• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ۲۰۲۳ کال کې تر ۵۰ زرو زیاتو افغانانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې فېډرالي دفتر اعلان وکړ، چې دغه هېواد په ۲۰۲۳ کال کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې ۵۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ په جرمني کې د پناه غوښتونکو شمېر ۵۳۵۸۲ کسانو ته رسیږي، چې تر ټولو لوی ګروپ افغانان دي.

د جرمني د کډوالو فیډرالي دفتر د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې ۳۵۱۹۱۵ غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې د تېر کال په پرتله ۵۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې جرمني ته تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي په ترتیب سره د سوریې، ترکیې، افغانستان، عراق، ایران، ګرجستان او روسیې وو.

معلومات ښيي، چې په دې موده کې ۱۰۴۶۵۱ سوریايي او ۶۲۶۲۴ زره ترکي اتباعو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

رویټرز د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر له قوله ویلي: «د ۲۰۲۳ کال د پناه غوښتنې ارقام ښيي، چې موږ باید د غیر قانوني کډوالو د محدودولو لپاره خپلې لارې ته دوام ورکړو.»

د جرمني خبري اژانس لیکلي دي، چې د جرمني د مرکزي کیڼ اړخي ايتلافي حکومت د کډوالو په هکله خپل دریځ سخت کړی دی او په ټولپوښتنو کې یې د ښي اړخو گوندونو په شا کېدو سره د کډوال په هکله خپل دریځ سخت کړی دی.

تر دې مخکې د اروپا د پناه غوښتنې ادارې اعلان کړی و، چې په اروپا کې د پناه غوښتونکو څلورمه برخه افغانان او سوریایان دي.

اروپايي ټولنې هم مخکې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۸۶ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.
​

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون مشر پر طالبانو د ډېپلوماتیکو فشارونو غوښتنه وکړه

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون مشر په کرمان کې وروستیو چاودنو ته په اشارې سره پر طالبانو د ډېپلوماټیکو فشارونو غوښتنه وکړه.

وحید جلال زاده د خپل هېواد د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د پاکستان، افغانستان او ځینو هغو حکومتونو پر ضد چې د ترورېزم ملاتړ کوي، استدلال ختم کړي.

هغه د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه ) د ایران د اسلامي جمهوریت په شورا کې په خپله وینا کې وویل، چې د ایران امنیتي او استخباراتي ادارې باید له ترهګرو سره جدي چلند وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسي جرګې مشر محمد باقر قالیباف پرون په تهران کې له خپل تاجک سیال رستم امام علي سره په کتنه کې وویل؛ په کرمان کې وروستۍ چاودنې په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیتونو نتیجه ده.

خو د افغانستان په چارو کې د ايران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي پرون په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستيال مولوي عبدالکبير سره وکتل او له دغې ډلې سره يې پر همکارۍ ټينګار وکړ.

د دغې غونډې په اړه د طالبانو په خبرپاڼه کې د ښاغلي قمي له قوله راغلي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي جمهوریت بهرنۍ تګلاره د طالبانو له حکومت سره پر همکارۍ ولاړه ده او په دې برخه کې د دواړو لورو تر منځ ډېر سندونه هم لاسلیک شوي دي.

د نورو هېوادونو په څېر داعش هم طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دې ډلې سره نېږدې اړیکې لري.

په کرمان کې له وروستیو چاودنو وروسته چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې، له طالبانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت پر اړیکو نیوکې زیاتې شوې دي.

د ترکیې ساحلي ګارد ۴۰ نور افغان کډوال نیولي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په ترکیه کې د پناه غوښتونکو له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد ساحلي ساتونکو ۴۰ نور افغانان په چاناک‌ قلعه ولایت کې ونیول. د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس خبر ورکړی؛ دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې له پولې څخه په ناقانونه توګه ووځي کله چې وپېژندل شول ونیول شول.

د دغه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغو کسانو غوښتل چې د ترکیې د اوبو له لارې اروپا ته ولاړ شي خو د ترکیې ساحلي ګارد یې مخه ونیوله.

په ترکیه کې د دوی شتون هم "غیر قانوني" اعلان شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې ټاکل شوې دغه کسان بېرته افغانستان ته ستانه شي.

ترکيې په تېرو مياشتو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغانانو د پېژندنې، نيولو او شړلو لړۍ تېزه کړې او معمولاً هره اوونۍ د هغوی د شړلو راپور خپروي.

په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره افغانان له دغه هېواده راستانه شوي دي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شول، زرګونه افغانان له ایران څخه د کډوالۍ له ستونزمنو لارو اروپا ته د رسېدو په هیله ترکیې ته تللي دي. په دې لاره کې ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ترکي چارواکو اعلان کړی، چې په ټوله ترکیه کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي عملیات لا هم دوام لري.

پوتین یوه امریکايي بوکسر او یوه کاناډايي هاکي لوبغاړي ته روسي تابعیت ورکړ

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر امریکایي سوک وهونکی کوین جانسون او کاناډایي هاکي لوبغاړی براندون لایپسیک د روسیې تابعیت ترلاسه کړ. د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي خبر ورکړی، چې دغه امریکايي لوبغاړی پلان لري، چې د پوتین په درناوي خپل نوم «کویین ولادیمیرویچ» ته بدل کړي.

ویل کیږي، چې کوین جانسون د ۲۰۲۳ کال په مني کې د روسیې د تابعیت غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له مخې؛ دغه امریکايي لوبغاړي په خپل مسلکي ډګر کې ۶۰ سیالۍ کړي، چې ۳۶ یې ګټلي، ۲۲ یې بایللي او ۲ یې مساوي کړي دي.

په ۲۰۰۹ کې هغه د سوک وهنې د نړۍوالې شورا (WBC) لقب لپاره په سیالۍ کې د اوکراین د ویتالي کلیچکوی څخه ماتې وخوړه.

د کاناډا د هاکي لوبغاړي هم په خپل مسلک کې ۲۱۸ لوبې کړي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې په روسیه کې دی.

د ایران د پارلمان رییس: داعش په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ په لټه کې دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

په تهران کې د ایران د پارلمان رییس له خپل تاجکستاني سیال رستم امام علي سره په کتنه کې وویل، چې داعش په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ په لټه کې دی. محمد باقر قالیباف وویل، چې په کرمان کې وروستۍ چاودنې په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیت پایله ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) داعش خراسان د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره یو ګواښ وباله او ویې ویل: "په سیمه کې د داعش بنسټ اېښودونکي او پراختیا ورکوونکي پېژنو."

خو د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان رییس د "داعش جوړونکي او پراختیا ورکوونکي" په اړه معلومات ورنه کړل.

ښاغلي قالیباف همدا راز ټینګار وکړ، چې په اوسنیو حالاتو کې په افغانستان کې د ترورېزم، وسلو او مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې لپاره پراخې همکارۍ ته اړتیا لرو.

د ایران اسلامي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې رستم امام علي هم د افغانستان وضعیت د ایران او تاجکستان لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه د تاجکستان او ایران ترمنځ د اړیکو پراختیا اړینه وبلله او ویې ویل: "له ترهګرۍ او قاچاق سره د مقابلې لپاره د اړوندو بنسټونو ترمنځ په منظمه توګه د نظریاتو او معلوماتو تبادلې ته اړتیا ده."

په تېرو دوو کلونو کې تاجکستاني چارواکو په وار - وار خبرداری ورکړی، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او هڅه کوي نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

رستم امام علي همدا راز وویل، چې په افغانستان کې روان وضعیت به د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه هېواد د بېلابېلو برخو لپاره منفي پایلې ولري او تاجکستان په دې باور دی، چې په افغانستان کې باید د ټولو سیاسي او قومي ډلو په شتون سره یو ټول شموله حکومت جوړ شي.

په کرمان کې له وروستیو چاودنو وروسته د ایران د استخباراتو وزارت اعلان وکړ، چې هغه له دوو ځانمرګو بریدګرو څخه یو یې د تاجکستان دی.

ډیلې ټیلېګراف: د واکسین ضد دسیسې نظریه په پاکستان کې د پولیو له منځه وړلو پر وړاندې خنډ دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو له خوا په یوه بمي چاودنه کې د پولیو واکسین شپږ ساتونکي ووژل شول. ډیلېټیلیګراف راپور ورکړی چې د دسیسې د نظریې په ګډون د واکسیناتورانو په جاسوسۍ تورنول، په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو مخه نیولې ده.

په تېره یوه لسیزه کې د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین ۱۰۲ کارکوونکي او د هغوی ساتوونکي د سخت دریځو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سړک غاړې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى، خو ويلي يې دي چې دا «په بشپړه توګه دروغ» دي چې دا بريد د پوليو واکسيناسيون له کمپاين سره تړاو درلود.

ډیلې ټیلیګراف لیکي چې په تېرو وختونو کې تحریک طالبان پاکستان د کور په کور واکسین کمپاین د پاکستان حکومت له لوري د دوی په وړاندې د جاسوسۍ دسیسه بللې وه.

د القاعدې وسله والو ته دا مفکوره یوه ترخه تجربه لري. د پاکستان حکومت ویلي، چې امریکا د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن پټنځای د واکسیناتور په مرسته موندلی دی. وروسته په پاکستان کې یوې محکمې هغه واکسیناتور ته چې د اسامه بن لادن په وژلو کې یې مرسته کړې وه په اوږده بند محکوم کړ.

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي۱۸مه) خبر ورکړ چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسین پر کاروان په برید کې لږ تر لږه پنځه پولیس افسران وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي. چې له بریده وروسته چارواکو سملاسي په سیمه کې واکسین کول وځنډول.

د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د سخت دریځو مذهبي ملایانو له شک او مخالفت سره مخامخ دی.

په افغانستان او پاکستان کې د پوليو واکسين پر وړاندې د دسيسې نظريه د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو پر وړاندې ستر خنډ بلل شوی. داسې تورونه شته چې دا څاڅکي زیانمنونکي دي، د خنزیر له غوښې جوړ دي او یا ويل کیږي چې ان د مسلمانانو د شنډولو لپاره غربي دسیسه ده.

په کابل کې طالبانو هم یو وخت د کور په کور واکسین بندیز لګولی و او د واکسین ټیمونه یې په افغانستان کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو په جاسوسۍ تورن کړي وو.

دغه بندیز وروسته له هغه لرې کړل شو چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د دوی د واکسین ډلې اوس ټول هیواد ته لاسرسی لري.