• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډیلې ټیلېګراف: د واکسین ضد دسیسې نظریه په پاکستان کې د پولیو له منځه وړلو پر وړاندې خنډ دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو له خوا په یوه بمي چاودنه کې د پولیو واکسین شپږ ساتونکي ووژل شول. ډیلېټیلیګراف راپور ورکړی چې د دسیسې د نظریې په ګډون د واکسیناتورانو په جاسوسۍ تورنول، په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو مخه نیولې ده.

په تېره یوه لسیزه کې د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین ۱۰۲ کارکوونکي او د هغوی ساتوونکي د سخت دریځو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سړک غاړې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى، خو ويلي يې دي چې دا «په بشپړه توګه دروغ» دي چې دا بريد د پوليو واکسيناسيون له کمپاين سره تړاو درلود.

ډیلې ټیلیګراف لیکي چې په تېرو وختونو کې تحریک طالبان پاکستان د کور په کور واکسین کمپاین د پاکستان حکومت له لوري د دوی په وړاندې د جاسوسۍ دسیسه بللې وه.

د القاعدې وسله والو ته دا مفکوره یوه ترخه تجربه لري. د پاکستان حکومت ویلي، چې امریکا د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن پټنځای د واکسیناتور په مرسته موندلی دی. وروسته په پاکستان کې یوې محکمې هغه واکسیناتور ته چې د اسامه بن لادن په وژلو کې یې مرسته کړې وه په اوږده بند محکوم کړ.

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي۱۸مه) خبر ورکړ چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسین پر کاروان په برید کې لږ تر لږه پنځه پولیس افسران وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي. چې له بریده وروسته چارواکو سملاسي په سیمه کې واکسین کول وځنډول.

د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د سخت دریځو مذهبي ملایانو له شک او مخالفت سره مخامخ دی.

په افغانستان او پاکستان کې د پوليو واکسين پر وړاندې د دسيسې نظريه د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو پر وړاندې ستر خنډ بلل شوی. داسې تورونه شته چې دا څاڅکي زیانمنونکي دي، د خنزیر له غوښې جوړ دي او یا ويل کیږي چې ان د مسلمانانو د شنډولو لپاره غربي دسیسه ده.

په کابل کې طالبانو هم یو وخت د کور په کور واکسین بندیز لګولی و او د واکسین ټیمونه یې په افغانستان کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو په جاسوسۍ تورن کړي وو.

دغه بندیز وروسته له هغه لرې کړل شو چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د دوی د واکسین ډلې اوس ټول هیواد ته لاسرسی لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پخواني دولت د سولې د مرکچي پلاوي مشر ملا فضل الرحمان ته د کرايي ملا خطاب کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د ملا فضل الرحمان د هغو خبرو په غبرګون کې چې ویلي وو؛ په غزه کې نسل وژنه روانه ده او افغانستان کې ځینې خلک د نجونو د تعلیم په غم کې دي، هغه کرايي ملا بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د اسلامي امت لا محتاجي غواړي.

د افغانستان د مذاکراتي ټیم پخوانی مشر معصوم ستانکزي د نجونو د تعلیم په اړه د ملا فضل الرحمان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي:"د مولانا شیراني صاحب په خبره: پاکستان هغه چوک دی چې کرایي ملایان، مفتیان او قاتلان ... پکې پریمانه پېدا کیږي".

ملا فضل الرحمان د دوشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۸ مه) ویلي، چې په داسې حال کې چې پر غزه بمبارۍ کیږي‌ او هلته ۲۲ زره کسان وژل کیږي، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي او په داسې وضعیت کې هم خلک وايي، چې ولې په افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کیږي.

ښاغلي ستانکزي ملا فضل الرحمان ته د کرايي ملا خطاب کړی او ویلي یې دي: “دا کرایي ملا وایي چې په فلسطین که څه حال دی او خلک دلته د نجونو د تعلیم تشویش کوي، په دې معنا چې اسلامي امت دې نور هم ضعیفه او محتاجه پاتې شي.”

د پاکستان سترې محکمې نواز شریف ته د څلورم ځل لپاره د نوماندېدو اجازه ورکړه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ هغه حکم لغوه کړ، چې په جنایي جرمونو محکوم شویو کسانو ته یې د ټول عمر لپاره په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوله او په دې توګه یې نواز شریف ته لاره هواره کړه، چې د څلورم ځل لپاره ځان نوماند کړي.

د ښاغلي شریف ګوند (د پاکستان مسلم لیګ – نواز) په داسې حال کې د فېبرورۍ د اتمې نیټې ټولټاکنو مخکښ ګوند بلل کیږي، چې د ښاغلي شریف اصلي سیال پخوانی لومړی وزیر عمران خان په زندان کې دی او د پنځو کلونو لپاره له نوماندیدو منع شوی دی.

قاضي فایز عیسی چې د قاضيانو د اوه کسیزې ډلې مشري یې کوله، په خپل حکم کې ویلي، چې د ټول بندیز "ټاکنو کې د ګډون لپاره د وګړو اساسي حق زیانمنوي".

د قاضیانو له اوه کسیزې ډلې، شپږو یې د هغه حکم د لغوه کولو لپاره مثبته رایه وکړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې تصویب شوی و او د اساسي قانون له ځینو احکامو سره سم یې په هغو محکوم شویو سیاستوالو باندې د ټول عمر لپاره په ټاکنو کې د ګډون بندیز لګولی و.

۷۴ کلن شریف په ۲۰۱۷ کال کې د ناریښتنو کړنو په تور مجرم وپېژندل شوی وو، چې د ۲۰۱۸ کال د محکمې د حکم له مخې په ټاکنو کې د ټول عمر لپاره له ګډون منع کېدونکو کې شمېرل کېده.

سرچینې: د طالبانو مشر ملا هبت الله د ملا فضل الرحمان سره ليدنه رد کړه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو لوړ یو شمېر لوړه رتبه مشرانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د دوی مشر هبت الله اخوندزاده د پاکستان څخه د ملا فضل الرحمان په مشرۍ له راغلي پلاوي سره ليدنه رد کړې. ملا فضل الرحمان افغانستان ته تر تګ مخکې ويلي وو، چې غواړي د طالبانو له مشر سره هم وويني.

پاکستانی سياستوال ملا فضل الرحمان په کابل کې د طالب مشرانو سره تر لېدونو وروسته نن دوشنبه پلان درلود، چې په کندهار کې د دې ډلې له مشر هبت الله اخوندزاده سره وويني.

په کندهار کې د طالبانو يو لوړ رتبه مشر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې له ملا فضل الرحمان سره د دوی مشر د ليدنې کوم پلان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: « شېخ هبت الله اخوندزاده تر دم ګړۍ د ملا فضل الرحمان سره د ملاقات کوم سکېجول نه لري.»

د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت څخه هم يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایيد کړه، چې د طالبانو د مشر له دفتره يې د ملا فضل الرحمان سره د لېدنې وړاندیز رد شوی جواب تر لاسه کړ. « د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ملا هبت الله اخوندزاده دفتر ته د ملا فضل الرحمان لپاره د لېدنې وړانديز کړی و؛ خو تېره ورځ يې منفي ځواب تر لاسه کړ، چې نوموړی دې له ريیس الوزرا سره وګوري.»

د طالبانو مشر نن دوشنبه ناوخته په کندهار کې د والي ملا شيرين، خپلو مشاورينو او ځينو دیني علماو سره هم کتلي؛ خو تر اوسه د دې ليدنې اجنډا معلومه نه ده.

ډېر باور دا دی، چې د نوموړي دغه بېړنۍ ناسته هم د ملا فضل الرحمان د کتني اړوند د تصميم نیونې وه.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) نېټه د یوه پلاوي په مشري کابل ته تللی او هلته یې د طالب مشرانو تر څنګ د دې ډلې له رييس الوزرا سره هم کتلي دي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د هغه سفر ته هيله مندي ښودلې وه او ويلي يې وو، چې د ملا فضل الرحمان سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شويو ستونزو په هواري کې ګټور تمام شي.

پر اوکراین د روسیې لسګونو بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۱ GMT+۰

د اوکراینې رسنیو د رپوټ له مخې؛ روسیې د دوشنبې په سهار د اوکراین پر ښارونو او کلیو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې څلور تنه یې ووژل او لږ تر لږه ۳۸ تنه یې ټپیان کړل.

د اوکراین پولیسو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، بریدونو په ختیځ کې د خارکیف، دنیپروپیتروسک او زاپوریزیا په سیمو او په لویدیځ کې په خمیلنیتسکي ښار کې د استوګنې ودانۍ او ښاري زیربناوې په نښه کړې.

په دغه بریدونو کې دوه کسان وژل شوي.

په همدې حال کې په دنیپروپیتروسک ولایت کې راکټي بریدونو کې یو تن وژل شوی او د څلورو ماشومانو په ګډون ۲۸ تنه ټپیان شوي دي.

بل خوا په خارکیف کې پر کورونو او د حرفوي زده کړو پر یوه مرکز د برید له امله یو کس وژل شوی او پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

بل خوا په زاپوریزیا ښار کې هم په استوګنیزو ودانیو بریدونه شوي چې پنځه کسان پکې وژل شوي دي.‌

په دې وروستیو کې روسیې پر اوکراین خپلو بریدونو ته یو ځل بیا زور ورکړی او په دغه هېواد کې یې پراخې سیمې ویجاړي کړي او ګڼه مرګژوبله یې اړولې ده.

د ایران استازي له م.م غوښتي چې په افغانستان کې د کوکنارو پر بدیل ورسره ګډ کار وکړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران سفير د ملګرو ملتونو له استازي غوښتي، چې په افغانستان کې افغان کروندګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په برابرولو کې ورسره ګډ کار وکړي. ایران دا مهال له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې ځان اغېزمن بللی او څو ځله یې خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

په افغانستان کې د ایران سفير کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کابل کې کتلي.

په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبه پر اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې په ناسته کې قمي په افغانستان کې د نشه يي توکو د بديلو کښتونو او د کروندګرو د روزولو اړوند خبري کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په ناسته کې دواړو لوريو په افغانستان کې د ماينونو د پاکولو په اړه هم بحث کړی.

د دې ناستې په اړه نور تفصيل نه دی ورکول شوی.

ايران يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې ډېر زوريږي.

نو ځکه يې اندېښنه ښودلې؛ که طالبان کروندګرو ته بديل کښتونه پېدا نه کړي ويره شته، چې کروندګر به بيا د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کر ته مخه کړي.