د تاوتریخوالي په لړ کې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې ۱۰ کاریګر تښتول شوي

پرون نا وخته وسلهوالو کسانو د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې هغه لس کسه کارکوونکي تښتولي، چې د یو سړک د رغولو چارو ته روان وو. ځايي پولیسو د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې د برمته شویو کاریګرو د لټون چارې روانې دي.