• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سترې محکمې نواز شریف ته د څلورم ځل لپاره د نوماندېدو اجازه ورکړه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۵ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ هغه حکم لغوه کړ، چې په جنایي جرمونو محکوم شویو کسانو ته یې د ټول عمر لپاره په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوله او په دې توګه یې نواز شریف ته لاره هواره کړه، چې د څلورم ځل لپاره ځان نوماند کړي.

د ښاغلي شریف ګوند (د پاکستان مسلم لیګ – نواز) په داسې حال کې د فېبرورۍ د اتمې نیټې ټولټاکنو مخکښ ګوند بلل کیږي، چې د ښاغلي شریف اصلي سیال پخوانی لومړی وزیر عمران خان په زندان کې دی او د پنځو کلونو لپاره له نوماندیدو منع شوی دی.

قاضي فایز عیسی چې د قاضيانو د اوه کسیزې ډلې مشري یې کوله، په خپل حکم کې ویلي، چې د ټول بندیز "ټاکنو کې د ګډون لپاره د وګړو اساسي حق زیانمنوي".

د قاضیانو له اوه کسیزې ډلې، شپږو یې د هغه حکم د لغوه کولو لپاره مثبته رایه وکړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې تصویب شوی و او د اساسي قانون له ځینو احکامو سره سم یې په هغو محکوم شویو سیاستوالو باندې د ټول عمر لپاره په ټاکنو کې د ګډون بندیز لګولی و.

۷۴ کلن شریف په ۲۰۱۷ کال کې د ناریښتنو کړنو په تور مجرم وپېژندل شوی وو، چې د ۲۰۱۸ کال د محکمې د حکم له مخې په ټاکنو کې د ټول عمر لپاره له ګډون منع کېدونکو کې شمېرل کېده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د طالبانو مشر ملا هبت الله د ملا فضل الرحمان سره ليدنه رد کړه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو لوړ یو شمېر لوړه رتبه مشرانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د دوی مشر هبت الله اخوندزاده د پاکستان څخه د ملا فضل الرحمان په مشرۍ له راغلي پلاوي سره ليدنه رد کړې. ملا فضل الرحمان افغانستان ته تر تګ مخکې ويلي وو، چې غواړي د طالبانو له مشر سره هم وويني.

پاکستانی سياستوال ملا فضل الرحمان په کابل کې د طالب مشرانو سره تر لېدونو وروسته نن دوشنبه پلان درلود، چې په کندهار کې د دې ډلې له مشر هبت الله اخوندزاده سره وويني.

په کندهار کې د طالبانو يو لوړ رتبه مشر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې له ملا فضل الرحمان سره د دوی مشر د ليدنې کوم پلان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: « شېخ هبت الله اخوندزاده تر دم ګړۍ د ملا فضل الرحمان سره د ملاقات کوم سکېجول نه لري.»

د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت څخه هم يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایيد کړه، چې د طالبانو د مشر له دفتره يې د ملا فضل الرحمان سره د لېدنې وړاندیز رد شوی جواب تر لاسه کړ. « د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ملا هبت الله اخوندزاده دفتر ته د ملا فضل الرحمان لپاره د لېدنې وړانديز کړی و؛ خو تېره ورځ يې منفي ځواب تر لاسه کړ، چې نوموړی دې له ريیس الوزرا سره وګوري.»

د طالبانو مشر نن دوشنبه ناوخته په کندهار کې د والي ملا شيرين، خپلو مشاورينو او ځينو دیني علماو سره هم کتلي؛ خو تر اوسه د دې ليدنې اجنډا معلومه نه ده.

ډېر باور دا دی، چې د نوموړي دغه بېړنۍ ناسته هم د ملا فضل الرحمان د کتني اړوند د تصميم نیونې وه.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) نېټه د یوه پلاوي په مشري کابل ته تللی او هلته یې د طالب مشرانو تر څنګ د دې ډلې له رييس الوزرا سره هم کتلي دي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د هغه سفر ته هيله مندي ښودلې وه او ويلي يې وو، چې د ملا فضل الرحمان سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شويو ستونزو په هواري کې ګټور تمام شي.

بلوڅ لاریون کوونکي: د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد خپله مبارزه روانه ساتو

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۹ GMT+۰

د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد د زرګونو معترضو بلوڅانو لاریون له تېرو ۴۶ ورځو راهیسې روان دی. دغه بلوڅان ادعا کوي چې «د پاکستان حکومت له لوري بېګناه بلوڅان وژل او تیري تم کیږي.»

د بلوڅ لاریون کوونکو سرلارې او د بشري حقونو فعاله ماه رنګ بلوڅ په یوه ویډیويي پیغام کې له نړیوالو غوښتنه کوي چې د بلوڅ نسل وژنې پر ضد له یاد غورځنګ سره یو ځای شي.

نوموړي وايي: «زه له ټولو څخه غوښتنه کوم چې د بې عدالتۍ په وړاندې غږ پورته کول خپله اصلي دنده وګڼي. تاسو کولی شئ په فعاله توګه د بشري حقونو سازمانونو سره اړیکه ونیسئ، د بلوڅانو مسلو ته پاملرنه وکړئ. ستاسو غږ د بلوڅانو په وړاندې د پاکستاني چارواکو د سرغړونو په اړه د حساب ورکولو لپاره قوي وسیله ده.»

د بلوڅو پیوستون غورځنګ د دوشنبې په ورځ د (مرغومي په ۱۸مه) د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د لاریون کوونکو ماشومانو یوه ویډیو خپره کړې، په ویډیو کې لیدل کیږي چې ماشومان د خپلو تري تم شویو خپلوانو انځورونه له ځان سره لري او شعارونه ورکوي چې، «د بلوڅانو نسل وژنه ودروئ.»

دغه بلوڅ لاریون کوونکي وایي، «د بلوڅ نسل وژنې پر ضد خپل مقاومت ته دوام ورکوو.»

تېره ورځ د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم زرګونو بلوڅانو لاریون وکړ.

له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د پاکستاني پولیسو له لوري د یاد لاریون د پای ته رسولو هڅې کیږي خو بلوڅ لاریون کوونکي وايي، د خپلو غوښتنو د ترلاسه کېدو تر وخته به اعتراضونو ته دوام ورکوي.

باورې سرچينې: د پېښور د ترهگرۍ ضد محکمې مخې په ډزو کې درې کسان ژوبل شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۰

باوري سرچینې وايي نن سهار دوشنبه (د مرغومي ۱۸مه) په پېښور کې د ترهګرۍ ضد محکمې ودانۍ مخې د وکیلانو په جامو کې یو وسله وال پر ولاړو کسانو ډزې کړې چې لږ تر لږه درې تنه یې ټپیان کړي. پولیس وايي وسله وال کس یې تر ډزو وروسته ژوندی نیولی دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د دغې محکمې د ودانۍ مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه وه.

سرچینې وايي د پیښې ټپیان ورڅېرمه روغتون ته لیږدول شوي دي.

له دې پیښې سره همهاله د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پولیسو پر موتر د ماین چاودنې له امله پنځه پولیس وژل شوي و او ۲۲ نور ټبیان دي.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې امنیتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی.

سرچینې: د پښتونخوا په باجوړ کې د یوه برید پر مهال پنځه پاکستانیو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۱ GMT+۰

سرچیني وايي، نن دوشنبه سهار (د مرغومي ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د باجوړ ماموند سیمه کې د پولیسو پر یوه ګاډي د ماین چاودنې په پېښه کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. ويل کیږي برید د پولیسو پر هغه ګاډي شوی چې د ګوزڼ ضد واکسیناتورانو امنیت یې ساته.

پاکستاني رسنۍ وايي، دغه برید پر هغو پولیس شوی چې د باجوړ په ماموند سیمه کې یې د ګوزڼ ضد واکسیناتورانو امنیت یې ساته.

سرچیني وايي، د پيښې ځای ته د ژغورنې ډلې او ګڼ پولیس رسېدلي او ویل کیږي چې د یو شمېر ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر دې مهاله د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیسی.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یاد برید داسې مهال کیږي چې تېره ورځ د دغه هیواد د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د جوړېدو په موخه کابل ته رسیدلی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د پاکستان امنيتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی او په دغه هیواد کې پر پاکستاني پوځ او پولیسو بریدونه تر پخوا ډیر شوي دي.

دویم تعقیب:

د دغې پیښې د خبر له خپریدو یو ساعت وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو په یاده پیښه کې د وژل شویو پولیسو شمېر پنځه تنه او د پولیسو په ګډون د ټپیانو شمېر ۲۲ تنه ښودلی دی.

له پاکستان څخه څه باندې ۴۶۰ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۰ زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

تازه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان هم په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د پاکستان د حکومت له خوا په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل غندلي دي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د رییس الوزرا رسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.