انګور اډې پرلت وال: دوه میاشتې وشوې چې د پاکستان حکومت مو غوښتنې نه دي منلې

د دغه پرلت ګډونوال چې نن د (مرغومي ۱۹مه) يې نږدې دوه میاشتې وشوې وايي، د کومو غوښتنو لپاره يې چې پرلت وهلی له هغو نه په شا کیږي او دا پرلت به روان وي. د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو پرلت وهلی.