په باجوړ کې پر پولیسو د برید مسوولیت ټي ټي پي پر غاړه واخیست

د باجوړ پولیس وايي، چې دغه برید د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین کوونکو د امنیت ساتنې د پولیسو د لېږد پر موټر شوی، چې پنځه پولیس پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د باجوړ پولیس وايي، چې دغه برید د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین کوونکو د امنیت ساتنې د پولیسو د لېږد پر موټر شوی، چې پنځه پولیس پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
بل خوا د پولیسو د لېږد پر موټر د برید پړه ټي، ټي، پي پر غاړه اخیستې او وايي؛ په برید کې یې شپږ پاکستاني پولیس وژلي دي.
نن دوشنبې (د مرغومې ۱۸مه) سهار د خېبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې هغه مهال د پولیسو د لېږد پر موټر برید وشو، چې غوښتل یې په سیمه کې د ګوزڼ ضد واکسین کار کوونکو لپاره امنیت وساتي.د باجوړ د پولیسو مسوول کاشف ذوالفقار رسنیو ته ویلي،، چې په دغه برید کې پنځه پولیس وژل شوي او ېر ټپیان شوي دي.نوموړی وایي: « دا زموږ مسوولیت دی، چې د پولیو ضد واکسین کمپاین کوونکو امنیت وساتو، زموږ د پولیسو د لیږد موټر هدف ګرځېدلی و او چاودنه پرې وشوه پنځه پولیس ووژل شول او له شلو څخه تر ۲۱ کسانو ټپیان شوي دي.»د باجوړ د پولیسو مسوول رسنیو ته ویلي دي چې د یو شمیر ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی او د درملنې په موخه یې د خیبر پښتونخوا مرکز پيښور ته استولي دي.په باجوړ کې د پولیسو د لیږد پر موټر تر برید وروسته د باجوړ په ماموند سیمه کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین چارې درول شوي دي.بلخوا د باجوړ د ماموند په سیمه کې د پولیسو د لیږد پر موټر د برید پړه پاکستاني طالبانو ( ټي ټي پي) پر غاړه اخیستې ده.دغه ډلې رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید یې د ریموټ کنټرول ماین په واسطه تر سره کړی دی او په یاد برید کې شپږ پولیس وژل شوي.د ټي، ټي، پي له لورې دغه برید په داسې حال تر سره کیږي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د جوړیدو په موخه تېره ورځ کابل ته رسیدلی دی.