پخوانی مشر: د کرمان بریدګر د پاکستان له لارې ایران ته رسېدلی و

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۹ GMT+۰

په افغانستان کې د داعش پخوانی مشر عبدالرحیم مسلم دوست وايي، «د ایران د کرمان بریدګر له تاجکستانه د پاکستان له لارې د تېر ډیسمبر پر ۱۳ ایران ته رسېدلی و.» د ایران کرمان کې تېره چارشنبه د قاسم سلیماني څلورم تلین کې د برید له امله تر درې سوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو امریکايي چارواکي د خپلو استخباراتو له خولې وايي چې دغه برید په افغانستان کې فعالې داعش ډلې کړی دی.

خو عبدالرحیم مسلم دوست خپل ټوېټر کې زیاتوي، «داعش اوس په افغانستان او سیمه کې تبلیغاتي حضور لري. فزیکي حضور نه لري.»

د نوموړي په خبره: «د پاکستان او تاجکستان په ګډون څو نور استخباراتي ګروپونه ځانګړي کسان کاروي او د خپلو موخو لپاره د داعش نوم ورکوي.»

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په ګډون د دغه هېواد مختلفو اژانسونو او رسنیو د مسلم دوست دا خبر خپور کړی دی.

ایراني چارواکي هم وايي، چې تېره چارشنبه د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني څلورم تلین کې له دوو بریدګرو یو تاجکستانی و.

په دغه برید کې د ۱۲ افغانانو په ګډون تر ۹۰ ډېر کسان ووژل او تر ۲۵۰ ټپیان شول.

طالبانو ته نږدې المرصاد رسنۍ هم وايي، د ایران د کرمان برید دوو تاجکستانیانو کړی دی.

المرصاد پرون په یوه لیکنه کې زیاتوي، «دا ډله د ځانمرګو بریدونو لپاره زیات افراد له تاجکستان استخداموي او په افغانستان او سیمه کې ټول بریدونه اوس له افغانستانه بهر تنظیمېږي.»

د المرصاد دا ادعا په داسې حال ده چې پرون هم داعش د کابل دشت برچي کې پر کاسټر موټر د برید مسوولیت ومانه.

طالبان وايي دې برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي، خو یوناما وايي، تر ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما: د دشت برچي په چاودنه کې ۲۵ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د کابل په دشت برچي کې د پرونۍ چاودنې له امله ۲۵ هزاروو ته مرګ ژوبه اوښتې ده. دا اداره نن د ملکي کسانو د هدفي وژنو د پایته رسیدو، د هزاره ګانو پر پراخ خوندیتوب او د دغو پيښو د عاملینو د حساب ور کولو غوښتنه کوي.

د کابل ښار په شپږمه ناحیه دشت برچي کې پرون ماښآم د مسافرو په یوه بس موټر چاودنه وشوه.
ددغې پيښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځډران پرون ویلي، چې په دغه چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ ټپيان شوي دي.

نوموړي نن بیا دې پېښه کې د پنځو کسانو د مړینې او ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د نوموړي په خبره، د پيښې په اړه پلټنې روانې دي.

طالبان له ایران سره د خپلمنځي سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د څلورو نویو هوکړو خبره کوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر وايي، له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره، پر ایراني لاریو بندیز او خپلمنځي خاک پولي فیس هم ختم شو. دا دفتر زیاتوي، د خپلمنځي ګمرکونو کاري وخت دوه برابره شو او هم به دواړو لورو ته د سوداګریزو لاریو تګ راتګ دوه برابره شي.

د ملا برادر اخوند په مشرۍ دا دفتر خپله اعلامیه کې وايي دا پرېکړه، نن له ایران سره سرحدي ګمرکونو کې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د ګډو کمېټو لومړنۍ غونډه کې شوې ده.

د دې پرېکړو له مخې، تر دې وروسته ایران له افغان لاریو ۱۰۴ ډالر او طالبان له ایراني لاریو پنځه زره افغانۍ د خاک پولي فیس نه اخلي.

طالبان وايي، له ایران سره د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره به دواړو هېوادونو ته د سوداګریزو لاریو د تګ ورځنی شمېر هم له ۵۵۰ تر ۱۲۰۰ پورې لوړ شي.

د ایران تسنیم خبري اژانس هم د طالبانو له قوله ویلي چې په اسلام کلا، ابونصر فراهي او نیمروز ګمرکونو کې به تر دې وروسته کاري وخت د ستهار له اتو د شپې تر دوولسو بجو روان وي.

تادین خان: ملا هبت الله د کندهار عینو مینه کې د جنرال رازق مېلمستون غصب کړی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۰

د کندهار پخوانی امنیه قومندان او د جنرال رازق ورور وایي، د طالبانو مشر په عینو مېنه کې د اتل قصر په نوم د جنرال رازق مېلمستون «غصب کړی او د خپلو لیدنو لپاره یې کاروي.» تادین خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، «ملا هبت الله له خپلو وزیرانو او والیانو سره هم دغلته لیدنې لري.»

تادین خان زیاتوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله عینو مینه کې د جنرال عبدالرازق دغه مجلل مېلمستون کې اوسیږي هم.

د دغه مېلمستون ویډيو هم د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري ته رسېدلې ده او تادین خان هم تاییدوی چې دا اتل قصر دی او د طالبانو مشر یې کاروي.

د کندهار په عینو مینې عصري ښارګوټی د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي جوړ کړی دی.

د جنرال رازق مېلمستون چې د اولې عینو مینې ښارګوټي په ډبلیو سرک کې دی.

جنرال رازق په سوېل کې د طالبانو یو سخت مخالف مشر بلل کېده او د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۱۸ د طالبانو د نفوذي کس له خوا له د امریکايي ځواکونو د لوی قومندان جنرال سکاټ مېلر په مخ کې ووژل شو.

د ملا هبت الله دوه نور مېلمستونونه

څو تنه طالبان هم تاییدوي چې د خپلې ډلې له مشر سره یې د جنرال رازق مېلمستون کې ناسته درلوده.

دوی وايي د دغې سیمې امنیت د ملا هبت الله د ځانګرو ځواکونو لخوا نیول شوی وي.

د دې سیمې د اوسیدونکو په وینا، د ملا هبت الله ځانګړو ځواکونو له دغه مېلمستون بهر امنیتي کمربند جوړ کړی دی.

ملا هبت الله نه یوازې د جنرال رازق لخوا په جوړ قصر کې شخصي او رسمي لیدنې کوي، پر دې سربېره د کندهار منډیګک ماڼۍ کې د خپلې کابینې او د عالمانو شورا سره هم غونډې کوي.

ملا هبت الله د کندهار عینو مینه کې د جنرال رازق پر مېلمستون سربېره په دوه نورو ځایونو کې هم اوسیږي.

د ملا هبت الله کور

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د ملا هبت الله شخصي کور د کندهار ښار اړوند په لسمه حوزه کې د قومندې سیمه کې دی.

دغه سیمه کې د تېر حکومت نظامیان اوسیدول خو اوس په دغو کورونو کې د ملا هبت الله ترڅنګ د ده د مشاورینو کورونه موجود دي.

د قومندې سیمې ته داخلېدل کومه اسانه خبره نه ده، بلکې د طالب وسلوالو لخوا یې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د سیمې خلکو ته ځانکړي کارتونه وېشل شوي او دغه خلک د دې کارتونو په مټ دغې سیمې ته داخلیږي.

که دغې سیمې ته کوم مېلمانه داخلیږی باید په دغه ساحه کې یې مېشت خلک طالبانو ته تایید کړي.

د دغو کورونو دېوالونه خام دي خو د حویلو دننه بیا د دې کورونو بڼه بدله ده او د کورونو ودانۍ عصري جوړې شوې دي.