• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د طالبانو مشر ملا هبت الله د ملا فضل الرحمان سره ليدنه رد کړه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو لوړ یو شمېر لوړه رتبه مشرانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د دوی مشر هبت الله اخوندزاده د پاکستان څخه د ملا فضل الرحمان په مشرۍ له راغلي پلاوي سره ليدنه رد کړې. ملا فضل الرحمان افغانستان ته تر تګ مخکې ويلي وو، چې غواړي د طالبانو له مشر سره هم وويني.

پاکستانی سياستوال ملا فضل الرحمان په کابل کې د طالب مشرانو سره تر لېدونو وروسته نن دوشنبه پلان درلود، چې په کندهار کې د دې ډلې له مشر هبت الله اخوندزاده سره وويني.

په کندهار کې د طالبانو يو لوړ رتبه مشر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې له ملا فضل الرحمان سره د دوی مشر د ليدنې کوم پلان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: « شېخ هبت الله اخوندزاده تر دم ګړۍ د ملا فضل الرحمان سره د ملاقات کوم سکېجول نه لري.»

د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت څخه هم يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایيد کړه، چې د طالبانو د مشر له دفتره يې د ملا فضل الرحمان سره د لېدنې وړاندیز رد شوی جواب تر لاسه کړ. « د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ملا هبت الله اخوندزاده دفتر ته د ملا فضل الرحمان لپاره د لېدنې وړانديز کړی و؛ خو تېره ورځ يې منفي ځواب تر لاسه کړ، چې نوموړی دې له ريیس الوزرا سره وګوري.»

د طالبانو مشر نن دوشنبه ناوخته په کندهار کې د والي ملا شيرين، خپلو مشاورينو او ځينو دیني علماو سره هم کتلي؛ خو تر اوسه د دې ليدنې اجنډا معلومه نه ده.

ډېر باور دا دی، چې د نوموړي دغه بېړنۍ ناسته هم د ملا فضل الرحمان د کتني اړوند د تصميم نیونې وه.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) نېټه د یوه پلاوي په مشري کابل ته تللی او هلته یې د طالب مشرانو تر څنګ د دې ډلې له رييس الوزرا سره هم کتلي دي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د هغه سفر ته هيله مندي ښودلې وه او ويلي يې وو، چې د ملا فضل الرحمان سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شويو ستونزو په هواري کې ګټور تمام شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو رییس الوزرا ملا فضل الرحمان ته: موږ پاکستان ته د زیان رسولو هېڅ نیت نه لرو

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ملا فضل الرحمان په کابل کې د طالبانو له رییس الورزا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل. حسن اخوند په دې کتنه کې وویل، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو په اړیکو کې ښايي ننګونې موجودې وي؛ خو خلک او عالمان نه بېلېدونکې ارزښتونه او مشترکات لري.

د طالبانو رییس الوزرا زیاته کړه، چې دغه ډله د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته د زیان رسولو اراده نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي، چې له افغانستانه کوم بل هېواد تهدید شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ملا فضل الرحمان چې د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه یې د طالبانو په بلنه کابل ته سفر کړی، د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او د ستونزو د هواري لپاره د لارې هوارول ښودلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملا فضل الرحمان دغه سفر یو شخصي سفر بللی؛ خو ځینو پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې د پاکستان حکومت د دغه سفر ملاتړ کړی دی.
ملا فضل الرحمان په خپلو خبرو کې وویل، چې کابل ته یې د خیر پیغام راوړی او غواړي د دواړو هېوادونو په اړیکو کې شته ناسم پوهاوی د خبرو له لارې هوار شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، سياسي او سوداګريزو برخو کې د ګډو همکاريو لا زياتې لارې چارې باید برابرې شي.

نوموړي کابل ته تر سفر مخکې ویلي وو، چې په دغه سفر کې به د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوند سره هم وویني، چې مرکز یې په کندهار کې دی.

طالبانو له چهارچنار ماڼۍ څخه د افغانستان د پخوانیو رهبرانو او شاهانو انځورونه لرې کړل

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۰

طالبانو د ارګ چهارچنار ماڼۍ له تالار څخه د پخوانیو افغان رهبرانو او شاهانو انځورونه لرې کړي دي. د هغو انځورونو پر بنسټ چې په دې وروستیو کې له دې ماڼۍ څخه خپاره شوي، دې ډلې د تاریخي شخصیتونو د عکسونو سربېره د دې ماڼۍ له یوې تختې څخه د ځینو اسونو انځورونه هم لرې دي.

100%

تر دې وړاندې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان د پخوانیو جهادي مشرانو، سیاستوالو، شاعرانو، لیکوالانو او نورو شخصیتونو د انځورونو پاکول پیل کړي وو.

دغې ډلې د افغانستان د مرکز پنجشیر ولایت له دروازې څخه د ټولو سیاسي شخصیتونو عکسونه لرې کړي دي.

د تېر کال د تلې په میاشت کې افغانستان انټرنشنل له کابل پوهنتون څخه راپور ترلاسه کړی و، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ادبیاتو د پوهنځي د فارسي څانګې له دیوالونو څخه د فارسي شاعرانو انځورونه لرې کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان په شمال کې د مزارشريف ښار له څلور لارې څخه د فارسي ژبې د وتلي شاعر مولانا جلال الدين محمد بلخي د انځورونو د لرې کولو په اړه د طالبانو د دې کار غبرګونونه راوپارول.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې: طالبان هره افغانه ښځه مجرمه ګڼي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې په کابل کې د ښځو له نیول کېدو وروسته وویل، چې طالبان هره ښځه مجرمه ګڼي چې باید خپله بې ګناهي ثابته کړي. فوزیه کوفي وايي؛ په داسې حال کې چې د نړۍوالې ټولنې پام د غزې جګړې ته اوښتی، طالبانو د ښځو پر وړاندې جګړې ته شدت ورکړی دی.

مېرمن کوفي زیاته کړه، چې د طالبانو وسلوال هره ورځ لسګونه ښځې د کابل له واټونو څخه بیايي.

اغلې کوفي زیاته کړې، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې تر زرو زیاتې ناستې شوې دي، خو ایا چا د دوحې په خبرو کې دوی کومې ژمنې کړې وې حساب اخیستی؟

د طالبانو له خوا د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د ځوانو ښځو او نجونو نیول کېدل پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو ډله يیزه ځورونه د بشریت ضد جنایت یوه بیلګه ده

د پخواني افغان حکومت د سولې د مرکچي ټیم یوه غړي بیا ویلي؛ د طالبانو له خوا د حجاب په پلمه د ځوانو نجونو نیول له ښځو سره د ډله ییزې ځورونې او د بشریت ضد جنایت یوه بېلګه ده.

محمد امین احمدي وویل؛ طالبان د خلکو سپکاوی کوي او ښيي چې اسلام د ښځو دښمن دی.

د دیني علومو دغه وتلي څېړونکي د یکشنبې په ورځ (د جدي په ۱۷ مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت کار نه یوازې دا چې د شر د مخنیوی نه، بلکې د ځینو دلایلو له مخې دا دی د شرعي بدیو یوه بیلګه ده.

په تېرو څو ورځو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کابل په بېلابېلو سیمو کې د نجونو او ښځو د نیولو نوې څپه پیل کړې ده.

تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د دشت برچي، تایمني او خیرخانې په ګډون د ځوانانو او نجونو د ډله ییزې نیونې راپورونه خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: "دا نیول د هغې ډلې د مجازاتو په هدف شوي چې غوښتل یې بې حجابۍ ته وده ورکړي."

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه ویاند بي بي سي ته تایید کړې وه، چې دغه وزارت د کابل په لویدیځ کې یو شمېر ښځې د "بې حجابۍ" په تور نیولي دي؛ خو نوموړي دا نه دي ویلي، چې څومره کسان نیول شوي دي.

په یوه قضیه کې یوې ښځینه زده کوونکې د یکشنبې په ورځ (د جدې په ۱۶ مه) په یوه ویډیو کې چې هغې د افغانستان انټرنشنل ته لیږلې، راپور ورکړ چې طالبانو د هغې ۱۹ کلنه خور نیولې ده.

هغې چې د ویډیو د ثبتولو پر مهال له نیول کېدو وېره درلوده، وویل چې د نجونو یوه ډله هغه مهال ونیول شوه چې له "ښوونځي" څخه کور ته ستنېدې.

د دغې نجلۍ په خبره؛ ټولو زده کونکو «حجاب» اغوستی و او د دوی د نیولو لامل نه دی معلوم.
​

ننګرهار کې په خپل منځۍ شخړه کې ۵ کسان ټپيان شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د ننګرهار د پچير اګام ولسوالۍ د لنډه خېلو په کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر په شخړه کې ۵ کسان ټپيان شوي دي. د افغانستان په لېري پرتو سېمو کې ډېر مهال ورته جنجالونه او شخړي رامنځته کيږي.

د ننګرهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د کامران او منور کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر دغه شخړه نن دوشنبه رامنځته شوې.

د دې ولایت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند بصير زابلی وايي؛ ځايي طالبان سېمې ته رسېدلي او شخړه یې کابو کړې.

د نوموړي په خبره په پېښه کې ټپي شوي کسان يې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

نوموړي ونه ويل، چې ټپيان د کومو کورنيو اړوند دي.

د ایران استازي له م.م غوښتي چې په افغانستان کې د کوکنارو پر بدیل ورسره ګډ کار وکړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران سفير د ملګرو ملتونو له استازي غوښتي، چې په افغانستان کې افغان کروندګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په برابرولو کې ورسره ګډ کار وکړي. ایران دا مهال له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې ځان اغېزمن بللی او څو ځله یې خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

په افغانستان کې د ایران سفير کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کابل کې کتلي.

په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبه پر اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې په ناسته کې قمي په افغانستان کې د نشه يي توکو د بديلو کښتونو او د کروندګرو د روزولو اړوند خبري کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په ناسته کې دواړو لوريو په افغانستان کې د ماينونو د پاکولو په اړه هم بحث کړی.

د دې ناستې په اړه نور تفصيل نه دی ورکول شوی.

ايران يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې ډېر زوريږي.

نو ځکه يې اندېښنه ښودلې؛ که طالبان کروندګرو ته بديل کښتونه پېدا نه کړي ويره شته، چې کروندګر به بيا د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کر ته مخه کړي.