په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۲ تنو ته ورسید

د جاپان د حکومت د تازه شمېرو له مخې؛ په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۲ تنو ته رسېدلی دی. د چارواکو په وینا؛ په دې زلزله کې تر ۵۶۵ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د جاپان د حکومت د تازه شمېرو له مخې؛ په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۲ تنو ته رسېدلی دی. د چارواکو په وینا؛ په دې زلزله کې تر ۵۶۵ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د ایشیکاوا سیمه ییزو چارواکو د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) احصایې خپرې کړې، چې ښيي په تېرو ۹ ورځو کې ۲۰۲ کسان وژل شوي او ۱۰۲ کسان لادرکه دي.
ژغورونکي وايي؛ سړې هوا، نړېدلې ودانۍ او بند سړکونه د ژغورنې او مرستې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
تېره اونۍ په جاپان کې د ریښتر په کچه د ۷،۶ درجې زلزله وشوه، چې ورپسې بار - بار سختې زلزلې وشوې.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د غزې په مرکز کې یوازې له یوه روغتون څخه یې د ۵۶ تنو د مړینې خبر تر لاسه کړی دی. په ورته وخت کې د غزې په شمال کې د اسراییل په برید کې یو زیات شمېر کسان وژل شوي دي. اسراییل ویلي، چې د خان یونس په برید کې یې د حماس ۴۰ جنګیالي وژلي دي.
د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په شمال کې د حماس مرکزونه له هوا او سمندر څخه په نښه کړي دي.
د اسراییل قوماندانانو په وینا؛ د خان یونس په برید کې یې د «۴۰ تروریستانو» پر وژلو سربېره د حماس څو تونلونه او د مهماتو ډیپو هم موندلي دي.
د اسراییل پر جنوبي سیمو د حماس له ناڅاپي برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۱۳۰۰ کسان ووژل شول، اسراییل پوځ په غزه کې پراخ عملیات پیل کړل.
د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا؛ په دغو بریدونو کې تر ۲۲ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د اسراییل پوځ د نهو نورو پوځیانو وژل کېدل تایید کړي دي. دغه عسکر چې عمرونه یې د ۱۹ او ۳۵ کلونو ترمنځ وو، د غزې په جنوبي او مرکزي سیمو کې د جګړو پر مهال وژل شوي دي.
د ټایمز اف اسراییل ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په غزه کې د اسراییل د عملیاتو له پیل راهیسې ۱۸۵ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې فېډرالي دفتر اعلان وکړ، چې دغه هېواد په ۲۰۲۳ کال کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې ۵۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ په جرمني کې د پناه غوښتونکو شمېر ۵۳۵۸۲ کسانو ته رسیږي، چې تر ټولو لوی ګروپ افغانان دي.
د جرمني د کډوالو فیډرالي دفتر د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې ۳۵۱۹۱۵ غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې د تېر کال په پرتله ۵۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې جرمني ته تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي په ترتیب سره د سوریې، ترکیې، افغانستان، عراق، ایران، ګرجستان او روسیې وو.
معلومات ښيي، چې په دې موده کې ۱۰۴۶۵۱ سوریايي او ۶۲۶۲۴ زره ترکي اتباعو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.
رویټرز د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر له قوله ویلي: «د ۲۰۲۳ کال د پناه غوښتنې ارقام ښيي، چې موږ باید د غیر قانوني کډوالو د محدودولو لپاره خپلې لارې ته دوام ورکړو.»
د جرمني خبري اژانس لیکلي دي، چې د جرمني د مرکزي کیڼ اړخي ايتلافي حکومت د کډوالو په هکله خپل دریځ سخت کړی دی او په ټولپوښتنو کې یې د ښي اړخو گوندونو په شا کېدو سره د کډوال په هکله خپل دریځ سخت کړی دی.
تر دې مخکې د اروپا د پناه غوښتنې ادارې اعلان کړی و، چې په اروپا کې د پناه غوښتونکو څلورمه برخه افغانان او سوریایان دي.
اروپايي ټولنې هم مخکې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۸۶ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون مشر په کرمان کې وروستیو چاودنو ته په اشارې سره پر طالبانو د ډېپلوماټیکو فشارونو غوښتنه وکړه.
وحید جلال زاده د خپل هېواد د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د پاکستان، افغانستان او ځینو هغو حکومتونو پر ضد چې د ترورېزم ملاتړ کوي، استدلال ختم کړي.
هغه د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه ) د ایران د اسلامي جمهوریت په شورا کې په خپله وینا کې وویل، چې د ایران امنیتي او استخباراتي ادارې باید له ترهګرو سره جدي چلند وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسي جرګې مشر محمد باقر قالیباف پرون په تهران کې له خپل تاجک سیال رستم امام علي سره په کتنه کې وویل؛ په کرمان کې وروستۍ چاودنې په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیتونو نتیجه ده.
خو د افغانستان په چارو کې د ايران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي پرون په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستيال مولوي عبدالکبير سره وکتل او له دغې ډلې سره يې پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د دغې غونډې په اړه د طالبانو په خبرپاڼه کې د ښاغلي قمي له قوله راغلي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي جمهوریت بهرنۍ تګلاره د طالبانو له حکومت سره پر همکارۍ ولاړه ده او په دې برخه کې د دواړو لورو تر منځ ډېر سندونه هم لاسلیک شوي دي.
د نورو هېوادونو په څېر داعش هم طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دې ډلې سره نېږدې اړیکې لري.
په کرمان کې له وروستیو چاودنو وروسته چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې، له طالبانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت پر اړیکو نیوکې زیاتې شوې دي.

په ترکیه کې د پناه غوښتونکو له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد ساحلي ساتونکو ۴۰ نور افغانان په چاناک قلعه ولایت کې ونیول. د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس خبر ورکړی؛ دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې له پولې څخه په ناقانونه توګه ووځي کله چې وپېژندل شول ونیول شول.
د دغه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغو کسانو غوښتل چې د ترکیې د اوبو له لارې اروپا ته ولاړ شي خو د ترکیې ساحلي ګارد یې مخه ونیوله.
په ترکیه کې د دوی شتون هم "غیر قانوني" اعلان شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې ټاکل شوې دغه کسان بېرته افغانستان ته ستانه شي.
ترکيې په تېرو مياشتو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغانانو د پېژندنې، نيولو او شړلو لړۍ تېزه کړې او معمولاً هره اوونۍ د هغوی د شړلو راپور خپروي.
په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره افغانان له دغه هېواده راستانه شوي دي.
وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شول، زرګونه افغانان له ایران څخه د کډوالۍ له ستونزمنو لارو اروپا ته د رسېدو په هیله ترکیې ته تللي دي. په دې لاره کې ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ترکي چارواکو اعلان کړی، چې په ټوله ترکیه کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي عملیات لا هم دوام لري.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر امریکایي سوک وهونکی کوین جانسون او کاناډایي هاکي لوبغاړی براندون لایپسیک د روسیې تابعیت ترلاسه کړ. د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي خبر ورکړی، چې دغه امریکايي لوبغاړی پلان لري، چې د پوتین په درناوي خپل نوم «کویین ولادیمیرویچ» ته بدل کړي.
ویل کیږي، چې کوین جانسون د ۲۰۲۳ کال په مني کې د روسیې د تابعیت غوښتنه کړې وه.
د راپورونو له مخې؛ دغه امریکايي لوبغاړي په خپل مسلکي ډګر کې ۶۰ سیالۍ کړي، چې ۳۶ یې ګټلي، ۲۲ یې بایللي او ۲ یې مساوي کړي دي.
په ۲۰۰۹ کې هغه د سوک وهنې د نړۍوالې شورا (WBC) لقب لپاره په سیالۍ کې د اوکراین د ویتالي کلیچکوی څخه ماتې وخوړه.
د کاناډا د هاکي لوبغاړي هم په خپل مسلک کې ۲۱۸ لوبې کړي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې په روسیه کې دی.
