طالبان: له دې وروسته د انلاین پر ځای دې خلک د پاسپورټ اخیستو لپاره عریضې راوړي

په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورټ ریاست وايي، د تخنیکي ستونزو له امله دوی نه شي کولای له دې وروسته په انلاین ډول پاسپورتونه ووېشي او له خلکو یې غوښتي، چې له دې وروسته به په حضوري بڼه پر خلکو پاسپورټونه وېشي.