• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین یوه امریکايي بوکسر او یوه کاناډايي هاکي لوبغاړي ته روسي تابعیت ورکړ

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر امریکایي سوک وهونکی کوین جانسون او کاناډایي هاکي لوبغاړی براندون لایپسیک د روسیې تابعیت ترلاسه کړ. د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي خبر ورکړی، چې دغه امریکايي لوبغاړی پلان لري، چې د پوتین په درناوي خپل نوم «کویین ولادیمیرویچ» ته بدل کړي.

ویل کیږي، چې کوین جانسون د ۲۰۲۳ کال په مني کې د روسیې د تابعیت غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له مخې؛ دغه امریکايي لوبغاړي په خپل مسلکي ډګر کې ۶۰ سیالۍ کړي، چې ۳۶ یې ګټلي، ۲۲ یې بایللي او ۲ یې مساوي کړي دي.

په ۲۰۰۹ کې هغه د سوک وهنې د نړۍوالې شورا (WBC) لقب لپاره په سیالۍ کې د اوکراین د ویتالي کلیچکوی څخه ماتې وخوړه.

د کاناډا د هاکي لوبغاړي هم په خپل مسلک کې ۲۱۸ لوبې کړي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې په روسیه کې دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان رییس: داعش په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ په لټه کې دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

په تهران کې د ایران د پارلمان رییس له خپل تاجکستاني سیال رستم امام علي سره په کتنه کې وویل، چې داعش په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ په لټه کې دی. محمد باقر قالیباف وویل، چې په کرمان کې وروستۍ چاودنې په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیت پایله ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) داعش خراسان د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره یو ګواښ وباله او ویې ویل: "په سیمه کې د داعش بنسټ اېښودونکي او پراختیا ورکوونکي پېژنو."

خو د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان رییس د "داعش جوړونکي او پراختیا ورکوونکي" په اړه معلومات ورنه کړل.

ښاغلي قالیباف همدا راز ټینګار وکړ، چې په اوسنیو حالاتو کې په افغانستان کې د ترورېزم، وسلو او مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې لپاره پراخې همکارۍ ته اړتیا لرو.

د ایران اسلامي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې رستم امام علي هم د افغانستان وضعیت د ایران او تاجکستان لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه د تاجکستان او ایران ترمنځ د اړیکو پراختیا اړینه وبلله او ویې ویل: "له ترهګرۍ او قاچاق سره د مقابلې لپاره د اړوندو بنسټونو ترمنځ په منظمه توګه د نظریاتو او معلوماتو تبادلې ته اړتیا ده."

په تېرو دوو کلونو کې تاجکستاني چارواکو په وار - وار خبرداری ورکړی، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او هڅه کوي نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

رستم امام علي همدا راز وویل، چې په افغانستان کې روان وضعیت به د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه هېواد د بېلابېلو برخو لپاره منفي پایلې ولري او تاجکستان په دې باور دی، چې په افغانستان کې باید د ټولو سیاسي او قومي ډلو په شتون سره یو ټول شموله حکومت جوړ شي.

په کرمان کې له وروستیو چاودنو وروسته د ایران د استخباراتو وزارت اعلان وکړ، چې هغه له دوو ځانمرګو بریدګرو څخه یو یې د تاجکستان دی.

ډیلې ټیلېګراف: د واکسین ضد دسیسې نظریه په پاکستان کې د پولیو له منځه وړلو پر وړاندې خنډ دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو له خوا په یوه بمي چاودنه کې د پولیو واکسین شپږ ساتونکي ووژل شول. ډیلېټیلیګراف راپور ورکړی چې د دسیسې د نظریې په ګډون د واکسیناتورانو په جاسوسۍ تورنول، په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو مخه نیولې ده.

په تېره یوه لسیزه کې د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین ۱۰۲ کارکوونکي او د هغوی ساتوونکي د سخت دریځو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سړک غاړې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى، خو ويلي يې دي چې دا «په بشپړه توګه دروغ» دي چې دا بريد د پوليو واکسيناسيون له کمپاين سره تړاو درلود.

ډیلې ټیلیګراف لیکي چې په تېرو وختونو کې تحریک طالبان پاکستان د کور په کور واکسین کمپاین د پاکستان حکومت له لوري د دوی په وړاندې د جاسوسۍ دسیسه بللې وه.

د القاعدې وسله والو ته دا مفکوره یوه ترخه تجربه لري. د پاکستان حکومت ویلي، چې امریکا د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن پټنځای د واکسیناتور په مرسته موندلی دی. وروسته په پاکستان کې یوې محکمې هغه واکسیناتور ته چې د اسامه بن لادن په وژلو کې یې مرسته کړې وه په اوږده بند محکوم کړ.

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي۱۸مه) خبر ورکړ چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسین پر کاروان په برید کې لږ تر لږه پنځه پولیس افسران وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي. چې له بریده وروسته چارواکو سملاسي په سیمه کې واکسین کول وځنډول.

د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د سخت دریځو مذهبي ملایانو له شک او مخالفت سره مخامخ دی.

په افغانستان او پاکستان کې د پوليو واکسين پر وړاندې د دسيسې نظريه د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو پر وړاندې ستر خنډ بلل شوی. داسې تورونه شته چې دا څاڅکي زیانمنونکي دي، د خنزیر له غوښې جوړ دي او یا ويل کیږي چې ان د مسلمانانو د شنډولو لپاره غربي دسیسه ده.

په کابل کې طالبانو هم یو وخت د کور په کور واکسین بندیز لګولی و او د واکسین ټیمونه یې په افغانستان کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو په جاسوسۍ تورن کړي وو.

دغه بندیز وروسته له هغه لرې کړل شو چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د دوی د واکسین ډلې اوس ټول هیواد ته لاسرسی لري.

پر اوکراین د روسیې لسګونو بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۱ GMT+۰

د اوکراینې رسنیو د رپوټ له مخې؛ روسیې د دوشنبې په سهار د اوکراین پر ښارونو او کلیو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې څلور تنه یې ووژل او لږ تر لږه ۳۸ تنه یې ټپیان کړل.

د اوکراین پولیسو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، بریدونو په ختیځ کې د خارکیف، دنیپروپیتروسک او زاپوریزیا په سیمو او په لویدیځ کې په خمیلنیتسکي ښار کې د استوګنې ودانۍ او ښاري زیربناوې په نښه کړې.

په دغه بریدونو کې دوه کسان وژل شوي.

په همدې حال کې په دنیپروپیتروسک ولایت کې راکټي بریدونو کې یو تن وژل شوی او د څلورو ماشومانو په ګډون ۲۸ تنه ټپیان شوي دي.

بل خوا په خارکیف کې پر کورونو او د حرفوي زده کړو پر یوه مرکز د برید له امله یو کس وژل شوی او پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

بل خوا په زاپوریزیا ښار کې هم په استوګنیزو ودانیو بریدونه شوي چې پنځه کسان پکې وژل شوي دي.‌

په دې وروستیو کې روسیې پر اوکراین خپلو بریدونو ته یو ځل بیا زور ورکړی او په دغه هېواد کې یې پراخې سیمې ویجاړي کړي او ګڼه مرګژوبله یې اړولې ده.

د ایران استازي له م.م غوښتي چې په افغانستان کې د کوکنارو پر بدیل ورسره ګډ کار وکړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران سفير د ملګرو ملتونو له استازي غوښتي، چې په افغانستان کې افغان کروندګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په برابرولو کې ورسره ګډ کار وکړي. ایران دا مهال له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې ځان اغېزمن بللی او څو ځله یې خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

په افغانستان کې د ایران سفير کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کابل کې کتلي.

په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبه پر اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې په ناسته کې قمي په افغانستان کې د نشه يي توکو د بديلو کښتونو او د کروندګرو د روزولو اړوند خبري کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په ناسته کې دواړو لوريو په افغانستان کې د ماينونو د پاکولو په اړه هم بحث کړی.

د دې ناستې په اړه نور تفصيل نه دی ورکول شوی.

ايران يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې ډېر زوريږي.

نو ځکه يې اندېښنه ښودلې؛ که طالبان کروندګرو ته بديل کښتونه پېدا نه کړي ويره شته، چې کروندګر به بيا د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کر ته مخه کړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر: په تېرو څلورو ورځو کې ۸۰ کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۶ GMT+۰

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې پولیسو د دغه هېواد په ۲۷ ولایتونو کې ۸۰ تنه د انسان د قاچاق په شک نیولي دي. دغه وزارت زیاته کړه، چې په دې موده کې ۲۱۵۵ پناه غوښتونکي هم نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي کایا د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) د ایکس په یادښت کې لیکلي، چې دغه کسان د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.

نوموړي د نيول شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.

د ترکيې د کورنيو چارو د وزير د يادونې له مخې؛ دغه عمليات ځانکړو پوليسو، ساحلي ګارد او د کډوالو د ادارې د کارکوونکو له خوا په ٥٧ بېلابېلو ادرسونو کې ترسره شوي دي.

هغه په ​​خپل یادښت کې خبرداری ورکړ: "موږ به هېڅکله هغو قاچاقبرانو ته فرصت ورنه کړو، چې اروپا ته د خلکو د لېږدولو په هیله خلک غولوي او د کډوال په لارو کې یې وژني."

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واکمني تر لاسه کړه، په زرګونو افغانانو له ایران او ترکیې څخه اروپا ته د کډوالۍ ستونزمنه لاره خپله کړه. په دې لاره کې ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اروپا ته د افغانانو لپاره د ترانزیتي لارې په توګه، ترکیه له ۳۰۰،۰۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو کوربه توب کوي.

د دغه هېواد چارواکو لا له وړاندې اعلان کړی، چې په ټوله ترکیه کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي لپاره عملیات دوام لري.