بدخشان د ریښتر په کچه ۴.۲ درجې یوې زلزلې ولړزاوه

د سه شنبې په سهار ۶ بجې د مرغومي ۱۹مه یوې زلزلې د بدخشان ځینې برخې ولړزولې. د امریکا د ځمک پېژندنې په سایټونو کې راغلي، چې د دغې زلزلې لویوالی ۴.۲ درجې و او د زلزلې مرکز د جرم ولسوالي ښودل شوې ده.

لاتراوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه مالومات نه دي تر لاسه شوي.