• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ډېپلوماتیکو او قونسلګریو د همغږۍ شورا: په کابل کې د نجونو او ښځو نیول غندو

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د ډېپلوماتیکو مرکزونو او قونسلګریو د همغږۍ شورا په اېکس خواله رسنۍ کې د دوشنبې په ورځ (مرغومې ۱۸ مه) خپور کړي یو پیغام کې د طالبانو له خوا د کابل په واټونو کې د ښځو او نجونو وروستۍ خپلسرې او غیر قانوني نیونې په کلکه غندي.

دغه شورا په دې باور ده، چې د هېواد د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دغه ناوړه کړنې د دوی له کرامت او هویت څخه ښکاره سرغړونه ده او همدارنګه د افغانستان د دود او کلتور او د بشري حقونو له پیژندل شویو معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

په اعلامیه کې راغلي:‌ "موږ د دغو ټولو ښځو او نجونو د سمدستي او بې له شرطه خلاصون غواړو. دا ډول نیونې د افغانستان په معاصر تاریخ کې بې ساری دی."

د دغه شورا په اعلامیه کې راغلي‌ چې دغه خپلسري نیونې په هیواد کې ټولنیزه باور لاپسې کمزوری کوي. اعلامیه کاږي چې طالبان باید د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو له مخې چې افغانستان یې غړیتوب لري، نیول شوې ښځې او نجونې ژر تر ژره خوشې کړي.

د افغانستان د دیپلوماتیکو او قونسلګریو د همغږۍ شورا له ټولو هغو ښځو او نجونو سره خپل پیوستون څرګند کړی چې په ټول هیواد کې له خپلو حقونو دفاع کوي او ځل بیا د دغو میرمنو د حقونو خپل ټینګ ملاتړ څرګندولو سره له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دغو سرغړونو په غندلو کې چټک او هر اړخیز اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پخواني دولت د سولې د مرکچي پلاوي مشر ملا فضل الرحمان ته د کرايي ملا خطاب کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د ملا فضل الرحمان د هغو خبرو په غبرګون کې چې ویلي وو؛ په غزه کې نسل وژنه روانه ده او افغانستان کې ځینې خلک د نجونو د تعلیم په غم کې دي، هغه کرايي ملا بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د اسلامي امت لا محتاجي غواړي.

د افغانستان د مذاکراتي ټیم پخوانی مشر معصوم ستانکزي د نجونو د تعلیم په اړه د ملا فضل الرحمان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي:"د مولانا شیراني صاحب په خبره: پاکستان هغه چوک دی چې کرایي ملایان، مفتیان او قاتلان ... پکې پریمانه پېدا کیږي".

ملا فضل الرحمان د دوشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۸ مه) ویلي، چې په داسې حال کې چې پر غزه بمبارۍ کیږي‌ او هلته ۲۲ زره کسان وژل کیږي، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي او په داسې وضعیت کې هم خلک وايي، چې ولې په افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کیږي.

ښاغلي ستانکزي ملا فضل الرحمان ته د کرايي ملا خطاب کړی او ویلي یې دي: “دا کرایي ملا وایي چې په فلسطین که څه حال دی او خلک دلته د نجونو د تعلیم تشویش کوي، په دې معنا چې اسلامي امت دې نور هم ضعیفه او محتاجه پاتې شي.”

سرچینې: د طالبانو مشر ملا هبت الله د ملا فضل الرحمان سره ليدنه رد کړه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو لوړ یو شمېر لوړه رتبه مشرانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د دوی مشر هبت الله اخوندزاده د پاکستان څخه د ملا فضل الرحمان په مشرۍ له راغلي پلاوي سره ليدنه رد کړې. ملا فضل الرحمان افغانستان ته تر تګ مخکې ويلي وو، چې غواړي د طالبانو له مشر سره هم وويني.

پاکستانی سياستوال ملا فضل الرحمان په کابل کې د طالب مشرانو سره تر لېدونو وروسته نن دوشنبه پلان درلود، چې په کندهار کې د دې ډلې له مشر هبت الله اخوندزاده سره وويني.

په کندهار کې د طالبانو يو لوړ رتبه مشر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې له ملا فضل الرحمان سره د دوی مشر د ليدنې کوم پلان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: « شېخ هبت الله اخوندزاده تر دم ګړۍ د ملا فضل الرحمان سره د ملاقات کوم سکېجول نه لري.»

د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت څخه هم يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایيد کړه، چې د طالبانو د مشر له دفتره يې د ملا فضل الرحمان سره د لېدنې وړاندیز رد شوی جواب تر لاسه کړ. « د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ملا هبت الله اخوندزاده دفتر ته د ملا فضل الرحمان لپاره د لېدنې وړانديز کړی و؛ خو تېره ورځ يې منفي ځواب تر لاسه کړ، چې نوموړی دې له ريیس الوزرا سره وګوري.»

د طالبانو مشر نن دوشنبه ناوخته په کندهار کې د والي ملا شيرين، خپلو مشاورينو او ځينو دیني علماو سره هم کتلي؛ خو تر اوسه د دې ليدنې اجنډا معلومه نه ده.

ډېر باور دا دی، چې د نوموړي دغه بېړنۍ ناسته هم د ملا فضل الرحمان د کتني اړوند د تصميم نیونې وه.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) نېټه د یوه پلاوي په مشري کابل ته تللی او هلته یې د طالب مشرانو تر څنګ د دې ډلې له رييس الوزرا سره هم کتلي دي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د هغه سفر ته هيله مندي ښودلې وه او ويلي يې وو، چې د ملا فضل الرحمان سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شويو ستونزو په هواري کې ګټور تمام شي.

د طالبانو رییس الوزرا ملا فضل الرحمان ته: موږ پاکستان ته د زیان رسولو هېڅ نیت نه لرو

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ملا فضل الرحمان په کابل کې د طالبانو له رییس الورزا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل. حسن اخوند په دې کتنه کې وویل، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو په اړیکو کې ښايي ننګونې موجودې وي؛ خو خلک او عالمان نه بېلېدونکې ارزښتونه او مشترکات لري.

د طالبانو رییس الوزرا زیاته کړه، چې دغه ډله د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته د زیان رسولو اراده نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي، چې له افغانستانه کوم بل هېواد تهدید شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ملا فضل الرحمان چې د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه یې د طالبانو په بلنه کابل ته سفر کړی، د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او د ستونزو د هواري لپاره د لارې هوارول ښودلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملا فضل الرحمان دغه سفر یو شخصي سفر بللی؛ خو ځینو پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې د پاکستان حکومت د دغه سفر ملاتړ کړی دی.
ملا فضل الرحمان په خپلو خبرو کې وویل، چې کابل ته یې د خیر پیغام راوړی او غواړي د دواړو هېوادونو په اړیکو کې شته ناسم پوهاوی د خبرو له لارې هوار شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، سياسي او سوداګريزو برخو کې د ګډو همکاريو لا زياتې لارې چارې باید برابرې شي.

نوموړي کابل ته تر سفر مخکې ویلي وو، چې په دغه سفر کې به د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوند سره هم وویني، چې مرکز یې په کندهار کې دی.

طالبانو له چهارچنار ماڼۍ څخه د افغانستان د پخوانیو رهبرانو او شاهانو انځورونه لرې کړل

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۰

طالبانو د ارګ چهارچنار ماڼۍ له تالار څخه د پخوانیو افغان رهبرانو او شاهانو انځورونه لرې کړي دي. د هغو انځورونو پر بنسټ چې په دې وروستیو کې له دې ماڼۍ څخه خپاره شوي، دې ډلې د تاریخي شخصیتونو د عکسونو سربېره د دې ماڼۍ له یوې تختې څخه د ځینو اسونو انځورونه هم لرې دي.

100%

تر دې وړاندې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان د پخوانیو جهادي مشرانو، سیاستوالو، شاعرانو، لیکوالانو او نورو شخصیتونو د انځورونو پاکول پیل کړي وو.

دغې ډلې د افغانستان د مرکز پنجشیر ولایت له دروازې څخه د ټولو سیاسي شخصیتونو عکسونه لرې کړي دي.

د تېر کال د تلې په میاشت کې افغانستان انټرنشنل له کابل پوهنتون څخه راپور ترلاسه کړی و، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ادبیاتو د پوهنځي د فارسي څانګې له دیوالونو څخه د فارسي شاعرانو انځورونه لرې کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان په شمال کې د مزارشريف ښار له څلور لارې څخه د فارسي ژبې د وتلي شاعر مولانا جلال الدين محمد بلخي د انځورونو د لرې کولو په اړه د طالبانو د دې کار غبرګونونه راوپارول.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې: طالبان هره افغانه ښځه مجرمه ګڼي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې په کابل کې د ښځو له نیول کېدو وروسته وویل، چې طالبان هره ښځه مجرمه ګڼي چې باید خپله بې ګناهي ثابته کړي. فوزیه کوفي وايي؛ په داسې حال کې چې د نړۍوالې ټولنې پام د غزې جګړې ته اوښتی، طالبانو د ښځو پر وړاندې جګړې ته شدت ورکړی دی.

مېرمن کوفي زیاته کړه، چې د طالبانو وسلوال هره ورځ لسګونه ښځې د کابل له واټونو څخه بیايي.

اغلې کوفي زیاته کړې، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې تر زرو زیاتې ناستې شوې دي، خو ایا چا د دوحې په خبرو کې دوی کومې ژمنې کړې وې حساب اخیستی؟

د طالبانو له خوا د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د ځوانو ښځو او نجونو نیول کېدل پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو ډله يیزه ځورونه د بشریت ضد جنایت یوه بیلګه ده

د پخواني افغان حکومت د سولې د مرکچي ټیم یوه غړي بیا ویلي؛ د طالبانو له خوا د حجاب په پلمه د ځوانو نجونو نیول له ښځو سره د ډله ییزې ځورونې او د بشریت ضد جنایت یوه بېلګه ده.

محمد امین احمدي وویل؛ طالبان د خلکو سپکاوی کوي او ښيي چې اسلام د ښځو دښمن دی.

د دیني علومو دغه وتلي څېړونکي د یکشنبې په ورځ (د جدي په ۱۷ مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت کار نه یوازې دا چې د شر د مخنیوی نه، بلکې د ځینو دلایلو له مخې دا دی د شرعي بدیو یوه بیلګه ده.

په تېرو څو ورځو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کابل په بېلابېلو سیمو کې د نجونو او ښځو د نیولو نوې څپه پیل کړې ده.

تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د دشت برچي، تایمني او خیرخانې په ګډون د ځوانانو او نجونو د ډله ییزې نیونې راپورونه خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: "دا نیول د هغې ډلې د مجازاتو په هدف شوي چې غوښتل یې بې حجابۍ ته وده ورکړي."

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه ویاند بي بي سي ته تایید کړې وه، چې دغه وزارت د کابل په لویدیځ کې یو شمېر ښځې د "بې حجابۍ" په تور نیولي دي؛ خو نوموړي دا نه دي ویلي، چې څومره کسان نیول شوي دي.

په یوه قضیه کې یوې ښځینه زده کوونکې د یکشنبې په ورځ (د جدې په ۱۶ مه) په یوه ویډیو کې چې هغې د افغانستان انټرنشنل ته لیږلې، راپور ورکړ چې طالبانو د هغې ۱۹ کلنه خور نیولې ده.

هغې چې د ویډیو د ثبتولو پر مهال له نیول کېدو وېره درلوده، وویل چې د نجونو یوه ډله هغه مهال ونیول شوه چې له "ښوونځي" څخه کور ته ستنېدې.

د دغې نجلۍ په خبره؛ ټولو زده کونکو «حجاب» اغوستی و او د دوی د نیولو لامل نه دی معلوم.
​