• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له چهارچنار ماڼۍ څخه د افغانستان د پخوانیو رهبرانو او شاهانو انځورونه لرې کړل

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۲ GMT+۰

طالبانو د ارګ چهارچنار ماڼۍ له تالار څخه د پخوانیو افغان رهبرانو او شاهانو انځورونه لرې کړي دي. د هغو انځورونو پر بنسټ چې په دې وروستیو کې له دې ماڼۍ څخه خپاره شوي، دې ډلې د تاریخي شخصیتونو د عکسونو سربېره د دې ماڼۍ له یوې تختې څخه د ځینو اسونو انځورونه هم لرې دي.

100%

تر دې وړاندې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان د پخوانیو جهادي مشرانو، سیاستوالو، شاعرانو، لیکوالانو او نورو شخصیتونو د انځورونو پاکول پیل کړي وو.

دغې ډلې د افغانستان د مرکز پنجشیر ولایت له دروازې څخه د ټولو سیاسي شخصیتونو عکسونه لرې کړي دي.

د تېر کال د تلې په میاشت کې افغانستان انټرنشنل له کابل پوهنتون څخه راپور ترلاسه کړی و، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ادبیاتو د پوهنځي د فارسي څانګې له دیوالونو څخه د فارسي شاعرانو انځورونه لرې کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان په شمال کې د مزارشريف ښار له څلور لارې څخه د فارسي ژبې د وتلي شاعر مولانا جلال الدين محمد بلخي د انځورونو د لرې کولو په اړه د طالبانو د دې کار غبرګونونه راوپارول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې: طالبان هره افغانه ښځه مجرمه ګڼي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې په کابل کې د ښځو له نیول کېدو وروسته وویل، چې طالبان هره ښځه مجرمه ګڼي چې باید خپله بې ګناهي ثابته کړي. فوزیه کوفي وايي؛ په داسې حال کې چې د نړۍوالې ټولنې پام د غزې جګړې ته اوښتی، طالبانو د ښځو پر وړاندې جګړې ته شدت ورکړی دی.

مېرمن کوفي زیاته کړه، چې د طالبانو وسلوال هره ورځ لسګونه ښځې د کابل له واټونو څخه بیايي.

اغلې کوفي زیاته کړې، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې تر زرو زیاتې ناستې شوې دي، خو ایا چا د دوحې په خبرو کې دوی کومې ژمنې کړې وې حساب اخیستی؟

د طالبانو له خوا د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د ځوانو ښځو او نجونو نیول کېدل پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو ډله يیزه ځورونه د بشریت ضد جنایت یوه بیلګه ده

د پخواني افغان حکومت د سولې د مرکچي ټیم یوه غړي بیا ویلي؛ د طالبانو له خوا د حجاب په پلمه د ځوانو نجونو نیول له ښځو سره د ډله ییزې ځورونې او د بشریت ضد جنایت یوه بېلګه ده.

محمد امین احمدي وویل؛ طالبان د خلکو سپکاوی کوي او ښيي چې اسلام د ښځو دښمن دی.

د دیني علومو دغه وتلي څېړونکي د یکشنبې په ورځ (د جدي په ۱۷ مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت کار نه یوازې دا چې د شر د مخنیوی نه، بلکې د ځینو دلایلو له مخې دا دی د شرعي بدیو یوه بیلګه ده.

په تېرو څو ورځو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کابل په بېلابېلو سیمو کې د نجونو او ښځو د نیولو نوې څپه پیل کړې ده.

تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د دشت برچي، تایمني او خیرخانې په ګډون د ځوانانو او نجونو د ډله ییزې نیونې راپورونه خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: "دا نیول د هغې ډلې د مجازاتو په هدف شوي چې غوښتل یې بې حجابۍ ته وده ورکړي."

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه ویاند بي بي سي ته تایید کړې وه، چې دغه وزارت د کابل په لویدیځ کې یو شمېر ښځې د "بې حجابۍ" په تور نیولي دي؛ خو نوموړي دا نه دي ویلي، چې څومره کسان نیول شوي دي.

په یوه قضیه کې یوې ښځینه زده کوونکې د یکشنبې په ورځ (د جدې په ۱۶ مه) په یوه ویډیو کې چې هغې د افغانستان انټرنشنل ته لیږلې، راپور ورکړ چې طالبانو د هغې ۱۹ کلنه خور نیولې ده.

هغې چې د ویډیو د ثبتولو پر مهال له نیول کېدو وېره درلوده، وویل چې د نجونو یوه ډله هغه مهال ونیول شوه چې له "ښوونځي" څخه کور ته ستنېدې.

د دغې نجلۍ په خبره؛ ټولو زده کونکو «حجاب» اغوستی و او د دوی د نیولو لامل نه دی معلوم.
​

ننګرهار کې په خپل منځۍ شخړه کې ۵ کسان ټپيان شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د ننګرهار د پچير اګام ولسوالۍ د لنډه خېلو په کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر په شخړه کې ۵ کسان ټپيان شوي دي. د افغانستان په لېري پرتو سېمو کې ډېر مهال ورته جنجالونه او شخړي رامنځته کيږي.

د ننګرهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د کامران او منور کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر دغه شخړه نن دوشنبه رامنځته شوې.

د دې ولایت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند بصير زابلی وايي؛ ځايي طالبان سېمې ته رسېدلي او شخړه یې کابو کړې.

د نوموړي په خبره په پېښه کې ټپي شوي کسان يې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

نوموړي ونه ويل، چې ټپيان د کومو کورنيو اړوند دي.

د ایران استازي له م.م غوښتي چې په افغانستان کې د کوکنارو پر بدیل ورسره ګډ کار وکړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران سفير د ملګرو ملتونو له استازي غوښتي، چې په افغانستان کې افغان کروندګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په برابرولو کې ورسره ګډ کار وکړي. ایران دا مهال له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې ځان اغېزمن بللی او څو ځله یې خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

په افغانستان کې د ایران سفير کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کابل کې کتلي.

په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبه پر اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې په ناسته کې قمي په افغانستان کې د نشه يي توکو د بديلو کښتونو او د کروندګرو د روزولو اړوند خبري کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په ناسته کې دواړو لوريو په افغانستان کې د ماينونو د پاکولو په اړه هم بحث کړی.

د دې ناستې په اړه نور تفصيل نه دی ورکول شوی.

ايران يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې ډېر زوريږي.

نو ځکه يې اندېښنه ښودلې؛ که طالبان کروندګرو ته بديل کښتونه پېدا نه کړي ويره شته، چې کروندګر به بيا د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کر ته مخه کړي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون هغو نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي چې له زده کړو بې برخې دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د افغانستان امریکايي پوهنتون اعلان وکړ، چې افغان زده کونکو ته په ځانګړې توګه هغو نجونو ته چې له زده کړو بې برخې دي، د یو کال لپاره د زده کړې زمینه برابروي. دوي وايي، چې د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې د ښځینه زده کونکو لپاره یې یو تعلیمي پروګرام چمتو کړی دی.

د افغانستان امریکايي پوهنتون د هغو زده کونکو د نوم لیکنې خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله نه شي کولی، چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

دغه پوهنتون د دغه ښوونیز پروګرام د پیلولو موخه د یوه لوستي کاري ځواک ساتل بللي او لیکلي یې دي: " تحصیل لرونکي کاري ځواک په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ثبات بنسټ جوړوي".

د افغانستان امریکايي پوهنتون لیکلي، چې په دې تعلیمي پروګرام کې ژمن او د وخت پابند زده کونکو ته اړتیا ده.

دغه پوهنتون دا هم لیکلي، چې دغه پروګرام په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون اساسي ارزښتونو ته په کتو، چې پکې د بیان ازادي، کثرتیت، ازاده څېړنه، مساوي فرصتونه، فردي حقونه، زغم، شخصي، مسلکي او احترامانه چلند شامل دي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون زیاته کړه، چې دا پروګرام یوازې د هغو زده کونکو لپاره ډیزاین شوی چې په افغانستان کې اوسېږي او هغه زده کونکو چې له نورو هیوادونو څخه نوم لیکنه کوي د منلو وړ نه دي.

طالبانو په میلیونونو نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع کړي دي او په افغانستان کې ښځې او نجونې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په (۲۹ قوس ۱۴۰۱) اعلان وکړ، چې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه تر بل خبرتیا پورې ځنډول شوې ده.

دغې ډلې له شپږم ټولګي او تر پوهنتونه د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد داخلي اعتراضونه او په دې برخه کې د نړۍوالو فشارونه له پامه غورځولي دي.

د دې ډلې چارواکو ویلي دي، چې لا هم په افغانستان کې د نجونو د زده کړې لپاره د شریعت له نظره مناسب وضعیت نه شته.
​

اوږدې وچکالۍ د کندهار کروندګر مایوسه کړي؛خو طالب مسوولين هم د ستونزې ژر حل ته اراده نه لري

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د کندهار يو شمېر ولسواليو اوسېدونکې او کروندګر اوږدې وچکالۍ ناهيلې کړي او له طالب مسوولينو څخه په تکراري ډول د اوبو د بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي. د کندهار انار، انګور، انځر خورا مشهور دي؛ خو اکثره باغ لرونکي موسمي مېوې هم کري.

د کندهار پنجوايي، ژړې او ارغنداب ولسوالیو کروندګر او باغ لرونکي وايي، چې سږکال يې د اباد او سمسور فصل لپاره تمه نه شته.

د دوی په خبره؛ اوږده اوچکالي، په ولسواليو کې د اوبو کوچنيو بندونو نه شتون او په ډېرو سېمو کې ژورې څاه ګانې د اوبو د سطحې د کښته کېدو لامل شوي دي.

باغ لرونکې وايي، چې طالب مسوولين نه ورته د اوبو د کوچنیو بندنو د جوړېدو پلان لري او نه هم د هغو ژورو څاه ګانو او برمو مخه نيسي، چې د سولري هېندارو په مرسته اوبه د ځمکې له تل څخه را وباسي.

د کندهار د طالبانو د کرنې رياست د ترويج مدير عبدالغفور هم مني، چې وچکالۍ او د اوبو لویو برمو تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټيټه کړې ده.

نوموړي وايي، چې په یو شمېر ولسواليو کې د کوچنيو بندونو د جوړېدو پلان شته او تمه لري، چې په جوړېدو به يې تر يوې اندازې د کروندګرو د اوبو د نه شتون ستونزه حل شي.

هغه ونه ويل، چې دغه بندونه به څه وخت او په کومو سېمو کې جوړ شي.

د افغانستان په ډېرو سېمو کې د کروندګرو او باغ لرونکو تر څنګ ان خلک پاکو اوبو ته هم لاس رسی نه لري.

د وچکالۍ او د اوبو د کوچنيو بندونو د نه شتون ستونزه د افغانستان په ډېرو سېمو کې موجوده ده.

افغانستان چې اوسمهال له سختو اقتصادي شرایطو سره هم مخ دی، د ډېرو مرستندویه نړۍوالو ادارو د راپورونو له مخې دغه هېواد به تر راتلونکو څو کلونو پورې د ستر بشري ناورین شاهد وي.