• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر: په تېرو څلورو ورځو کې ۸۰ کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۰

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې پولیسو د دغه هېواد په ۲۷ ولایتونو کې ۸۰ تنه د انسان د قاچاق په شک نیولي دي. دغه وزارت زیاته کړه، چې په دې موده کې ۲۱۵۵ پناه غوښتونکي هم نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي کایا د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) د ایکس په یادښت کې لیکلي، چې دغه کسان د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.

نوموړي د نيول شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.

د ترکيې د کورنيو چارو د وزير د يادونې له مخې؛ دغه عمليات ځانکړو پوليسو، ساحلي ګارد او د کډوالو د ادارې د کارکوونکو له خوا په ٥٧ بېلابېلو ادرسونو کې ترسره شوي دي.

هغه په ​​خپل یادښت کې خبرداری ورکړ: "موږ به هېڅکله هغو قاچاقبرانو ته فرصت ورنه کړو، چې اروپا ته د خلکو د لېږدولو په هیله خلک غولوي او د کډوال په لارو کې یې وژني."

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واکمني تر لاسه کړه، په زرګونو افغانانو له ایران او ترکیې څخه اروپا ته د کډوالۍ ستونزمنه لاره خپله کړه. په دې لاره کې ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اروپا ته د افغانانو لپاره د ترانزیتي لارې په توګه، ترکیه له ۳۰۰،۰۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو کوربه توب کوي.

د دغه هېواد چارواکو لا له وړاندې اعلان کړی، چې په ټوله ترکیه کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي لپاره عملیات دوام لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

بلوڅ لاریون کوونکي: د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد خپله مبارزه روانه ساتو

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۹ GMT+۰

د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد د زرګونو معترضو بلوڅانو لاریون له تېرو ۴۶ ورځو راهیسې روان دی. دغه بلوڅان ادعا کوي چې «د پاکستان حکومت له لوري بېګناه بلوڅان وژل او تیري تم کیږي.»

د بلوڅ لاریون کوونکو سرلارې او د بشري حقونو فعاله ماه رنګ بلوڅ په یوه ویډیويي پیغام کې له نړیوالو غوښتنه کوي چې د بلوڅ نسل وژنې پر ضد له یاد غورځنګ سره یو ځای شي.

نوموړي وايي: «زه له ټولو څخه غوښتنه کوم چې د بې عدالتۍ په وړاندې غږ پورته کول خپله اصلي دنده وګڼي. تاسو کولی شئ په فعاله توګه د بشري حقونو سازمانونو سره اړیکه ونیسئ، د بلوڅانو مسلو ته پاملرنه وکړئ. ستاسو غږ د بلوڅانو په وړاندې د پاکستاني چارواکو د سرغړونو په اړه د حساب ورکولو لپاره قوي وسیله ده.»

د بلوڅو پیوستون غورځنګ د دوشنبې په ورځ د (مرغومي په ۱۸مه) د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د لاریون کوونکو ماشومانو یوه ویډیو خپره کړې، په ویډیو کې لیدل کیږي چې ماشومان د خپلو تري تم شویو خپلوانو انځورونه له ځان سره لري او شعارونه ورکوي چې، «د بلوڅانو نسل وژنه ودروئ.»

دغه بلوڅ لاریون کوونکي وایي، «د بلوڅ نسل وژنې پر ضد خپل مقاومت ته دوام ورکوو.»

تېره ورځ د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم زرګونو بلوڅانو لاریون وکړ.

له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د پاکستاني پولیسو له لوري د یاد لاریون د پای ته رسولو هڅې کیږي خو بلوڅ لاریون کوونکي وايي، د خپلو غوښتنو د ترلاسه کېدو تر وخته به اعتراضونو ته دوام ورکوي.

باورې سرچينې: د پېښور د ترهگرۍ ضد محکمې مخې په ډزو کې درې کسان ژوبل شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۰

باوري سرچینې وايي نن سهار دوشنبه (د مرغومي ۱۸مه) په پېښور کې د ترهګرۍ ضد محکمې ودانۍ مخې د وکیلانو په جامو کې یو وسله وال پر ولاړو کسانو ډزې کړې چې لږ تر لږه درې تنه یې ټپیان کړي. پولیس وايي وسله وال کس یې تر ډزو وروسته ژوندی نیولی دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د دغې محکمې د ودانۍ مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه وه.

سرچینې وايي د پیښې ټپیان ورڅېرمه روغتون ته لیږدول شوي دي.

له دې پیښې سره همهاله د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پولیسو پر موتر د ماین چاودنې له امله پنځه پولیس وژل شوي و او ۲۲ نور ټبیان دي.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې امنیتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی.

د اسراییلي پوځ لوی درستیز: د لبنان حزب الله پرېکړه کړې چې جګړې ته را ودانګي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۹ GMT+۰

د اسراییلي پوځ لوی درستیز ۲۰۲۴ کال د خپل هیواد لپاره ننګونکی وباله. هرزي حلوي وویل چې د اسراییل پوځ هڅه کوي چې د لبنان حزب الله لپاره د جګړې لګښت زیات کړي چې دغې جګړې ته د رادانګلو پرېکړه یې کړې ده.

د اسراییل پوځ دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د لبنان حزب الله لږ تر لږه ۴۰ توغندي د اسراییل پر شمال توغولي دي.

اسرایل ټایمز لیکي چې اسراییل ښايي ډېر ژر په لبنان کې د ایران په ملاتړ د حزب الله پر ضد پراخ پوځي برید وکړي.

په همدې حال کې د اسراییل د دفاع وزیر اعلان وکړ چې په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات به د یرغمل شویو کسانو تر راستنېدو پورې روان وي.

د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره په کتنه کې یوآو ګالانت ژمنه وکړه چې د اسراییل پوځ به د هغوی د بېرته راستنولو هڅه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې په غزه کې پوځي عملیات به تر هغه وخته پای ته ونه رسیږي چې یرغمل شوي کسان بیرته خپلو کورونو ته نه وي ستانه شوي.

په داسې حال کې چې بریدونو زور اخیستی، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا برباک چې اسراییل ته د سفر په حال کې ده، وویل چې سیمه باید، «د تاوتریخوالي له نه ختمیدونکې حالت» څخه ووځي.

هغې په ​​خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د غزې تړانګه نور د اسراییل د وجود لپاره ګواښ نه شي کېدای او د حماس وسله وال باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په سیمه کې د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثیانو د بریدونو د بندولو غوښتنه هم وکړه.

برباک به اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

سرچینې: د پښتونخوا په باجوړ کې د یوه برید پر مهال پنځه پاکستانیو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۱ GMT+۰

سرچیني وايي، نن دوشنبه سهار (د مرغومي ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د باجوړ ماموند سیمه کې د پولیسو پر یوه ګاډي د ماین چاودنې په پېښه کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. ويل کیږي برید د پولیسو پر هغه ګاډي شوی چې د ګوزڼ ضد واکسیناتورانو امنیت یې ساته.

پاکستاني رسنۍ وايي، دغه برید پر هغو پولیس شوی چې د باجوړ په ماموند سیمه کې یې د ګوزڼ ضد واکسیناتورانو امنیت یې ساته.

سرچیني وايي، د پيښې ځای ته د ژغورنې ډلې او ګڼ پولیس رسېدلي او ویل کیږي چې د یو شمېر ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر دې مهاله د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیسی.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یاد برید داسې مهال کیږي چې تېره ورځ د دغه هیواد د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د جوړېدو په موخه کابل ته رسیدلی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د پاکستان امنيتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی او په دغه هیواد کې پر پاکستاني پوځ او پولیسو بریدونه تر پخوا ډیر شوي دي.

دویم تعقیب:

د دغې پیښې د خبر له خپریدو یو ساعت وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو په یاده پیښه کې د وژل شویو پولیسو شمېر پنځه تنه او د پولیسو په ګډون د ټپیانو شمېر ۲۲ تنه ښودلی دی.

له پاکستان څخه څه باندې ۴۶۰ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۰ زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

تازه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان هم په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د پاکستان د حکومت له خوا په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل غندلي دي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د رییس الوزرا رسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.