د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر: حکومت د ټاکنو د ځنډولو واک نه لري

د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر مرتضی سولنګي ویلي دي، لنډمهاله اداره دا واک نه لري چې د فبرورۍ په اتمه نېټه ټاکل شوې عمومي ټاکنې وځنډوي. د پاکستان دولتي راډیو د سه شنبې په ورځ وویل، د تاوتریخوالي د پراخې وېرې له امله په پاکستان کې به ټاکنې نورې هم وځنډول شي.